پر ۲۶ فبروري ۲۰۲۳ م، لندن کې د برتانیا میشتو افغانانو اسلامي ټولنې په نوښت یوہ لویه او پرتمینه غونډہ رابلل شوې وہ
چې مشر ویناوال یې د افغانستان نامتو سیاستپوہ ډاکتر فاروق اعظم او د غونډې موخه د ھیواد پهروانو حالآتو، ننگونو،
فرصتونو او بھرمیشتو افغانانو پر مسؤلیتونو رڼا اچول و.
مجلس د قاري صیب فرمان الله علَم لخوا د قرانکریم په تلاوت پیل شو.
د دریځ چارې د برتانیا میشتو افغانانو د اسلامي ټولنې فعالو غړیو، عبد المالک نیازی افغان او انجنیر محمداقبال پر مخ وړې.
د مجلس پرانستو وینا د یادې ټولنې مشر ښاغلی حسن ظفر بشر وړاندې کړہ.
ھغه ډاکتر صیب اعظم او د غونډې نورو درندو گډونوالو ته د ښه راغلاست تر ویلو پس وویل:
وطن مو څلور لسیزې د را تپل شوې جگړې په لمبو کې سوځیدلی.
یوہ سترہ منفي پایله یې د میلونونو وطنوالو د نړۍ نورو ھیوادو ته مھاجرتونه دي.
انگلستان ھم یو له ھغو ھیوادونو څخه دی چې زموږ خلک ورته کډوال شوي. خو دا ھیواد او په ځانگړې توگه لندن
په پرتلیزہ توگه تر نورو ځایونو بھتر دی. ځکه دلته افغانان خپلې کلتوري ټولنې لري چې له نیکه مرغه د ډیریومشري
یې پخپل دین، کلتور، تاریخ او استقلال میین مسلمان مشران کوي.
په برتانیا کې د افغانانو اسلامي ټولنه ھم یوہ له ھماغو ټولنو څخه دہ چې په پردیس کې د خپل کلتور، عنعناتو اودیني
ارزښتونو ساتلو او په بھر کې د راټوکیدلي ځوان نسل سالمې روزنې ته ځان ژمن بولي.
ھمداراز یې د ھیواد په بیا رغاونه کې ھم تر خپله وسه برخه اخیستې چې د تعلیم او تربیې په ډگر کې یې
د حیاتبنسټ سرہ متداومه ھمکاري د بیلگې په توگه یادولای شو.
دې ټولنې تل د خپل ولس په ستونزو او ناورینونو کې ځان شریک بللی او بې د کوم ژبني، قومي،
سمتي یا بلتبعیض څخه یې د خپل ولس لاسنیوی کړی!
زہ، د افغانانو د اسلامي ټولنې په استازۍ تاسې قدرمنو میلمنو ته وړاندیز کوم چې راځئ د داسې ټولنو
اوبنسټونو چې مشترکات سرہ لري، د یووالي لپارہ کار وکړو تر څو خپلې دیني او کلتورې ورځې یو ځای سرہ
ونمانځلی شو، په داخل کې خپلو وطنوالو سرہ منسجمې مرستې وکړای شو او د خپلو مخلصو علمي کدرونو د
جذب له لارې و اھل ته د کار په سپارلو کې له خپل دولت سرہ مرسته وکړو!
زہ خپلې خبرې ھمدلته پای ته رسوم. تاسې ټولو څخه یو ځل بیا مننه چې پخپل راتگ مو زموږ غونډې ته ښکلاوبښله.
د انجنیر محمد اقبال وینا
انجنیر صیب تر ډیرہ بیا پر ھغو ننگونو وغږید چې بھر میشتي افغانان ورسرہ مخ دي. ھمدا راز یې د ھغوفرصتونو
ذکر ھم وکړ چې د ااا سرہ د ښې حکومتولۍ په لار کې مرستندوی ثابتیدای شي. اقبال صیب پر ھغوفرصتونو
خپله خواشیني څرگندہ کړہ چې د افغان حکومت له لاسه ضایع شوي و لکه د شنگھای سرمشریزہکنفرانس،
د تاشکند مھمه غونډہ او ځینې نورې غونډې چې د ااا پلاوې پکې گډون نه درلود!
