د مذهبی ائدیولوژۍ په اساس د هند د نیمی وچی ویش او د پاکستان مصنوعی جوړښت

لیکنه او وړاندی کوونکی : امیر ګران

744

د مذهبی ائدیولوژۍ په اساس د هند د نیمی وچی ویش او د پاکستان مصنوعی جوړښت

لیکنه او وړاندی کوونکی : امیرګران
نـــېــټـه – د فبروری د میاشتی ۶ مه ، ۲۰۲۳م کال

محترمو لوستونکو ، د لاندی پریزینـټـیـشن لنډیز د اطاق تفکر د گفتمان په پروگرام کی وړاندی شوی وو ، ولی په انټرنیټ کی د تخنیکی ستونزو له امله ئی نشر ته سپارل ځنډمن شول ،
څرګنده ده چی د هند نیمه وچه د خپل جیو پولیټیک او طبعیی شتمنیو له امله یوه مهمه او بډایه سیمه وه د تاریخ پوهانو د شننو له مخی ۴۰۰۰ کاله وړاندی د هند د لرغونتوب او تمدن اثار د سیند په هـړه په او مونجـهـدارو کی موجود دی ، افغانستان او هند د بشری تمدن له لرغونو مرکزونو څخه دی چی خلک ئی له پخوا زمانو یو له بل سره بیلا بیلی اړیکی لری ولی د تاریخ په اوږدو کی له سیاسی پلوه دغو اړیکو خامخا لوړی ژوری درلودلی ، مخکی له میلاد څخه په دویمه زریزه کی اریایان له افغانستان څخه هند ته وکوچیدل او هلته ئی د ویدی تمدن ته ادامه ورکړه او بیا د موریا د لوئی امپراتورۍ د سیاسی نفوذ په مهال چی لوی اشوکا ئی مشر وو ( ۱۸۵-۳۲۲ مخکی له میلاده ) بودائی دیانت افغانستان ته لاره پیدا کړه ، وروسته له شپږمی میلادی پیړۍ کوشانیانو او یفتلیانو په هند کی نفوذ درلود او هم وروسته له لسمی میلادی پيړۍ ، غزنویانو ، غوریانو ، لودیانو ، قطبیه ، خلجیانو ، د فریدخان یا شیرشاه سوری په مشرۍ سوریایانو او د احمدشاه بابا په مشرۍ ابدالیانو په هند کی نفوذ او حاکمیت درلود او هلته ئی افغانی او اسلامی فرهنگ او تمدن خپور کړی دی ، وروسته بیا له شپاړسمی تر اتلسمی میلادی پیړۍ څخه د افغانی دولتونو ځای مغلی امپراتورۍ نیسی چی په ۱۵۲۶م کی ، ظهیرالدین بابر د بابری حاکمیت لومړني واکمن وو ، په هند کی د مغلی امپراتورۍ پیل د اروپائی هیوادو د استعماری او زبيشاکی مداخلو او لشکر کشیو سبب هم شوه ، دلته دا حقیقت له یاده ونه باسو چی د هند په نیمه وچه د اروپایانو لار هغه مهال راسپره شوه کوم وخت چی سمندری کاشف واسکو دیگاما د ۱۵ پيړۍ په پای یانی په ۱۵۹۸ م کال خپله بیړۍ د هند په جنوبی ساحل کی ودروله او دا ځای ئی کالیکټ وباله ، چی بیا د انګریزی ترمینالوژۍ له مخی کلکته او اوس ئی کولکته بولی ، همدا ډول د هند په نیمه وچه کی د شرقی هند کمپنۍ په نامه د پرتگالیانو ، فرانسویانو ، هالنډیانو او انگریزانو لخوا لومړي د تجارتی موخو او وروسته په ۱۷۵۶ م کال د تجارتی او سیاسی نفوذ د مسلط کولو لپاره د سیالو ښکیلاکی ځواکونو تر منځ د پلاسی په سیمه کی جګړی پیل چی په نتیجه کی فرانسوی تجارتی ډلګیو ماته وخوړه ، د یادولو ده چی د برتانوی شرقی هند کمپنۍ د هغه وخت د واکمن په امر په ۱۶۰۸ م کال د هند د سورت ښار ته ورسیده او خپلو تجارتی اړیکو ته ئی پراختیا ورکړه او لندن ته ئی د چای ، نساجی ټوکرانو او نورو تجارتی توکو راټولول او صادرات پیل کړل ، د لومړی ځل لپاره رابرت کلائیو Robert Clive د شرقی هند کمپنۍ ۳۰۰۰ کسیز پوځ رهبری