آرامه ساه ایستنه

عطا محمد میاخېل

451

کله چې اندېښمن یاست یا ګواښل کېږﺉ، نو د ساه ایستنې چکټیا مو زیاتېږي، ترڅو بدن مو د خطر لپاره چمتو کړي. آرامه ساه ایستنه (چې کله وخت د دیافراګمي ساه ایستنې په نامه یادېږي) بدن ته دا اشاره رسوي، چې کولای شي خوندیتوب او آرامتیا اختیار کړي. آرامه، ورو او ژوره ساه ایستنه، طبیعي ساه ایستنه ده، چې د بدن په ښکتنۍ برخه ( د سینې د قفس پر ځای په خېټه کې) ترسره کېږي.
څنګه آرامه ساه ایستنه ترسره کړو؟:
ـــ د تمرین کولو لپاره، په دې باندې ځان ډاډه کړﺉ، چې آرامه ناست یا اوږد عځېدلی یاست.
ـــ که د دې کار په ترسره کولو کې هوسا یاست، نو سترګې مو وتړﺉ.
ـــ هڅه وکړﺉ، چې د خولې پر ځای، د پوزې له لارې ساه ایستنه ترسره کړﺉ.
ـــ ساه ایستنه مو په قصدي ډول ورو کړﺉ، تر ٤ پورې په شمېرلو سره ساه واخلﺉ، لږ مکث وکړﺉ او تر ٤ پورې په شمېرلو سره ساه وباسﺉ.
ـــ دا ډاډ تر لاسه کړﺉ، چې ساه ایستنه مو پاکه او پرله پسې، نه ډېره زیاته چټکه.
ـــ خپلې ساه ایستنې ته ځانګړی پام وکړﺉ، ډاډ تر لاسه کړﺉ، چې صافه او ثابته ده.
آیا دا کار په سمه توګه ترسره کوو؟ څه څیز ته باید پام وکړو؟:
ـــ آرامه ساه ایستنه باید د خېټې په ښکتنۍ برخه کې وي او د سینې د قفس په پاسنۍ برخه کې نه وي.
کولای شﺉ دا موضوع یو لاس په خېټې او بل په سینې باندې په ایښودلو سره بررسي کړﺉ.
هڅه وکړﺉ، چې پورتنی لاس ثابت وساتﺉ، ساه ایستنه مو باید ستاسو ښکتني لاس ته حرکت ورکړي.
ـــ ټول پام مو باید ساه ایستنې ته وي. ځینې کسان په خپل سر کې شمېرنې دا ډول ګټورې ګڼي (د ساه دننه کول… دوه… درې… څلور… مکث … د ساه بهر کول… دوه… درې… څلور… مکث…)
څومره وخت او څو ځله؟:
ـــ هڅه وکړﺉ هر ځل لږ تر لږه د څو دقیقو لپاره په آرامه توګه ساه وباسﺉ، ښایي څو دقیقې وخت ونیسي، ترڅو چې تاسو دې موضوع ته متوجه شﺉ، که هوسا یاست، د ٥ یا ١٠ دقیقو لپاره یې ترسره کړﺉ.
ـــ هڅه وکړﺉ، په منظمه توګه یې تمرین کړﺉ، کېدای شي په ورځ کې درې ځله.
تنوعات او د ستونزې حل:
ـــ د ورو ساه ایستنې هغه ریتم پیدا کړﺉ، چې ستاسو لپاره آسانه وي، تر ٤ پورې شمېرل یو مطلق قانون نه دی. ٣ یا ٥ وازمایﺉ، مهمه داده، چې ساه ایستنه ورو او ثابته وي.
ـــ د ځینو کسانو لپاره په پیل کې د آرامتیا حس غیر عادي او ځورونکی وي، خو دا معمولاً په تمرین کو

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.