ھغه د اقتصادي ستونزو، د افغانستان د پیسو کنگل کیدل، د طبیعي حوادثو ناسم مدیریت، د اساسي قانوننشتون،
د مھاجرینو ستونزې او له ھیواد څخه د علمي کدرونو فرار، تر ټولو سترې ننگونې وبللې چې دولت یې
باید د حل په لار کې کوټلي گامونه پورته کړي.
د ډاکتر صیب فاروق اعظم وینا:
ډاکتر صیب د افغانستان په روانو حالاتو تفصیلي خبرې وکړې چې زہ یې په اختصار د وینا نچوړ د لیکنې د
ډیر طوالت له ویرې تاسې سرہ شریکوم!
ھغه وویل:
لومړی خو زہ په برتانیا کې د بھر میشتو افغانانو له اسلامي ټولنې څخه د زړہ له کومې مننه کوم چې د داسې
یوې پرتمینې غونډې له لارې یې ماته د وطن په روانو حالاتو
د نظر ښکارہ کولو موکه برابرہ کړہ.
دوستانو!
که څه ھم بھر میشتي افغانان د خپلو دوستانو لخوا د وطن له حالاتو خبریږي خو نړیوالو رسنیو ته د ډیر
لاسرسي له امله یې قضاوت د ھمدې رسنیو د مالوماتو پر بنسټ وي.
بھرنۍ میډیا تر اوسه ھم د ااا پر خلاف تبلیغات کوي، د افغانستان په اړہ ناسم مالومات خپروي چې بیا ھمدا
ناسم مالومات په خلکو کې تشویش پیدا کوي.
نو ځکه د بھر میشتو افغانانو ډیری نیوکې پر خارجي میډیا او آوازو بنا وي. قضاوت یې تر ډیرہ د صحرایي محکمې پڅیر وي.
موږ نه وایو ھر څه سم او وطن گل و گلزار دی، بلکې وایو، راشئ! منفي او مثبت نکات یې په غور وڅیړو او بیاقضاوت وکړو.
مثبت نکات:
۱- امنیت
په تیرو څه باندې څلورو لسیزو کې داسې ډاډمن امنیت چا نه و لیدلی. د شل کلن اشغال پر مھال چې نژدېټولې نړۍ
دلته نظامي حضور درلود ھم و نه کړای شو داسې امنیت تامین کړي
۲- عمومي عفوہ
امارت خپلو ټولو دښمنانو ته داسې عفوہ وکړہ چې ښایي په تاریخ کې یې بیلگې شاذې وي. غرب ھم داسېعفوہ کله نه وہ لیدلي.
طالبانو خپل ھغه دښمنان ھم وبښل چې د دوی پر وژلو یې بھرنیانو ته پر سینو مډالونه ورټک وھلي و.
۳- ټولشموله حکومت
تیرې څلور لسیزې دا معمول و چې ھر نوي نظام به پخوانې پسې واخیستل. امارت دا لار تعقیب نکړہ، بلکې د
پخوانۍ ادارې ټول مامورین یې پرته له تبعیضه د تیر پڅیر پر کار بوخت پریښودل.
ښایي د امارت له راتگ سرہ ځینې مامورین له ویرې تښتیدلي وي او یا د بودیجې د نه لرلو له امله په کور ناستوي
او یا غرب ته د فرصت څخه په گټې اخیستنې تللي وي خو امارت ھیڅوک په دې جرم نه دې لیرې کړی چې په
تیرہ ادارہ کې یې کار کاوہ!
څرنگه چې تیر شل کاله، جگړہ په پښتنو تپل شوې وہ او دولتي دستگاہ تر ډیرہ په اقلیتونو ډکه وہ، اوس محروم
شوي پښتانه او اقلیتونه دواړہ یو ځای کار کوي او که حقیقت ته ځیر شو، اوسنۍ ادارہ تر پخوانۍ ھغې په
مراتبو ډیرہ ټولشموله دہ
۴- قوي مرکزي حکومت
که تیرو پنځو لسیزو ته ستانه شو، و به وینو چې داسې قوي مرکزي حکومت چې امر یې د افغانستان په ھر گوټکې
چلیږي او ھیڅوک یې نشي ننگولای، موږ نه و تجربه کړی.
یو مھال، ھرې سیمې خپل پاچا درلود، ټول ھیواد کې د ملوک الطوائفي راج و. ان په ارگ کې د ناټو په موجودیت
کې، دوہ پاچایانو لوړہ کوله.