کاوه چی وروسته د بنګال راج یا حاکمیت ته ورسید ، نوموړی د ګمرکی تعرفو په ترتیبولو ، مالیات او Taxation په جمع کولو پیل وکړ ، انګریزی امپریل ښکیلاک د استثماری او سوق الجیش دوکتورین هلی ځلی ګړندۍ او د فارورډ پالیسی د عملی کولو په چوکاټ کی ئی مخ په شمال او هم د ټول هند د نیولو هــڅی کولی ، د نوموړی کمپنۍ واک په ۱۷۵۷ م کی پیل او تر ۱۸۵۸ م کال پوری یانی یوه پیړۍ ئی دوام وکړ د انګریزی اشغالګرو په ضد ازادی بخښوونکی مبارزی روانی وی له دی سره سره استعماری ځواکونو د خپل نفوذ او د « لوئی لوبی » د لومړني پړاوونو د اجرا په منظور ئی ، ظالمانه او غیرانسانی کړنو ته په بی رحمۍ ادامه ورکوله د بیلګي په توګه د « ډیوایډ اِینډ رول یانی بیل ئی کړه ایل ئی کړه » پالیسۍ له مخی ئی خلک سره ویشلی ول د مغلو امپراتورۍ ئی د داخلی جګړو او اغتشاشونو له امله تجزیه او د هند خاوره ئی په زیات شمیر زونونو او سیمه ایزو ، پرینسلی ریاستونو ویشلی وه چی شمیر ئی سلګونو ته رسیده او مستقیماً د لندن لخوا اداره کیدلی ، د دی ترڅنګ د افغانانو او مرهټه یانو ښکیلاکی ضد ګډی مبارزی هم دوام درلود لکه د پنداریانو ګوریلائی جګړی د امیرخان افغان او جیتوی هندی په مشرۍ ( ۱۸۱۳-۱۸۲۴ م ) چی د انګریزانو د یو سل او شل زره (۱۲۰۰۰۰ )پوځ لخوا وځپل شوی ، همدا رنګه د ډاکویت ، جمعیت العلمای هند یا دیوبندی مدرسه چی د ۱۸۵۷م ملی قیام چی د هند د بومی عسکرو ( هندوانو – مسلمانانو ) لخوا د برتانوی استعمار په ضد تر سره شو ، د دغه قیام په هکله د هند ملی زعیم ساورکر Savarkar لیکلی چی ( د انګریزانو د تسلط په ضد د هندی عسکرو لخوا د ۱۸۵۷ م قیام په حقیقت کی د هندوستان د خلکو لومړني قیام وو چی د افغانانو په وسیله ئی د ښکیلاکی قواوو په ماتی او شاتګ کی مخامخ تاثیر درلود ، همدا رنګه د افغانانو د میړانی او اتلولیو په تړاو جواهر لال نهرو لیکلی ( … کیدای شی افغانان به له ډیرو اړخونو وروسته پاتی وی ولی خپله ازادی د سر ورکولو په بیه ورته ګرانه ده او د هر خارجی دشمن په وړاندی « د بمبرو ځاله » ده ، انګریزی ځواکونو هم د ازادی غوښتونکو د ځپلو او نابود کولو لپاره د جینوساید تر کچی غیرانسانی عملیات کړی ، له ډیرو غیرانسانی پېښو څخه یوه مثال ته دلته اشاره کوم هغه دا چی په ۱۹۱۹ م کال کی د امرتسر د جلیانوالا باغ په انګړ کی خلکو د خپلو انسانی حقونو لپاره سوله امیزه مظاهره کوله چی د هغی سیمی د انګریزی قوماندان بریګيډیر جنرال ډایر Dyer لخوا په لاریون کوونکو د فیر امر وشو او د ۴۰۰ په شاوخوا کی ئی بی ګناه خلک ( ښځېنه- نارینه او ماشومان ) ووژل چی جینوساید یا عامه وژنه وبلل شوه ، دغی پېښی ته ورته ډیری نوری پېښی هم عملی شوی چی د تاریخ په حافظه کی ثبت او په نورو مقالو او لیکنو کی به ورته اشاره وشی ، د پريزینــټـیـشن په دوام د پاکستان مصنوعی جوړښت ته يوه لنډه کتنه کوم ،
د یادولو وړ ده چی د هند په نیمه وچه کی د برتانوی استعمار سفر چی په ۱۷۵۷ م کال د شرقی هند کمپنۍ تر سیوری لاندی شروع شوی وو وروسته له دوو پیړیو په ۱۵ اگست ، ۱۹۴۷ م د Indian Independence Act-1947 په اساس پای ته ورسید ،
