ستوری

عبدالهادي هادي

331
ستا د سترګو له تاوانه، وتل ګران دي
لمر ته مخامخ ، جانانه کتل ګران دي
توره خاوره یم، د پښو لاندې مې ځای دی
او ته ستوری، تر آسمانه ختل ګران دي
ستا د سترګو، حدیثونه راته وايي
چې د ښکلي زړه ، آسانه ساتل ګران دي
دا خو نه شي چې د سوال ، لمنه پریږدم
لاس له ځان او ، له ایمانه وینځل ګران دي
د رقیب د خیلخانې دې ، لاس آزاد وي
ورته وایه ، له افغانه ګټل ګران دي
هادي سل ځلې ، په ورځ کې درنه ځار شي
تا ته یو ځلې ، تش ګرانه ویل ګران دي

*********************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.