خو اوس د امیر المؤمنین امر په ھر ځای او ھر چا یو شان نافذیږي. دا حالت مو د ښې حکومتولۍ پر لور بیایي
۵- ملي وحدت
خارجي مداخلو زموږ ملي وحدت نړۍ ته ډیر کمزورۍ معرفي کړی و.
ھغوی به ویل:
“که طالبان قدرت ونیسي، کورنۍ جگړہ پیلیږي او ھیواد د تجزیې خواته ځي”.
خو لله الحمد زموږ ټول ساکن قومونه شریف او وطن دوسته دي, پوھیږي چې دا خارجیان دي چې زموږ ملي
حدت را تخریبوي نو یې خپل ملي یووالی د خارجي تبلیغاتو باوجود وساته.
۶- د مالکیت احساس
په تیرو څلورو لسیزو کې په مشکل د دولت یو مشر ادعا کولای شوہ چې حکومت یې مستقل دی او د دولت مھمې
پریکړې پخپله کوي؛ یوہ به ویل په رگونو کې یې د شوروي د دوستۍ وینه گرځي، بل به ویل، زہ او زما فوځ د
واشنگټن په دفاع کې جنگیږي.
نن دا خبرې ھیڅ نشته. د امارت مشر شیخ ھبة الله صاحب د علماو غونډې ته چې زہ ھم پکې ناست وم، په لوړ آواز او
فخر وویل: موږ په ھیچا پورې تړلي نه یو، آزاد یو او خپلې فیصلې پخپله کوو.
اوس په حکومت کې د مالکیت احساس ډیر لیدل کیږي چې دا یوہ ډیرہ مھمه او مثبته نکته دہ.
اوس څوک د پخوا پڅیر نه شي کولای چې ھم دې حکومت خوري او ھم دې په جار نارې
وھي، “ من افغان نیستم”!
د تیرې ادارې په واکمنانو کې د مالکیت احساس ډیر ځپل شوی و، دا ځکه چې د ھغوی ھر یو په یو چا پورې
تړلی و نو یې یو بل ته څه ویلای نشو!
اوس سوال نه پیدا کیږي څوک د داسې څه ویلو جرئت وکړي!
۷- په نفس اتکاء
دا ډیر له پخوا څخه ویل کیدہ چې بې خارجي مرستې ھیواد نه ابادیږي. موږ په تیرہ یوہ پیړۍ کې، درې ځله دسترو
ځبرځواکونو غیږ ته ولویدو خو نه یواځې دا چې آباد نشو بلکې وطن مو لاپسې وران او ولس مو بدبخته شو!
اوس کرار کرار دا ذھنیت په ځواکمنیدو دی چې ھیڅ بھرنۍ دلته د مرستې لپارہ نه راځي، دا د ھغوی
ښکیلاکگرې موخې دي چې دلته یې په یو او بل نوم راولي.
وطن باید پخپلو مټو او خپلو وسائلو جوړ کړو.
موږ دوہ داسې سترې طبیعي منابع لرو چې پر مټ یې ھیواد پرمختگ کولای شي!
زموږ معادن او د پاکو اوبو سرشارہ سرچینې دا ولس ھوسا او بسیا کولای شي.
( اوبه د تیلو په بدل کې، د ډاکتر صیب ښکلی تالیف دی چې د اوبو ښه مدیریت له لارې د ھیواد د ترقۍ لارې چارې
پکې په نښه شوي. که څوک په دې اړہ ډیر مالومات غواړي، نوموړي کتاب ته دې مراجعه وکړي. پیرزادہ ).
۸- د فساد کموالی
د تیرو شلو کلنو په نسبت، اوس په افغانستان کې اداري او اخلاقي فساد ډیر کم دی. فساد نظامونه له دننهخوري.
تیر نظام ھم فساد ونړاوہ. جگړہ فساد زیږوي او خارجي اشغال ورته ودہ ورکوي. اوس چې دواړہ لعنته نشته، نو
ځکه موجود حکومت توانیدلی چې خپله کلنۍ بودیجه له داخلي عوایدو پورہ او ان انکشافي پروژې تطبیق کړي
۹- د مخدرہ مواد کنترول
پخوا ډیر کم مقدار کوکنار کرل کیدل، خو بھرنیو مداخلو د کوکنارو کښت او تجارت ته ډیرہ ودہ ورکړہ.
روسانو ھر محلي قومندان ته د ھغه د جذب پخاطر د کوکنارو د کښت اجازہ ورکوله او عسکرو به یې مسکو ته په
بکسونو کې له ځان سرہ وړل.
