د ایــران او عربستان د دیپلوماتیکو اړیکو د بیارغونی تړون

لـیـکـنه : امیر ګران

465

د ایــران او عربستان د دیپلوماتیکو اړیکو د بیارغونی تړون او
پــه ســیـمـه کی بـدلـیدونکی لــوبه یا « ګــــیـم چـیـنجر »

د روان عیسوی کال د مارچ د میاشتی 13 مه نېټه

لـیـکـنه : امیر ګران

د ډله ایزو رسـنـیو د رپوټونو له مخی د دوو متخاصمو هیوادو ایران او سعودی عربستان ترمنځ د چین په منځګړیتوب موافقه شوی چی خپلمنځی دیپلوماتیک روابط بیا پیل کړی ، ویل شوی چی د دواړو هیوادو خارجه وزیران به ډیر ژر سره ملاقات او په تهران او ریاض کی به په دوه میاشتی کی سفارتونه پرانیستل شی ، د اړیکو د بیا رغاوی هوکړه لیک په پیکینګ کی د ایران د ملی امنیت د عالی شورا د منشی علی شمخانی ، د عربستان د ملی امنیت سلاکار مساعد بن محمدالعیبان او د چین د بهرنیو چارو د مرکزی کمیسیون د دفتر مشر وانګ ئی ، لخوا د دریو هیوادو په استازیتوب امضاء شو ، علی شمخانی د ایران ملی امنیت عالی شورا ته نږدی ویـب پاڼی نور نیوز ته ویلی : « د تهران او ریاض په اړیکو کی به د ناسم پوهاوی د حل او په راتلونکی کی د سیمی ، د فارس د خلیج او اسلامی نړۍ د هیوادونو ترمنځ همکاری زیاته او د شـــتـه نـنګـونو مدیریت به وشی » ایران او عربستان د دواړو هیوادونو د اختلافونو او ننګونو د هواری په برخه کی د عراق له هـڅو او د پنځو پړاونو ډیالوګ له کوربه توب څخه هم مـنـنـه کوی ، دلته باید څرګنده شی چی امریکا او عمان هم په دغه تړاو هلی ځلی کړی چی کومه مثبته پایله ئی نه لرله ، د سیاسی چارو ځینی شنونکی په دی نظر دی چی د چین د خاموشی دیپلوماسۍ په نتیجه کی ایران او عربستان سره نږدی او د ديپلوماتیکو اړیکو د بیا رغونی هوکړه لیک ئی لاسلیک کړ او دا تړون ئی یو تاریخی ديپلوماتیک پرمختګ بللی ، چی په سیمه ایزه او نړیواله کــچه به اوږدمهاله پایلی ولری ، له یوه اړخه به چین په اقتصادی ډګر کی د امریکا مقابلی ته نوره هم پراختیا ورکړی او له بلی خوا به د نړیوالو او دیپلوماتیکو اړیکو په مدیریت کولو کی پرمختګ وکړی همدا ډول د دواړو هیوادو د همکارۍ او دیپلوماتیکو اړیکو د احیا په اړه د چین د ولسمشر شی جین پینګ د پام وړ نوښت ستاینه شوی ، نوموړی د تیرکال په دسیمبر میاشت کی ریاض ته رسمی سفر وکړ او ورپسی د 2023 کال د فبروری په میاشت کی د ایران جمهور رئیس ښاغلی ابراهیم رئیسی چین ته سفر درلود ، دچین مشرتابه دواړه هیوادونه د سولی او روابطو ټینګولو ته وهڅول ، د یادولو ده چی د عربستان او ایران ترمنځ دیپلوماتیک مناسبات اوه کاله وړاندی په 2016 کال کی هغه مهال کړکیچن او قطع شول چی په ایران کی یو شمیر پاریدلو محصلینو د عربستان په سفارت حمله وکړه او په مشهد کی ئی کونسلګرۍ وسوځوله ، محصلینو په عربستان کی د باقر په نوم د یو تن روحانی شیعه مشر د اعدام کولو په تړاو دا کار کړی وو ، څرګنده ده چی سعودی په یمن کی له دولت او ایران د انصارالله یا د حوثی یاغی ډلی چی د یمن په ځینو برخو کنټرول هم لری مالی او وسله وال ملاتړ کوی ،
ولی په چین کی د منځني ختيـځ د دواړو سیمه ایزو قدرتونو موافقتنامه د اهمیت وړ ده ؟
د دواړو هیوادو د ديپلوماتیکو اړیکو احیا به په نورو برخو کی هم پرمختګ ولری ، په منځنی شرق او فارس خلیج کی د سولی او ثبات له بهیر سره مرسته وکړی ، په ورته وخت کی ویل کیږی چی دا هوکړه لیک د چین د سوله ایزی دیپلوماسۍ بری ګڼل کیږی او دا په ګـوتـه کوی چی د چین په وسیله د نړیوال امنیت نوښت د تائید وړ او هم د مـنـځـنـی ختیځ د هیوادو له عملی غبرګون څخه برخمن ده ، همدارنګه د دواړو هیوادو خبری اتری او موافقتنامه به د « نړیوال امنیت د ابتکار » د چټک تطبیق د اجرااتو وسیله وګرزی ، همداسی د فارس خلیج د « نړیوال بحران ډلی » د یوه لوړکچی کارپوه اناژاکوب په دی باور ده چی د ایران – عربستان د دیپلوماتیکو اړیکو اعاده د عراق ، عمان د څو