د قوش تپې کانال

قاسم باز

487

۱۹/۲/۲۰۲۳

ماتيرکال ھم ويلی وه، او اوس یی بیا ھم وايم.
زما ښه په ياد دی. کله چی شھيد سردار محمد داودخان د قوش تيپه د کانال د جوړولو ھوډ پلان ، نقشه او چاری شروع کړی روسانو رسماً د کابل د هاغه وخت په حکومت اعتراض وکړ ، ليوندبريژنيف روسی فرعون د کرملين د ماڼی په ملاقات کی د افغانی ھيأت مشر جمھور رئيس محمد داودخان ته داسی وويل.  “  دوی د افغانستان د پخوانی حکومت سره تعامل درلود چی افغانستان حکومت به ھيڅکله غربی کارپوھان د افغانستان په شمالی ولايتونو کی په کار نه ګماری. ځکه دا کار پوھان نه بلکه استخباراتی جاسوسان دی. د دوی موجوديت د افغانستان په شمال کی مونږ ته خطر او مونږ د دی کارپوھانو موجوديت نشو ذغملای.  افغانی ناسیونالیست لیدر مرحوم داودخان خپل روسی همتا لیوندبرژینف ته په ځواب کی داسی وويل.
“ دا چی مونږ څوک چيری په کار ګمارو دا د افغانستان د دولت پوره حق دی، مونږ به هیچا ته د اجازه  ورنکړو چی مونږ ته ډیکټی Dictate کړی چی څوک چیری او چیرته مقرر کړو، که مونږ پردی پوه شو چی کوم خارجی کارپوه بل ھيواد ته جاسوسی کوی ھاغه کارپوه که د چلکوسلواکيا وی يا د المان، انګلستان وی او که د بلغاريا مونږ به يی لاس د کاره باسو او د وطن ( افغانستان ) څخه به یی شړو …….”
البته د قوش تيپه د کانال په جوړولو کی څو تنو غربی ماھيرينو چی د زراعت په برخه کی په افغانستان کی کار کاوه ھمکاری درلوده ، خو کله چی ليونديد برژنيف د افغان رھبر غوڅ موقف او دريځ درک کړو سمدستی روسان لاس پکار شول کابل کی يی خپلی حزبی ډلی سره متحدی او خپلو ګوډاګايانو ته يی د ثور د کودتا امر صادر کړ.

روحت شاد باد ای داود بزرګ.

*********************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.