د امریکا د اشغال په مودہ کې د کوکنارو کښت فوق العادہ ډیر شو.
په۱۹۷۵ م کې په ھلمند کې ۲۲ ټنه تریاک خو په ۲۰۱۳ م کې ۴۶۰۰ ټنه تریاک په داسې حال کې تولید شوي وچې
ھلته لس زرہ برتانوي او شپاړس زرہ امریکایي عسکرو فعال حضور درلود.
په تیر نظام کې، د ناټو او امریکا تر سترگو لاندې د نړۍ ۹۲ سلنه تریاک په افغانستان کې تولیدیدل. اوس دامقدار ۱۱ سلنې
ته را ټیټ شوی. راتلونکی فصل به تر دې ھم کم وي، ان شاء الله!
له بدہ مرغه، نړیوالې ټولنې د امارت دا سترہ لاسته راوړنه ھیڅ تقدیر نکړہ!
۱۰- افغانستان د اتصال محور
تیرې دوہ پیړۍ، افغانستان د دوہ سترو قدرتونو تر منځ بفر زون و. خو اوس افغان واکمنان کوښښ کوي،
افغانستان د انفصال پر ځای د اتصال پر نکته واړوي.
که د سیمې ھیوادونه او نړیوال مرسته وکړي، د افغانستان جغرافیایي موقعیت ته په کتو، دا ھیواد د سیمې د
ھیوادونو، مرکزي اسیا، روسیې، یورپ، چین، ھند، پاکستان او د نورو لپارہ د وصل نکته او د تجارت یوہ بھترینه
څلور لارې جوړیدای شي!
اسلامي امارت ھمدې کار ته ژمن دی.
گواښونه
دا پورته ځینې بارزې مثبتې نکتې وې، خو ځینې گواښونه ھم موجود دی چې ښایي د گواښ د نوعیت له مخې په
دوہ برخو وویشل شي؛ بھرني گواښونه او داخلي گواښونه.
لومړی؛ ھغه گواښونه چې له بھرہ موږ ته متوجه دي.
۱- د جگړې تداوم
بھرني فوځونه له افغانستان څخه ووتل، خو لا یې د جگړې د پای ته رسیدو اعلان نه دی کړی.
بې پیلوټه الوتکې لا ھم د افغانستان پر آسمان گرځي او ھرہ گړۍ د امارت د مشرانو ژوند تھدیدوي. فضا لا ھمد دښمن په لاس کې دہ.
ھمدا لامل دی چې طالب ځوانان لا ھم د نا اټکل شویو پیښو د پیښیدو له امله د تیارسئ په حالت کې دي.
۲- خارجي مداخلات نه دي ختم
تر اوسه ھم زموږ لیرې او نژدې گاونډیانو د افغان حکومت دښمنان پخپله غیږہ کې ساتلي او ھغوی ته یې د
امارت پخلاف پخپله خاورہ کې د فعالیت اجازہ ورکړې او تمویلوي یې.
د تعجب خبرہ دا دہ چې دا ھیوادونه له امارته غواړي د نورو دښمنان پخپله خاورہ کې و نه ساتي او خپله د
امارت دښمنان پخپله خاورہ کې ساتي، تشویق او تمویلوي یې
۳- زھرجن تبلیغات
که تاسې ھرې غربي رسنۍ ته غوږ شئ، د پخوا پڅیر د امارت پخلاف تخریبي پروپاگنډ کوي،
دروغ وایي اوحقایق مسخه کوي!
د ناټو ځیني غړي ھیوادونه لا ھم ھغو رسنیو سرہ مالي مرستې کوي چې د طالب پر ضد زھرجن تبلیغات کوي.
۴- له تعلیم څخه سوء استفادہ
د تعلیم څخه د غرب ناوړہ گټه اخیستنه د دښمنۍ د تداوم یوہ بله بیلگه دہ. په غرب کې د ښوونځیو زدہ کوونکیوته اوس ھم ویل کیږي
چې طالبان قاتلان او افغانستان ډیر بې امنه او خطرناک ځای دی.
څه مودہ وړاندې په لندن کې یو افغانی الأصله ماشوم استاد ته په ځواب کې ویلي و: موږ اورو چې افغانستان امن دی.