کلونو د هڅو او د نړیوال قدرت په عنوان د چین د ملاتړ نتیجه ده ، په دغه هکله امریکائی ورځپاڼی « Wall Street Journal » لیکلی : ( د ایران – سعودی د خبرو اترو او دیپلوماتیکی هوکړی ته په رسیدو کی د چین اغیز ډیر مؤثر او د پیکینګ لپاره ئی ستراتیژیکی لاس ته راوړنی درلودی ولی د امریکا متحده ایالاتو ته ئی چی په میلیاردو ډالر ئی خپلو متحدانو د امنیتی ضمانتو لپاره مصرف کړی ول یوه سخته ضربه او ټکان ده ، اسوشـیـتید پریس هم دا موافقتنامه د چین د دیپلوماسۍ لپاره « ستر بری » یاد کړی ، په حقیقت کی د ځینو پیچلو عواملو لکه تاریخی ، جیوپولیټیکی ، مذهبی او دځینو غربی هیوادو د تخریبی سیاستونو او مداخلو په نتیجه کی د اوږدی مودی لپاره د ایران – عربستان اړیکی نامطلوبی او کړکیچنی وی او حتی په 2016 کال کی ئی دیپلوماتیکی اړیکی وشلیدی ، چی د سیاسی شنونکو په باور به اوسنۍ هوکړه لیک نه دا چی دواړو هیوادو ته بلکه د منځـنـی ختیځ په امنیتی او اقتصادی وضعیت مثبت تاثیر ولری په تیره بیا د یمن د جګړه ایز بحران د سوله ایز حل لپاره به مرستندوی واقع شی همدا رنګه د عراق او سورئی په وضعیت به د مثبتو پایلو په درلودلو بی اغیزه نه وی ، د سیمی او نړیوالو پـېـښو او فاکټ محوره حوادثو ته په کتو د منځنی ختیځ په تړاو د چین سیاست دا وو چی ( منځني ختیځ د دغه سیمی په خلکو پوری ارتباط لری او برخلیک به هم پخپله دوی ټاکی ) د چین د ځینو رسنیو د رپوټ په حواله ، چین د منځنی شرق د هیوادو د ستراتیژیکی خود مختارۍ ملاتړ کوی ، د سیمی ، امریکا او ایران د سیاسی شنونکو
د تحلیلونو له مخی د ایران – عربستان د تاریخی موافقتنامی اصلی وړونکی چین او عربستان دی همدا ډول چین د سیمی محوری لوبغاړی او دا توافق د نوموړی هیواد لپاره دیپلوماتیکه لاس ته راوړنه ده ، کیدای شی دا موافقتنامه په سیمه او نړیوالو اړیکو په سمت ورکولو او مدیریت کی د لوبی د بدلیدونکی یا Game Changer وسیله وګرزی ، له بلی زاوئی که تیرو لسیزو ته نظر واچوو او د ایران – عربستان اړیکی وڅیړو ، د دوی اختلافات ژوری سیاسی ، ائدیولوژیک جرړی لری او دا د سیمی په جیوپولیټیک پوری ارتباط پیدا کوی ، که د دوی په منځ کی سوله او توافق هم شوی دا به لنډمهاله وی ځکه ګټی ئی په سیمه کی په ښکاره ډول تضاد سره لری ، د یمن په جګړه ، د حوثی ملیشو په کنټرول ، د ارامکو او نور نفتی شرکتونو نه ویشتل کی به ګټور واقع شی ولی د هغو پراکسی او ډلو له ملاتړ چی د اسرائیلو ضد فعالیتونه کوی او هم د فارس په خلیج کی له مداخلته به لاس وانخلی ،
چین به په سیمه کی خپل قدرت او حضور پراخ کړی او خپلو هژمونی اهدافو ته به پراختیا ورکړی ځکه چین د سیمی انرژۍ او بازارونو ته اړتیا لری تر څو د امریکا په بازارونو خپله اتکا کمه کړی ، امریکا مېښت ایرانی سیاسی کارپوهان په دی باور دی چی ایران د داخلی ستونزو ، مظاهرو او برجام له امله له انزوا سره مخامخ وو او مجبوره وو چی د چین نوښت ومنی ، بل دا چی چین له ایران څخه تیل اخلی له ځکه ئی د هغوی هلو ځلو ته مثبت ځواب ووایه ، په پای کی که تیرو لسیزو ته پام راواړوو ایران – عربستان دواړه د 1940,50,60 او 70 لسیزو په اوږدو کی نږدی متحدان ول ، دواړه هیوادونه د امریکا لخوا ملاتړ کیدل ، دواړه د سوسیالزم مخالف ول ،دواړو هیوادو د امریکا او انګریز په مرسته د نفتی زیرمو څخه د ثروت ټولولو پوره ګــټـه واخیسته او دا د ایران د هغه وخت رژیم وو چی په سیمه کی ئی د امریکا د ژاندارم حیثیت درلود او اول درجه وسلی او مهمات به ئی ورکول ، په داسی حال کی چی عربستان ئی په دویمه کته ګورۍ کی نیولی وو ،
د امریکا رسمی مقاماتو د هوکړه لیک هرکلی کړی ولی ، سیاسی کارپوهان ، تینک ټانک Think Tank او د کاپیټول Capitol یا پارلمان غړی دا د امریکا او اسرائیلو په ګټه نه بولی .

*****************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.