د ســـنـډی گاردین تحلیل کوونکی اِم جِـی اکبر د مولانا ابوالکلام آزاد د وړاندوینو او کتابونو په حواله لیکلی چی د هند د نیمی وچی په خلکو کی دا غلط فهمی موجوده ده چی وائی ، ( پاکستان د بریک فاسټ یا د سهارنۍ ناشتا د میز په سر جوړ شو ، او یا د لاهور د ۱۹۴۰ م قرارداد پاکستان چی د جناح لخوا اعلان شو منځ ته راغی ) دا له حقایقو او فاکټونو سره په تضاد کی دی ، د پاکستان ایډئی اوږد سفر طی کړی او زیاتوی چی پاکستان نیشن یا ملت نه ده بلکه سټیټ یا دولت ده او د هند په نیمه وچه کی اکثریت مسلمانان له هغی جملی څخه ، مولانا ابوالکلام آزاد ، خان عبدالغفارخان ( پاچاخان ) ، خان عبدالصمد خان اڅکزی ، د هند د جماعت اسلامی مشر مولانا سید ابوالاعلی مودودی ، ډاکتر ذاکرحسین او زیات شمیر نور مهم سیاسی ، مبارز شخصیتونه ،غورځنګونه او د دیوبندی مسلک مذهبی تحریک ، جمعیت العلمای هند … د هند د نیمی وچی د ویش مخالف ول ، هغه مهال چی ۷۵ کاله وړاندی په ۱۹۴۷ م کال د اگست په ۱۴ مه نيټه د افغانستان په ګاونډ کی په غیر طبیعی توګه د پاکستان په نوم هیواد رامنځ ته شو ، د هند په نیمه وچه کی نوموړی هیواد لکه د اردو ترکيبی ژبي چی د څو ګاونډيو ژبو له ترکيب څخه داسی منځته راغله چی پــنـجـابی ژبه پکی واکـمـنه وه ، هـمـدارنګه پاکستان هم د پنجاب تر واکمنۍ لاندی د ګاونډيو هيوادو له هغو غوڅو شویو ټوټو څخه کومی چی برتانوی ښکیلاکــګر ځواک جلا کړی وی منځ ته راغي ، دغه نوی هیواد له هماغه پيل څخه پر اسلام د سیاسی تجارت ، د ګاونډيو هيوادو په داخلی امورو کی د دوامداره مداخلو او په سيمه کی د زبرځواکونو د اوږدمهاله جيو پولیټیکو اهدافو د مفرداتو د تطبیق پر بنسټ جوړ شو ، له دويمی نړیوالی جګړی وروسته په سیمه کی دوه هیواده د مذهبي مفکوری په اساس رامنځ ته شول يو ئی په منځنی ختيځ کی اسرائیل چی د انگلستان د هغه وخت د بهرنیو چارو د وزیر جیمز بالفورډ د اعلاميی له مخی او دوهم ئی پاکستان ده چی دغه هیواد هم د دویمی جهانی جګړی د شدت په جریان کی د برتانوی استعمار د وعدو او پیرزوینو په اساس منځ ته راغی ، د پاکستان جوړیدل د دی ترڅنګ چی هندمېښتی مسلمانان ئی په دریو برخو یانی هندوستان ، پاکستان او بنگله دیش سره وویشل ، يو زیات شمیر ولــسـونه لکه افغانان ، بلوڅان ، کشمیریان او حتی پخپله پنجابیان ئی هم سره وویشل ، دا چی د پارتیشن او تقسیم په سر د څومره انسانانو وينی توئی شوی ، څومره کورنۍ غیرسکنه شوی او څومره مالی تاوانونه وشول دا پخپله یو پراخ او ځانګړی بحث ده ، خو د اسنادو او فاکټونو له مخی دا پـېـښـه د نړۍ په تاریخ کی تر ټولو لویه او خونړۍ تراژیدی وه چی ‌پایله ئی د ۱۵ میلیونه خلکو په مهاجرت ، د یو میلیون ښځېنه ، نارینه او ماشومانو په وژلو او د یو لک ښــځـېنه وو په جنسی تجاوز تمامه شوه ، د تاريخی حقایقو او ډله ایزو رسنیو په استناد د برتانوی ښکیلاک د اوږده او ظالمانه تسلط په مهال اساساً د هند د نيمی وچی د ویش مفکوره ، په انگلستان کی د يوه چودری لخوا وړاندی شوی وه چی وروسته علامه اقبال او مسلم ليګ ګوند پیاوړی کړه او چودری رحمت علی ته دا مفکوره د برتانیا د استخباراتی ایجنسیو لخوا ورکړل شوی وه او دا استخباراتی معلومات له منطق څخه لیری هم نه ده ، ځکه کله چی برتانیا مجبوره شوه خپل فزیکی استعمار پای ته ورسوی له دی کبله په دی هــڅــه کی شول چی د هیوادونو او ولسونو د ویش له لاری د دایمی او پرله پسی لاسوهنی او غیر مستقیم استعمار او زبېښاک لپاره لاره هواره کړی ، برتانوی ښکیلاکی ځواک په بیړه د ( Divide and Rule ) یانی “ تفرقه واچوه او حکومت وکړه “ د سیاست د عملی کولو هــڅـی ګړندۍ کړی چی بېلګي ئی له فلسطین څخه تر چین ، کوریا او افغانستان پوری لیدلی شو ، چودری چی د انگلستان په اکسفورډ کی اوسيده د لومړی ځل لپاره په ۱۹۳۳ م کال کی د Now or Never ( اوس يا هيڅکله ) په رساله کی د پاکستان نوم وکاراوو ، هغه چی د “ پاکستان ملی غورځنګ “ رئيس هم وو ، د “ بريـتـش بـنـیـا گـټ جوړ “ يانی د انګریزانو او هندوانو د سازش په ضد د مسلمانانو اتحاد جوړ کړ ، د پاکستان مشهوره تاريخ ليکونکی عايشه صدیقه چی د لندن د جــیـمـز ډیـفـیـنـس ویکلی لپاره مقالی لیکی د پاکستان د نوم په اړوند داسی تعبیر لری / پاکستان یانی —> پ = پنحاب ، ا = افغان ، ک = کشمیر ، س = سـيند څخه ترکیب شوی دی ، سیاسی شنونکی په دی نظر دی چی برتانوی مسلط استعمار د هند په نیمه وچه کی د مذهبی ایدئولوژۍ له مخی د دوو قومی نظریو په اساس د ویشلو او پارتیشن له طرحی ملاتړ کاوه ، ولی د ښکیلاک ضد اسلامی او غیر اسلامی ګوندونو لکه : هندو مهاسبها ، آریه سماج ، سناتن دهرم ، مجلس احرار ، د مولانا سید ابوالاعلی مودودی په مشرۍ جماعت اسلامی ، خاکسار تحریک ، د خان عبدالغفارخان ( پاچاخان ) په مشرۍ سرخ پوش تحریک همدا رنګه مولانا ابوالکلام ازاد او ګڼ شمیر اخبارونو د نیمی وچی له ویش سره مخالف ول ، مولانا ازاد په خپل کتاب ( هند ازادی واخیسته ) کی لیکلی ، د پارتیشن تیوری په ۱۹۰۶ م کال د علیګړهـ يونیورسیټی د محصلینو لخوا د بیلتون یا سیپریشن separation له تیوری او په ۱۹۴۰ م کال کی د مسلم لیگ لخوا د لاهور د Resolution ( پریکړه لیک ) په اساس چی د يوه ځانګړی هیواد پاکستان غوښتنه پکی مطرح وه را منځ ته شوه ، د هند د ملی کانگریس گوند رئیس ( ۱۹۳۹-۱۹۴۶ ) مولانا ازاد استدلال کاوه چی يو هیواد د مذهبی مفکوری په اساس نه جوړیږی که داسی وای نو ولی ۲۱ عربی هیوادونه یو هیواد نه ده ، ( اسلام برادرهوډ ده ، نیشن هوډ ) نه ده یانی اسلام ورورګلوی ده ، نیشن هوډ نه ده ، مولانا ازاد د اپریل په میاشت ، ۱۹۴۶ کی له مشهور ژورنالیست اغا شورش کشمیری سره د چټان اخبار په مصاحبه کی خبرداری ورکړی وو چی دا د اسلام په نوم نوی جوړشوی هیواد به ډیر ژر سر ه وپاشل شی هغه وو چی په ۱۹۷۱ م کال د بنګالی ولس د بی شمیره قربانیو او اتلولیو په نتیجه کی “ شرقی پاکستان “ وروسته له ۲۴ کالو له غربی پاکستان څخه جلا او د بنګله دیش نوی هیواد منځ ته راغی ، همدا رنګه د وزیریستان تاریخی شخصیت مرزاعلی خان چی د ایپی د فقیر په نامه مشهور وو ، په ۱۹۴۶ م کال کی د پاکستان د تشکیل په تړاو د زیاتو او