هر څوک غواړي ښکلي ویښتان ولري

872

هر څوک غواړي ښکلي او ښایسته ویښتان ولري، او بې وخته یې کوپړۍ له ویښتو خالي نه شي. خو زیاتره خلک په دې نه پوهیږي، چې څه ډول خپل ویښتان سالم وساتي. اکثره خلک له ویښتو سره داسې چلند کوي چې د رغولو پر ځای هره ورځ د خپلو ویښتانو روغتیا ته زیان رسوي. او همدا ددې لامل شي، چې بې وخته یې د سر ویښتان توی او کوپړۍ یې خالي شي.

(۵) تیروتنې چې له امله یې د سر ویښتان بې وخته توییږي:

۱. بې کیفیته شامپوګانې کارول: زیاتره خلک د شامپو کیفیت ته پام نه کوي او هره شامپو چې په لاس ورشي نو سر پرې مینځي. تاسو باید له هغو شامپوګانو ګټه واخلئ چې زیات کیمیاوي مواد ونه لري، یعنې یو څه طبیعي او باکیفیته شامپوګانو باندې خپل ویښتان پرمینځئ.

– هره ورځ په شامپو د ویښتانو مینځل هم ښه خبره نه ده، تاسو کولای شئ په هفته کې دوه ځل په شامپو باندې خپل ویښتان پرمینځئ.

۲. د لمدو ویښتانو ږمنځول: زیاتره خلک د ځینو لاملونو او یا هم عادت له مخې لامده ویښتان ږمنځوي. د لمدو ویښتانو ږمنځول داسې دي، لکه تاسو چې خپل ویښته په لوی لاس له خپلې کوپړۍ د تل لپاره وباسئ. ځکه چې له دې کار سره مو د ویښتو بیخونو ته زیان رسیږي او ورو ورو یې تویدو ته لاره هواریږي. نو هیڅکله خپل ویښتان په لوند حالت کې مه ږمنځوئ.

۳. په ډرایر ( Dryer) د ویښتانو وچول: هیڅکله خپل ویښتان په ډرایر یا ویښته وچوونکي ماشین باندې مه وچوئ. ځکه له دې سره مو ویښتانو ته نه جبرانیدونکی تاوان رسیږي. نو د ویښتو وچولو لپاره هیڅلکه له برقي ویښته وچونکو وسایلو کار مه اخلئ.

۴. د ویښتانو رنګول: د ویښتانو رنګونه له کیمیاوي موادو جوړ دي او دا کیمیاوي مواد ستاسو د ویښتانو دښمنان دي. او نه یوازې کریمونه بلکې نور ټول کیمیاوي مواد لکه سپری ګانې او ډول ډول جیلونه ستاسې ویښتانو ته سخت تاوان رسوي.

۵. اوږده ویښتان: د ويښتو زیات اوږدول د ويښتو پر رېښو فشار زیاتوي او د وخت په تیریدو یې د غورځیدو خطر زیاتیږي. لنډ ویښتان ستاسو د ویښتو د سلامتۍ سره ډيره مرسته کوي.

(۵) څو اړینې مشورې:

۱. ذهني فشار، تشویش او اندېښنه د ویښتو د توییدو یو لوی سبب دی. خپل ذهني فشار، خپګان او اندېښنه کنټرول کړئ.

۲. د ویښتو د سلامتۍ لپاره په وجود کې د ځینو ویټامینونه شتون ضرور دی. ویټامین D، ویټامین A او د B ویټامینونه د سالمو ویښتانو د لرلو لپاره ضرور دي. هڅه وکړئ داسې خواړه وخورئ چې له دې ډول

*********************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.