آیا د پاکستان پوځی جنرالانو او استخباراتو له تاریخ څخه د عبرت درس زده کړی؟

لیکنه: امیر ګران

383

نـېـټـه : 2023-05-17
پاکستان د خان لیاقت علی خان صدراعظم له مرگه وروسته په مستقیم او غیرمستقیم ډول د پوځی دیکتاتورانو لخوا تر کنټرول لاندی دی ، حتی محمدعلی جناح په ۱۹۴۸ م کی لیاقت علی خان صدراعظم ته د جنرال محمدایوب خان په هکله ویلی ول چی (نوموړی جنرال د نظامی مسؤلیت په پرتله له سیاسی مسایلو سره ډیر بوخت ده)، لیاقت علی خان د پاکستان لومړني صدراعظم د اکتوبر د میاشتی په ۱۶ مه نېټه ۱۹۵۱ م کال په یوه جلسه د راولپنډۍ په کمپنی باغ کی د سیداکبر خان افغان لخوا د وینا کولو پرمهال ووژل شو، د راولپنډۍ دا سیمه د انګریزی ښکیلاک پرمهال د شرقی هند کمپنۍ په نوم مسمی وه وروسته د لیاقت باغ په نوم ونومول شوه، دا له یاده ونه باسو چی د لیاقت علی خان صدراعظم د حکومت په ضد په ۱۹۵۱ م کی د برید جنرال اکبرخان لخوا د کودتا ناکامه هــڅه وشوه چی په پاکستان کی لومړنۍ کودتا او د راولپنډۍ د دسیسی (Rawalpindi Conspiracy ) په نوم د پاکستان په لنډ تاریخ کی ثبت ده، په ۵۰ مه میلادی لسیزه کی د بریدجنرال سکندر میرزا او جنرال ایوب خان چی د ځمکنیو پوځونو کمانډر اِن چیف وو په دولتی اډانه کی ئی د وسله والو ځواکونو د قدرت نیولو دوکتورین ته کار کاوه له دی امله دسخت بیمار گورنرجنرال ملک غلام محمد لخوا  د دفاع وزیر هم وټاکل شو ، ملک غلام محمد چی یو بیروکرات او فلج وهلی شخص وو ، د جنرال ایوب خان په مرسته ئی د پاکستان صدراعظم خواجه ناظم الدین له وظیفی څخه برطرفه کړ او په ۱۹۵۳م کی ئی د هغه په ځای په امریکا کی د پاکستان سفیر محمدعلی بوگره صدراعظم وټاکه او دستورساز اسمبلی چی کار ئی بشپړ شوی وو هم ړنګه کړه ، گورنرجنرال ډیر ضعیفه او خبری به ئی د امریکائی سکرتر په وسیله ترجمه او تفهیم کیدلی په دغه وخت یانی ۱۹۵۴ م کی د دستورساز اسمبلی لخوا د پاکستان د آئین مسوده تیاره وه ، مولوی تمیزالدین چی د دستورساز اسمبلی رئیس وو د گورنرجنرال اقدامات غیرقانونی وبلل او د بیرته برحاله کولو لپاره ئی د سیند ایالت عالی محکمی ته مراجعه وکړه، ایالتی محکمی د دستورساز اسمبلی بیرته برحاله کیدو امر وکړ ، خو ملک غلام محمد د امر منلو څخه ډډه وکړه او ستری محکمی ته عارض شو ، د ستری محکمی رئیس جستس محمدمنیر او دری نورو قاضیانو  د یو مخالف په مقابل کی د ایالتی محکمی فیصله رد کړه او دا ئی د ضرورت دوکتورین (Doctrine of Necessity) تعریف کړل په دغه وخت کی پاکستان د برتانوی استعمار د وخت د ۱۹۳۵ کال د اکت Act یا مقرراتو له مخی اداره کیده ، د سیند د ایالتی محکمی د فیصلی د تائید کوونکی او د ستری محکمی د څلورو قاضیانو د نظر مخالف قاضی یا جستس ایلوین رابرت کارنیلئیس ( Justice Alvin Robert Cornelius ) یو عیسوی پاکستانی وو هغه استدلال وکړ چی پاکستان اوس یو ازاد او خپل اختیاره هیواد ده او نه باید د کلونیالیزم یا ښکیلاک د وخت د غلامۍ د مقرراتو په چوکات کی چاری تنظیم کړی، قاضی ایلوین رابرت د قانو نی چارو پروفیسور او وروسته له ۱۹۶۰ تر ۱۹۶۸ م کال د پاکستان د ستری محکمی څلورم رئیس هم وو ، په ۱۹۵۵ کی د گورنرجنرال روغتیائی حالت مخ په خرابیدو وو او جبراً په زور او فشار د جنرال ایوب خان او برید جنرال سکندر میرزا لخوا د درملنی په بهانه خارج ته ولیږل شو ، په دغه مهال پوځی استبلشمنټ چی د لیاقت علی خان له قتل څخه