خونړیو پېښو او تلفاتو خبرداری ورکړی وو ، بالاخره پایله دا شوه چی په ۱۴ د اگست ۱۹۴۷ م کال د پاکستان په نوم هیواد تشکیل شو ، برتانوی ښکیلاک د اوږد مهاله جیوستراتیژیکو ګټو ته په پام کی په عمدی ډول هغسی ئی چی د هند او پاکستان ترمنځ د کشمیر مسأله د دواړو هیوادونو تر منځ د همیشنی اختلاف ساتلو لپاره منځ ته راوړی وه ، زموږ د هیواد افغانستان او نوی زیږیدونکی پاکستان تر منځ ئی هم د “ ډيورنډ “ د تحمیلی کرښی د هاخوا ولسونو د برخلیک مسأله ګونګه او لاينحله پری ايښی وه ، انکریزی ښکیلاکګرو فزیکی شتون په دغه سیمه کی پای ته ورساوه خو د سیمی د هیوادونو تر منځ ئی د اختلاف او کرکی د اوږدی لانـــجــی زړی وکرل ، له دی سره سره هم د افغانستان د هغه وخت حکومت ، د برصغیر یا د هند د نیمی وچی د ویشلو او تقسیم له انګریزی طــرحـی سره په څرګند او رسمی ډول مخالفت وکړ او د “ ډيورنډ “ د فرضی کرښی د هاخوا وروڼو ولسونو ، پښتنو او بلوڅو د سرنوشت د ټاکلو د حق مسأله ئی راپورته کړه ولی انگلیسانو د خپل استعماری سیاست پر بنسټ د افغانستان د حکومت له دغه نظر سره دلچسپی ونــښوده او د پاکستان په نامه د نوی زیږیدلی هیواد چارواکو او استبلشمنټ هم چی د زاړه استعمارچیانو د مـیـراث خور مقام ته رسیدلی وو ، د افغانستان اعتراضی طرحه د منلو وړ ونه ګــڼــله ، او د “ ډيورنډ “ د تحمیلی کرښی د هاخوا پښتنو او بلوڅو برخلیک هم په تحمیلی ډول په پاکستان پوری وتړل سو او د افغانستان د خلکو د نیک نیت او ښه ګاونډیتوب د ژمنتیا پرخلاف د افغانستان د خلکو او له برتانوی ایجنسیو سره د پاکستانی تړلیو کړیو او چارواکو ترمنځ د تاوتریخوالی او مداخلو دوامـداره حالت رامنځ ته کړ ، له دغه څرګند حقیقت څخه انکار نه شی کیدای چی د پاکستان ملکی او پوځی استبلشمنټ د خپل غیرطبیعی تأسیس له لومړیو کلونو تر دا مهاله په سیمه کی په تیره بیا په ګاونډیو هیوادو له هغی جملی په افغانستان کی ماجراجویانه او د هیواد په داخلی چارو کی د مداخلو سیاست او ( Proxy war) یا نیابتی جګړو ته په بی شرمۍ او انکار نه منونکی توګه ادامه ورکوی ، د پاکستان فاشیست پوځ او استخبارتی شبکی لکه ISI او IB د خپلو نیابتی کړیو په وسیله نا اعلان سوی جګړی او “ په زرو زخمونو د مرګ ستراتيژی “ ، “ ( کابل باید وسوځي ) په مخ بیائی ، د یادولو وړ ده چی د پاکستان حاکمه طبقه خپل ګاونډیان خصوصاً افغانستان د خپل هیواد د دشمنۍ په پیل کولو متهموی ولی د افغانستان د هغه وخت حکومت ، مخکی له دی چی د سفارت په کچه سیاسی اړیکی ټينګی شی د ډاکتر نجیب الله توروایانا په مشرۍ ئی با صلاحیته پلاوی د ښه نیت د څرګندولو په منظور کراچۍ ته ور واستاوه تر څو هغه نفاق او د پښتنو – بلوڅو د برخلیک مسأله چی د ګندمک ، پيښور د معاهدو او د “ډیورند “ د موافقه لیک او د استعمار د پالیسیو زیږنده ده ، د مذاکراتو او دیالوګ له لاری حل کړی چی مثبتی پایلی ئی نه لرلی ، ورپسی ئی يو با صلاحیته سفیر او فوق العاده استازی چی مارشال شاه ولی خان وو تعین کړ چی د هغه هڅو هم کومه نتیجه ورنکړه ، اوضاع او دوه اړخیزی اړیکی هغه وخت نوری