د مارچ اتــمـه (8) د ښـځـو نړیواله ورځ او په افغانستان کی

لـیکـنه : امیرګران 

787

د مارچ اتمه (8) د ښـځـو نړیواله ورځ او په افغانستان کی
د ښــځـو د عمـومـی وضـعـیت ارزونــه 

لـیکـنه : امیر ګران 
د 2023م کال د مارچ 8مه

په پیل کی د ښځو د نړیوالی ورځی په مناسبت د افغانستان جګړی ځپلو او مظلومو ښځو او هم د نړۍ دښځو ستر مقام ته د درناوی وړاندی کولو ترڅنګ ، مبارکي وایم ،
په افغانستان کی د ښځو د انسانی او حقوقی وضعیت د ارزونی په تړاو د جمهوری نظام د اساسی قانون په ۲۲ مه ماده کی لیکل شوی ، د افغانستان د ښاریانو ( اتباعو ) ترمنځ هر راز تبعیض او امتیاز منع دی ، او هم د هیواد ټول وګړی ښـځېـنه او نارینه د قانون په وړاندی مساوی حقوق او وجایب لری ، بل ځای د اساسی قانون ۷ مه ماده صراحت لری چی ، د افغانستان دولت د ملګرو ملتونو د منشور ، د نړیوالو اړیکو او بین الدول معاهدو ، میثاقونو او د بشری حقونو د نړیوالی اعلامیـی په رعایت کولو مکلف دی ،
همدا رنګه د بشر د حقونو د نړیوالی اعلامیی لومړۍ ماده وائی ( ټول انسانان « ښځېنه او نارینه »نړۍ ته ازاد راغلی او د حقونو او حیثیت له پلوه یو د بله سره مساوی دی ، ټول د عقل او وجدان لرونکی دی او یو د بل سره د انسانیت او متقابل درناوی په روحیه چـلـند وکړی ) ولی نړیوالو میثاقونو ، دبشری حقونو نړیوالی اعلامیی او د افغانستان اساسی قانون ته په کــتـو د طالبانو په انحصاری او تیوکراسۍ اداره او هم د جهادی ډلو په انارشي او چوروچپاول کی د خلکو په تیره بیا د ښــځـېنه وو انسانی حقونه په ډیر ظالمانه او وحشی توګه تر پـښـو لاندی شوی او له ښځو سره د زورزیاتی ، وهلو ټکولو ، سوځولو ، له تعلیم ،لوړو زده کړو او کار کولو څخه د محرومولو چلند ته ادامه ورکول کیږی ، ښـځي په سیستماتیک ډول له ټولنیز ژوند څخه محرومی ساتل کیږی ، او هم د پیړیو په اوږدو کی ښځی د نرواکۍ ( Patriarchy ) په لومو او ناوړه دودونو کی بندیوانی او هم قبیلوی او د منځنیو پیړیو دودونه او لرلید ئی د ازادۍ او د حقونو د اعادی مخه نیسی ،
د پـښـتو د معاصر کلاسیک شعر د ډګر نامتو او وتلی شاعر ارواښاد ګل پاچا الفت صاحب د ښځو د ازادۍ او حقونو په هکله ویلی :
ښځه حق لری د ژوند او کار کولو <> لکه نر د لیاقت څرګندولو
د طالبانو په ډیفکتو او انحصاری واکمنۍ کی د افغانستان د ښـځـېنه وو پر ضد جنسیتی تبعیض ته سیستماتیکه بڼه ورکول کیږی ، د نوموړی اداری د نهی عن المنکر او امر باالمعروف سرپرستی اداری لخوا لاندی مکتوبونه صادر شوی :
=> موټروانانو ته : بی حجابه زنانه په موټرو کی پورته نه کړئ .
=> په موټرو کی موسیقی بنده او وا نه وریدل شی .
=>  بی له محرمه د سفر په مهال زنانه تر 45 میله سفر نه شی کولای .
=> موټر د لمانځه د ادا کولو په وخت کی ودرول شی .
=> ښځی پارکونو او تفریح ځایونو ته اجازه نه لری .
=> طالبانو ښځی له تعلیم او لوړو زده کړو  څخه محرومی کړی او د نجونو ښوونځي له 6-12 دا تقریباً دوه کاله بند او نجونو ته د ورتلو اجازه نه شته ، په ښځو سخت او ظالمانه کاری محدودیتونه وضع شوی او په ډله ایزو رسنیو کی د ښځو ونډه 17 %  کمه شوی …. او داسی نوری ستونزی چی د طالبانو په څه باندی اتلس میاشتی واکمنۍ کی ورسره لاس او ګریوان دی
طالبانو تر اوسه د افغانستان د خلکو ، ملګرو ملتو او نړیوالو فورمونو او شخصیتونو هغه غوښتنی چی د ښځېنه وو د بشری حقونو د رعایت او هغه ژمني چی د ملګرو ملتو د منشور او نورو نړیوالو میثاقونو ته درناوی ده په بی پروائی او قصداً نه دی عملی کړی ، له دی امله دی چی افغانان له سختو او پراخو اقتصادی ، امنیتی ، ټولنیزو ، له هیواد څخه د فرار او نورو ستونزو سره مخامخ دی ، د هیواد د پاملرني وړ کادری او تحصیل یافته پوتانسیل د کار او معاشونو د نه موندنی له کبله له هیواد څخه په تـېـښـته کی دی ، له دوی سره په ګاونډیو هیوادو کی هم غیر انسانی او توپیری چلند کیږی ، په زندانونو کی اچول کیږی او وروسته له سختو ستونزو ، ازار او شکنجی بیرته په ډله ایزه توګه هیواد ته ډیپورت کیږی ، متأسفانه د ملګرو ملتونو د مهاجرینو کمشنرۍ ، د بشری حقونو بنسټونه او نوری اړونده مؤسسی له کډوالو افغانانو سره چی ښځېنه ، اطفال او سپین ږیری هم پکی دی د مهاجرینو د 1951 کال د کنوانسیون په چوکاټ کی چلند نه کوی ، باید زیاته شی چی که طالبان په داخل کی د ولس مشکلاتو ته توجه ونکړی ، د ښځېنه وو انسانی حقونه مراعات نه شی او له ولس څخه مشروعیت تر لاسه نکړی ، ملګری ملتونه او نړیواله ټولنه به ئی په رسمیت ونه پیږنی چی له دی امله به د خلکو ستونزی نوری هم زیاتی شی.
په پای کی د افغانستان او نړۍ د ښځو ستر مقام ته د درناوی وړاندی کولو ترڅنګ ، د دوی د بشری حقونو د بشپړی اعادی په هیله ، امیرګران .

*****************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.