وروسته ئی د اقتدار نیولو دسیسی او هـڅی کولی ، سکندر میرزا ئی د گورنرجنرال لومړی مقام ته ورساوه، او د هیواد حکومتی چاری عملاً د پوځی دیکتاتورانو لاس ته ورغلی، سکندرمیرزا چی د بنگال یو بیروکرات وو ، لوی درستیز جنرال ایوب خان هم په اقتدار کی ورگډ کړ ، د سکندر میرزا په هکله په تاریخی ریکارډ کی راغلی چی میرزا د برتانوی ښکیلاکګرو د وفاداره ایجنټ میرجعفر کړوسی ده ، میرجعفر هغه څوک وو چی د بنگال د اشغال لپاره ئی د نواب سراج الدوله په ضد انګریزانو ته جاسوسی کوله ، گورنرجنرال سکندر میرزا په دریو کلونو کی یانی له ۱۹۵۵ تر ۱۹۵۸ پوری پنځــه صدراعظمان برطرفه کړل او د صدراعظمی له مقام سره ئی په ټوکو برخورد کاوه ، د هند صدراعظم جواهر لال نهرو د گورنر جنرال د اقداماتو په اړه ویلی “ میں اتنی دھوتیاں نہیں بدلتا جتنی تیزی سے پاکستان میں وزیراعظم بدلتے ہـیں “ یانی ، دومره ژر زه د کالی او لُنګ نه بدلوم لکه څومره ژر چی په پاکستان کی صدراعظم بدلیږی، د گورنر جنرال سکندر میرزا د اقتدار په وخت کی د پاکستان لومړنی ائین جوړ شو چی د هغه له مخی سکندر میرزا لومړني جمهور رئیس شو او په پاکستان کی د استعمار د وخت د ۱۹۳۵ ایکټ یا قانون پای وموند.

سکندر میرزا او ایوب خان دواړه د نوی قانون په انفاذ سره اندیښنه درلوده ، سکندر میرزا باید د نوی قانون له مخی د پارلمان د منتخبو استازو څخه د اعتماد رایه اخیستی وای چی نوموړی باور نه درلود او جنرال ایوب خان تقاعد ته سوق کیده دغی اندیښنی ته په کتو همدا دلیل وو چی د سکندر میرزا لخوا د اکتوبر د میاشتی په ۷ مه نېټه ۱۹۵۸ م کال په پاکستان کی د لومړی ځل لپاره مارشل لاء ( Martial Law ) یا نظامی قانون اعلان او هم ئی جنرال محمدایوب خان د نظامی قانون قوماندان او اداره کوونکی مقرر کړ ، ایوب خان ته څرګنده وه چی سکندر میرزا بی صلاحیته او متقاعد جنرال ده او د نظامی قانون ټول واک له قوماندان سره ده له دی امله ئی جمهور رئیس سکندر میرزا له قدرت څخه لیری کړ او خارج ته ئی ولیږو ، هغه وروسته په ۱۹۶۹ کی په لندن کی مړ او مړی ئی د پاکستان په ځای تهران ته انتقال کړ ، سکندر میرزا د برتانیا ملکی ته ډیر وفادار او د عمر تر پایه د بکنگهم ماڼۍ Buckingham Palace لخوا معاش ورکول کیده،
د crossed swords (تېری شوی تورې) د کتاب مؤلف شجاع نواز لیکلی (سکندر میرزا د لیاقت علی خان صدراعظم، دفاعی سکرتری وو کوم وخت چی د برتانوی لوی درستیز وظیفه پای ته ورسیده ، سکندر میرزا جنرال ایوب خان صدراعظم ته معرفی کړ چی لوی درستیز شی، خو ایوب خان د قدرت نیولو په نېشه کی هغه احسان له پامه غورځولی وو) ، جنرال ایوب خان د مارشل لائی رژیم د استحکام لپاره د مسلم لیګ او نورو ګوندونو ، سیاسی او پارلمانی شخصیتونو د ځپـلو او ټکولو له پاره د (EBDO او PRODA) یانی د منتخبو سیاسی شخصیتونو او ادارو د بی صلاحیته کولو او غیرقانونی ګرزولو اکټ یا لایحه نافذ کړه چی له امله ئی د حسین شهید سهروردی او ملک فیروزالدین نون چی دواړه د سکندر میرزا د حاکمیت صدراعظمان ول په ګډون 7000 ګوندی او نور مدنی کادرونه او فعالین د 7 , 7 کلونو د مودی لپاره د زندان په تورو کوټو کی واچول همدا ډول جنرال ایوب خان د انتخاباتو او خلکو ته د رائی ورکولو د حق مخالف وو، نوموړی به ویل چی (The people are not mature enough to exercise the right to vote ) یانی خلک دومره بالغ نه دی چی د رائی ورکولو حق وکاروی.