پیچلی شوی چی د پاکستان گورنرجنرال خواجه ناظم الدین ( ۱۹۴۸-۱۹۵۱ ) په پيښور کی په خپله وینا کی قبایلی سیمی چی د “ ازاد سرحد “ په نامه یادیدی د پاکستان “ نه بیلیدونکی جز “ اعلان کړ ، د پاکستان ملکی او نظامی حکومتونو د خپل موجودیت په ۷۵ کلنه موده له خپلو ګاونډیو ، افغانستان او هند سره د توطئو ، بحران او کړکیچ پالیسیو ته ترجیح ورکړی چی هغه هم د پوځی استبلشمنټ لخوا ترتیب او په عمل کی پلی کیږی ، د دغه هیواد چارواکو له امریکا او غربی هیوادو څخه د اقتصادی ، مالی ، نظامی کومکونو د جلبولو لپاره هغوی په دی قانع کړل چی د پاکستان ځمکنۍ بشپړتیا د افغانستان او هند لخوا تر سخت تهدید لاندی ده له دی کبله وو چی د سياتو او سینتو په نظامی پکتونو کی شامل تر څو په جنوبی اسیا ، منځنی ختیځ او منځنۍ اسیا کی د امريکا او برتانیا د جیو ستراتیژیکو ، اقتصادی او سوق الجیش موخو د اجنداوو د تطبیق لپاره د کرائی پوځ رول ادا کړی ، یوه بیلګه ئی د پيشور په شمال کی د بډه بیری هوائی اډه وه چی د امریکا په اختیار کی وه ، د دغی اډی د پوځی او اکتشافی تمریناتو په هکله مرحوم روئیدادخان لیکلی چی ( … د بډه بیری له هوائی اډی د U-2 اکتشافی طیاره د شوروی اتحاد څخه د کشفی راپورونو د حاصلولو په منظور پرواز وکړ ، طیاره د افغانستان له فضائی قلمرو څخه واوښته او چی د ازبکستان په ساحه کی د شوروی فضائی قلمرو ته نږدی شوه په چټکۍ رانسکوره شوه ) مرحوم زیاتوی چی په هغه وخت کی خروشچیف له پيښور څخه سره لیکه راتاو کړه ، په افغانستان کی د پاکستان د پوځ او استخباراتی شبکو لاسوهني په دوامداره توګه ادامه لری ، د ۱۹۴۹ م کال د جون د میاشتی په ۱۲ مه نيټه د لوئی پکتیا قومونو په وزیریستان کی د ايپی له فقیر مرزاعلی خان سره د همبستګۍ او خواخوږۍ په ملاتړ اتڼونه کول او د انقلابی ځوانانو لیکی د پکتيا تر مـغـلګۍ ورسیدی ، هلته خلکو اتڼونه او په هوا کی د توپکو فیرونه کول چی د پاکستان د هوائی قواوو جنګی الوتکی راغلی او په خلکو ئی بمباری وکړه او د ۴۰ بی ګناه افغانانو د وژل کیدو سبب شوه ، په همدغه کال د جولای په ۲۶ تمه د افغانستان ملی شورا د “ ډیورند “ تحمیلی کرښه رد کړه او د دواوړو هیوادو اړیکی نوری هم د کړکیچ لور ته ولاړی او هم د پښتونستان د غورځنګ په نوم د کابل راډیو او اخبارو لخوا پراخ تبلیغات پیل شول ، د ۱۹۷۳ کال راپدیخوا چی د مرحوم محمد داود لخوا جمهوریت اعلان شو پاکستانی حاکم اشرافیت د جمهوری نظام په ضد او په افغانستان کی لاسوهني ګړندۍ او زیاتی کړی ، د اسلامی گروپونو ځنی رهبران اوفعالین لکه برهان الدین ربانی ، ګلبدین حکمتیار ، یونس خالص ، جلال الدین حقانی ، احمدشاه مسعود او ځنی نور له جمهوری نظام سره د مخالفت له امله پاکستان ته وتښتيدل او د بریدجنرال متقاعد نصیرالله بابر لخوا صدراعظم بوټو ته معرفی شول ، د بابر د یادداشتونو په حواله دوی ته په چیرات کی ترينینګ ورکول کیده او په افغانستان کی ئی د جمهوریت د ناکامه کولو دسیسی او کودتاګانی پلان کولی ، مکتبونه او نوری عام المنفعه مؤسسی ئی ورانولی ، کره او انکار نه منونکی اسناد او