په ملکی او سیاسی چارو کی د پوځ او استخباراتو مداخلی دوام لری ، د فیلډ مارشال ایوب په مشرۍ پوځی استبلشمنټ سیاسی ګوندونو او مدنی فعالانو ته د فعالیت اجازه نه ورکوله او هغه ئی منحل اعلان کړی ول بالاخره د مظاهرو او ګډوډیو په پایله کی ایوب خان له قدرت څخه لاس واخیست او په ځای ئی جنرال یحیی خان په مارچ 1969  کی قدرت ته ورسید ، یحیی خان هم لوی درستیز ، هم ماشل لاء لوی ناظم او هم جمهور رئیس وو ، هغه کړکیچنو حالاتو او د خلکو عظیم مارش ته په کتو ډیر ژر سیاسی ګوندونه او مدنی فعالیتونه برحاله ، د ایوب د دیکتاتوری حاکمیت د وخت قانون ملغی اعلان کړ او هم ئی په دسیمبر 1970 کی د عامو انتخاباتو اعلان وکړ ، انتخابات په ( شرقی پاکستان ) کی د شیخ مجیب الرحمن په مشرۍ عوامی لیګ ګوند وګټل ، په غربی پاکستان کی د ذوالفقار علی بوټو په مشرۍ پیپلز ګوند په مخکی او په پښتونخوا او بلوچستان کی د ولیخان په مشرۍ ، نیپ یا نیشنل عوامی ګوند او د مولانا مفتی محمود په مشرۍ جمعیت علمای اسلام وګټل ، د سیاسیونو او د پوځی دیکتاتورانو لکه یحیی خان ، د بنګال قصاب جنرال ټیکاخان او داسی نورو د بی شرمانه لاس وهنو په نتجه کی د ازادو انتخاباتو نتایج ونه منل شول ، مجیب د خپل ګوند د 6 ماده ایز مانیفیستو د تطبیق لپاره بنګالیانو ته د ازادی لپاره د جنګیدو اعلان وکړ چی له جګړو ،  انسانی تلفاتو وروسته د ( شرقی پاکستان ) شګلنه ستنه ئی ړنګه او د مولانا ازاد د وړاندوینی سره سم  ( اپریل ، 1946 ) د پاکستان مصنوعی جوړښت وپاشل شو او بنګله دیش د یوه مستقل هیواد په حیث رامنځ ته شو ، پاکستانی پوځ شرموونکی ماتی وخوړه.
وروسته په غربی پاکستان کی د بوټو په مشرۍ حکومت جوړ او  مهم اقدامات ئی د 90 زره بندیانو را خوشی کول او هم ئی فیصله وکړه څرنګه چی امریکا په 1971 جګړه کی له پاکستان سره کومک ونه کړ له دی کبله پاکستان د سیاتو او سینتو له پکتونو سره عضویت ته خاتمه ورکوی، بوټو د اتومی پروګرام د پیل کولو اعلان په دغه جمله وکړ ( ہم گھاس کاینگے لیکیں ایٹم بمب بنائنگے )
جنرال ضاءالحق ئی د ځمکنیو پوځونو لوی درستیز مقرر کړ ، دیکتاتور ضیاء له هغو ګړکیچنو حالاتو او له تشدد سره یوځای مظاهرو څخه چی په 1977 کال کی د انتخاباتو د نتایجو د نه منلو په سر د پیپلزګوند او د PNA یا پاکستان نیشنل ائتلاف ترمنځ ایجاد شوی وو د پوځی مداخلی لپاره مساعد فرصت ولید او مارشل لاء یا نظامی حالات ئی اعلان کړل ، بوټو ئی ونیو او بالاخره اعدام ئی کړ ، د PNA پلان دا وو چی په پاکستان کی نظام مصطفی مسلط کړی  ولی برعکس د جنرال ضیاء تر مشرۍ لاندی پوځی استبلشمنټ حاکم شو ، د یادولو ده هغه مهال چی په دسیمبر ، 1979 کی د شوروی اتحاد سرو لشکرو په افغانستان یرغل وکړ  د جنرال محمد ضیاءالحق په مشرۍ پوځی حکومت په افغانستان کی د نړیوالی جهادی پروژی په عملی کولو کی ډیری اقتصادی ، نظامی او تجارتی ګټی وکړی ، او د زرو ټپونو په واردولو د مرګ ستراتیژۍ.
کابل باید وسوځی ، اوبه په معینه درجه جوش کړی شی او … دوکتورین ئی تطبیق کړل ، ضیاءالحق د اگست د میاشتی په ۱۷ نېټه ۱۹۸۸ کال په C-130 ترانسپورتی طیاره کی د امریکا د سفارت له سفیر او نظامی آتـشــی او هم د پاکستان د پوځ د ۳۰ په شاوخوا کی لوړ رتبه افسرانو سره د طیاری د انفجار له امله په پنجاب بهاولپور کی مړ شو ، نوموړی بهاولپور ته د امریکائی ابرام ټانکونو د معاینی او تطبیقاتو د کتلو لپاره تللی وو ، وروسته له دغی حادثی په پاکستان کی دوه ځله د بی نظیر بوټو په مشرۍ د پـیپلز ګوند او دری ځله د نوازشریف په مشرۍ د مسلم لیگ ګوند ، ایالتی ، فدرالی انتخابی حکومتونه او منتخب پارلمانونه  د نظامی دیکتورانو د دسیسو په نتیجه کی په بی رحمانه او غیرقانونی توګه منحل او په هیواد کی ئی د دریو میاشتو لپاره د خپلی خوشی د آریستوکراتانو او بیروکراسۍ  حکومتونه مسلط کړی ،
د پاکستان اوسنی وضع په ډراماتیکه توګه د تغیر په حالت کی ده دا کړکیچن حالت چی ټول پاکستان ته ئی ټانکونو ورکړی ولی رامنځ ته شو؟
د پاکستان تحریک انصاف ګوند او هغه مهال د حکومت مشر ، عمران خان د فبروری دمیاشتی په دریمه لسیزه کی ماسکو ته رسمی سفر وکړ او له روسیی فدراسیون سره ئی په ارزانه بیه د تیلو ، گاز او غلی اخیستلو قرادادونه وکړل ، عمران خان په مطبوعاتی کنفرانس کی په 24 فبروری ، 2022 م کال په اوکراین د روس وسله وال یرغل ته هیڅ اشاره ونه کړه ، چی امریکا او نورو اروپائی هیوادو د دا ډول دریځ  سره مخالفت وکړ او په پاکستان کی ئی د پوځ د لوی درستیز جنرال جاوید قمر باجوه او استخباراتی شبکی آی اِس آی په مرسته په پارلمان کی د عدم اعتماد د رایو کارولو په وسیله د تحریک انصاف د ګوند حکومت پای ته ورساوه او د ستری محکمی د حکم له مخی په دریو میاشتو کی عمومی انتخابات وشی ، څرنګه چی د پنجاب او پښتونخوا په منـځـمـهاله ټاکنو کی د تحریک انصاف ګوند د رایو په غوڅ اکثریت کامیاب وو له دی امله نظامیان ، استخبارات او د شهباز شریف په مشرۍ موجوده ائتلافی حکومت ټاکنی ځـڼـډوی ، د پوځی دیکتاتورانو په خوشه د حکومت لخوا په عمران خان 100+ ( ســل پلـس ) دعوا یا کیس شوی چی نوموړی رد کړی دی مهم کیسونه چی عمران خان په 9 د مـئی May په اسلام آباد عالی محکمه کی ورسره مخامخ وو.
۱ = په القادر ټرست کی د 240$ میلیونه ډالرو د فساد کیس.
۲ = تـوشــه خانه کیس ( هغه سوغاتونه او تحفی چی عمران خان ته ورکړی شوی او مخالفین ئی دعوا لری چی خرڅ شوی لکه ساعت، ډیکوریشن سامان ، ….