شواهد موجود دی چی په هغه وخت کی د همدغو کړیو ۱۱ کودتاوی او بغاوتونه کشف او ځپل شوی دی ، همدارنګه د پورتنیو کړیو په وسیله په لغمان ، ارګون ، پنحشیر ،پلخمری او ځینو نورو ځایو کی يو لړ کم دوامه پاڅونونه وشول چی ترشا ئی د پاکستان پوځ او استخباراتی شبکه آی اس آی وو ، پاکستانی واکمنان که مارشل لائی وو ، که انتخابی ټولو ئی له افغانستان سره د لنډپارۍ ، مداخلو او دښمنۍ سیاست په مخ بیولی دی او هر حکومت ئی هڅه کړی چی له خپلو ټولو امکاناتو او فريب کاریو څخه په ګټه اخیستلو د افغانستان د اقتصادی کمزورۍ ، سیاسی او امنیتی ګډوډۍ لپاره له هيڅ ډول تلاش او توطئی څخه دریغ ونکړی ، پاکستان په دوامداره توګه تلاش کوی چی د “ ډيورند “د تحمیلی کرښی د دواړو غاړو افغانان په خپل سیاسی قلمرو کی مدغم کړی ، په افغانستان کی د اپریل ۱۹۷۸ له پاڅون ، خصوصاً د شوروی اتحاد د سرو لښکرو له یرغل وروسته د پاکستان دیکتاتور پوځ او استخباراتو ته داسی شرایط برابر شول چی په اوږد او ازاد لاس زموږ د هیواد په کورنیو چارو کی خپلو مداخلو ته ادامه ورکړی ، د هیواد په بیلابیلو برخو کی د دولت او انقلابی حاکمیت په ضد د پاکستان د پوځ او آی اس آی ، ایران او نورو هیوادو په مستقیمه مرسته او ملاتړ پاڅونونه وشول د سی آی ای دمشر ویلیم کیسی ، دعربستان د استخباراتو د رئیس ترکی الفیصل او د آی اس آی د رئیس تورنجنرال اختر عبدالرحمن په لارښوونه په اصطلاح د جهادی تنظیمونو ۷ ډلی او په ایران کی ۸ تنظیمونه جوړ چی د پاکستان او غرب او عربو لخوا ئی مالی ، نظامی او تعلیم او تربیی کلک او نه شلیدونکی ملاتړ کیده ، مارگریت تاچر ، بریژینسکی او چارلی ویلسن پاکستان ته په خپلو سفرو کی د جهاد د پروژی هر ډول ملاتړ ته آمادگی وښوده ، له ۱۹۸۲ تر ۱۹۸۸ پوری د دیگو کوردوویز او بینن سیوان د اوربند او سولی د احیا هڅو مثبتی پایلی نه لرلی يواځی د ژنیو توافقات رامنځ ته شول چی یوه مهمه ماده ئی د خارجی پوځونو اخراج او بله ئی منفی تناظر ( نیگټیو سیمیتری ) ول ، منفی تناظر په دی مانا چی په جګړه کی ښکیلو غاړو ته به وسلی او مهمات نه ورکول کیږی ، خو برعکس تنظیمی ډلو ته د سټينگر میزایل په شمول ډیری درنی وسلی او مهمات ورکړل شول ، د ژنیو د قراداد له مخی شوروی قطعات له افغانستان څخه په ۱۵ فبروری ۱۹۸۹ م کال ووتل ولی پاکستانی پوځ او استخباراتو په بیړه د راولپنډۍ په حاجی کمپ کی د تنظیمی ډلو مؤقت حکومت تشکیل او پلان ئی دا وو چی په جلال اباد کی ئی مستقر کړی ، د دغه پلان له مخی په افغانستان کی مسلط حکومت په ۷۲ ساعتو کی له سقوط سره مخامخ شی او د دغه دوکتورین لپاره ئی کمباین پوځ چی د گلوبل جهاد ترهگر ، پاکستانی ملیشی او پوځ د بهرنیو هیوادو استخباراتی کړۍ پکی ګډون درلود ، تشکیل کړ ، د پاکستان د حکومت د فوق العاده جلسی له مخی چی د امریکا سفیر رابرت اوکلی هم پکی ګډون درلود فیصله وکړه چی د مارچ په ۶ مه نیټه ، ۱۹۸۹ په جلال اباد وسله وال برید وکړی ، دغه برید چی زیات تلفات ئی درلودل د افغانستان د زړه ور وسله وال پوځ او د ننګرهار د هیوادپالونکو ښاریانو لخوا په اتلولی سره دشمن ته په ډیرو تلفاتو اړولو پای ته ورسید او مؤقت حکومت ئی بیرته د راولپنډۍ حاجی کمپ ته ور ولیږه ،