۳ = د سـیتا وایټ او عمران خان د لور تیریان کیس
او داسی نوری دعواوی ، په ۹ د مـئی ۲۰۲۳ د پاکستان د احتساب د اداری یا NAB په امر د نیمه پوځی ملیشو یا رینجرز لخوا عمران خان د محکمی دننه په محوطه کی په زور او ټیله کولو ونیول شو چی ستری محکمی دا عمل غیرقانونی وباله او د ژر خوشی کولو امر ئی ورکړ د اسلام آباد عالی محکمی هم د دوو هفتو په ضمانت خوشی کړ د تحریک انصاف غړو او پلویانو د قهرجنو مظاهرو او آخ و ډب په عملی کولو په ټول پاکستان خصوصاً په پنجاب او پښتونخوا کی په نظامی او دولتی تاسیساتو ، په راولپنډۍ کی د ستردرستیز ( GHQ ) په قرارګاه ، په لاهور کی د څلورم لمبر قول اردو د قوماندان په کور چی پخوا د جناح هاوس وو حملی ، په پیښور کی رادیو پاکستان عمارت ته اور اچول ، خیابانونه او سړکونه بندول او داسی نوری پېښی رامنځ ته شوی په لاهور کی د جناح هاوس موبل فرنیچر مات کړی او یخچالونه ئی خالی کړی …د حکومت او پوځ لخوا دا پــېـښه توره ورځ ونومول شوه ولی عمران خان او د تحریک انصاف د ګوند غړی دا ردوی او وائی چی دا د پوځی استبلشمنټ او استخباراتو پلان وو ، او هم په پوځی او دولتی تاسیساتو هم هغه چا حملی کړی چی استخباراتو مؤظف کړی ول او دلیل ئی دا ده چی انتخابات ونه شی او تحریک انصاف وټکول شی چی بیا د پوځ په ضد وینا ونه کوی د یادولو وړ ده چی د پوځ په ضد د شعارونو ورکولو او توهین کولو کریدیت د پ ټ آم یا پښتون ژغورنی مدنی خوځښت ته ورکول کیږی.
د پوځ لخوا لوبه دوام لری ، رسنۍ رپوټونه ورکوی چی د ۴۰ کسانو په شاوخوا مړه او سلګونه زخمیان دی ، عمران خان وائی د ۷۰۰۰ کسانو په شاوخوا نیول شوی او د پوځ د قول اردوگانو د قوماندانانو د خصوصی او فوقالعاده کنفرانس او پاکستان د ملی امنیت د شورا د فیصلو له مخی به متهم کسان د تروریستی ضد ، نظامی محکمو او د برتانوی استعمار د افیشل سکریټ اکټ په محکمو کی تر تحقیق لاندی نیول کیږی وگورو چی د پاکستان امنیتی ، سیاسی ، اقتصادی او قضائی بحران د کوم سمت په لور انکشاف کوی ، زما په باور که د پاکستان روان بحران دوام پیدا کړی ، دا وضعیت نظامی حکومت یا مارشل لاء ته لاره هوارولی شی ، د دغه هیواد د اتومی وسلو شاتلو ته خطر را منځ ته کولای شی ، افغانستان هم د پاکستان له ژورو بحرانو څخه متضرر کیدای شی ، د مقالی په پای کی نتیجه دا شوه چی پاکستانی جنرالانو او استخباراتی کړیو له تاریخ څخه د عبرت درس نه دی اخیستی ، پاکستان ئی په ۱۹۷۱ کی هم تجزیه او په را وروسته کلونو کی ئی بیا هم له ورته بحران سره مخامخ کړی ، د اردو افسران ، د کورنۍ غړی په پاکستان کی په زراعت ، صنعت ، تجارت تعلیمی او پوهنتونی مؤسساتو ، سفارتونو  او نورو دولتی تاسیساتو کی امتیازات لری ، په ۸۰ میلادی لسیزه کی د پاکستان مسلم ګوند رهبر پیر پگاړا ویلی ول چی “ پاکستان کا فوج نہیں بلکہ فوج کا پاکستان ہیں “ یانی پاکستان د پوځیانو ده هر څه د دوی په اختیار کی دی د پخوانی لوی درستیزانو جنرال پرویز کیانی او جنرال مشرف په هکله رسنیو راپور ورکړی چی په استرالیا او خلیجی هیوادو کی جزیری لری په داسی حال کی چی د پاکستان اکثریت خلک په سختو اقتصادی ستونزو کی راگیر دی ، دلته د امریکائی پروفیسور جیورج سنتایانا دغی جملی ته اشاره کوو چی وائی “ Those who cannot remember history are doomed to repeat it” هر څوک چی تاریخ له پامه غورځوی بی له شکه به پری راگرزی ، ولیدل شی چی دا ژور کړکیچونه به څه ډول انکشاف کوی او کوم سمت ته به لاره پیدا کوی.

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.