وروسته له پورتنیو خونړیو پېښو ، د اپریل په ۱۹۹۲ کال په پيښور ګورنر هاوس کی د تنظیمی ډلو د ۲ او ۴ میاشتو مؤقت حکومتونه جوړ او کابل ته ئی مشایعت او د پاکستانی استبلشمنټ لخوا په تخت کښیناستل ، کورنۍ جګړی ، پاټک سالاری او بیا د طالبی ملیشو د کیبل شاهی پروژه پیل شوه ، دا هغه دوکتورین او ستراتیژی ده چی د پاکستان د پوځی استبلشمنټ او استخباراتو له خوا طرح او تر دا اوس مهاله د ستراتیژیک عمق د تطبیق او غزولو لپاره کار کوی ، د پاکستان د مثلث ( پوځ ، استخبارات ، مدرسی ) تنظیمی ډلو ته د افغانستان د اردو د ړنګولو ، وسلو ، طیارو او مهماتو د کباړ کولو همدا ډول د ملی شتمنیو د لوټلو ، چور او چپاول لارښوونه کوله ، په اکتوبر ، ۲۰۰۱ کی کوم وخت چی د امریکا په مشرۍ نړیوال ائتلاف په افغانستان یرغل وکړ او د طالبانو واکمنۍ نسکوره شوه ، د بن د توافقاتو له مخی امریکا يو ځل بیا په جګړه مارو تکیه وکړه او په ۲۰۰۳ م کال ئی په عراق حمله پیل او هغه هیواد ئی اشغال کړ ، پاکستان پوځی استبلشمنټ په مهارت د تروریزم په ضد جګړه کی هم د ناتو مهم متحد وګڼل شو او هم ئی له امریکا او نورو هیوادو څخه ۳۳ میلیارده ډالره کومکونه تر لاسه کړل ، امریکا ته په قناعت ورکولو ئی خپل وسله وال ځواکونه په قبائیلی پټاره کی هم ځای په کړل او په افغانستان کی ئی د خپل ستراتیژیک ډيفت او نورو امتیازاتو لپاره خپلی طالب مليشی بیرته په ۲۰۰۷ کال کی منظمی کړی او زموږ په هیواد کی ئی کمافی السابق مداخلو ته ادامه ورکړه او پراکسی يا نیابتی جګړی شدت ونیو تر څو په ۲۰۲۱ م کال د اگست په ۱۵ نيټه ئی بیرته طالبان په افغانستان حاکم کړل ، هغه اهداف چی پاکستان ئی په افغانستان کی لاس ته راوړل غواړی :
۱ => د پاکستان حکومتونه د ستراتیژیک عمق د تطبیق او مخ ته بیولو په هڅه کی دی ،
۲ => د افغانستان په جیوستراتیژیک موقعیت کی چی د منځنۍ اسیا کلی بلل کیږی امتیازات د دوی په لاس کی وی او له دغه کوریدور څخه استفاده وکړی ،
۳ => په افغانستان کی ضعيفه او یا لاسپوڅی حکومت غواړی ، ملی او ځواکمن حکومت په خپله ګټه نه بولی ،
۴ => د افغانستان د کونړ او کابل د سیندونو په سر جنجال د دوی په ګټه تصفیه کول غواړی ،
۵ => په افغانستان کی بايد کړکيچ او لانجه موجوده وی ترڅو له داسی بحرانی شرایطو څخه دوی د خپلو ګټو لپاره کار واخلی ،
۶ => د “ ډیورند “ تحمیلی کرښه د پاکستان په ګټه حل او د افغانستان د حاکمانو لخوا تائید شی ،
۷ => په افغانستان غیرلیکلی قیمومیت ولری ، او داسی نور ،

=> محترمو لوستونکو د پورتنی پریزینتیشن د لیکلو لپاره د مولانا آزاد کتاب « هند آزادی واخیسته » ، د پاچاخان آثار ، د ام جی اکبر د Tinderbox کتاب او زما د دیپلوماتیک ژوند خاطرات لوستل شوی ،
=> د ځینو عاجلو بوختیاوو له امله کیدای شی ځنی مطالب دوه ځایه لیکل شوی وی چی ستاسو پاملرنه ورته را اړوم ،
درنښت امیرګران .

*********************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.