استاد ډیر خفه شوی و او ماشوم یې تھدید کړی و. بله ورځ یې ښوونځۍ ته د طالبانو کوم مخالف افغان راوستی و چې استادانو
او شاگردانو ته د طالبانو پر ضد خبرې وکړي.
په دې ډول، غرب کې د تعلیمي نظام څخه د سیاسي موخو لپارہ استفادہ کیږي او معصوم شاگردان قصدا د
یوہ منظم پروگرام لاندې اغوا، تھدید او گمراہ کیږي.
دا ھر څه د دې نشاندھي کوي چې د غربیانو په نظر، نه یواځې دا چې له افغانانو سرہ جگړہ ختمه نه دہ بلکې د تداوم لپارہ یې کار کیږي
۵- د مغز فرار
امریکا او ناټو په لسھاو زرہ تعلیمیافته افغانان له افغانستان څخه وایستل او اوس یې ھم باسي. دوی غواړي
افغانستان کې څوک د ابادیدو پاته نشي.
ولسمشر جوبایډن خپل قوم ته په خطاب کې وویل: موږ د لسو ورځو په جریان کې ۱۲۳ زرہ افغانان چې موږ سرہ یې کار کړی و، له افغانستان څخه وایستل.
موږ سرہ په دفتر کې داسې افغانان شته چې بھر ته د تللو فورمې یې ډکې کړي، آرام خپل معاش اخلي خوغربیانو ته وایي موږ
د یوہ پټنځای څخه تاسې سرہ په اړیکه کې یو. ھله ژر موږ وباسئ که نه طالبان مو وژني.
غربیان پوھیږي چې دا خلک دروغ وایي، خو بیا ھم له طالب او افغانستان سرہ د دښمنۍ په پار او د ھیواد دابادۍ د مخنیوي پخاطر، دا خلک وباسي!
۶- اقتصادي گواښونه
اقتصادي بندیزونه، د بانکي سستم فلجول، د افغانستان شتمني کنگل کول، بشري مرستې بندول او د اینجوگانو له لوري د بیا رغونې پروژې
په ټپه ودرول تر څو افغان ولس له قحط او فقر سرہ مخ او امارت بدنامشي، دا په گوته کوي چې غرب لا ھم زموږ سرہ له دښمنۍ لاس نه دی اخیستی.
۷- بې ځایه انتقام
امارت افغان میرمنې په بھرنیو موسساتو کې له کار څخه منع کړې. په ځواب کې یې غرب، په ټولو خلکو چېښځې او ماشومان پکې شامل دي، مرستې بندې کړې.
د بھرنیانو دا عمل د بشر د حقوقو پر ضد کړنه دہ چې د افغانستان پر ښځو او ماشومانو لوږہ او فقر په داسېیوہ بھانه ور وتپي، چې د ھغوی ھیڅ گناہ ور پکې نه وہ.
۸- نور گواښونه
د مھاجرت تشویق، د افغانستان پخلاف زھرجن تبلیغات او نور، ھغه گواښونه دي چې موږ ته له بھرہ متوجه دي.
ب: داخلي گواښونه
په داخلي گواښونو کې ځینې یې داسې دي چې امارت ته له تیرې ادارې څخه په میراث پاته دي
چې د سالم پرمختگ مخه ډب کوي، د بیلگې په توگه:
۱- بې اعتمادي
تیرو څلورو لسیزو کې خارجي مداخلو له یو بل سرہ پر دښمنۍ اخته کړو، وینې مو سرہ تویې کړې او پخپلو کېمو د باور فضا خرابه شوہ.
ھمدا لامل دی چې اوس که حکومت کوم ښه اقدام ھم کوي، خلک د شک په سترگه ورته گوري.
۲- پر بھرنیانو د تکیې کلتور
په تیرو څلورو لسیزو کې بھرنیانو پر موږ دیرش کاله نیغ په نیغه واک چلولی. خلک پر پردو د تکیې پر کلتور روږدي شوي.
تیر رژیم ھمدا فکر چې امریکا له افغانستان څخه نه وځي او دوی ته به من او سلوی تل را روان وي، سقوط کړ.
اوس زموږ تعلیمیافته ځوانان د زړہ له کومې پر دې باور نه لري چې وطن پخپلو مټو جوړولای شي.
دا د ھیواد په جوړولو او پرمختگ کې لویه ستونزہ دہ.
۳- اداري او اخلاقي فساد
تیر رژیم کې رشوت دومرہ عام شوی و چې نور خلکو ډیر بد نه باله، اخلاقي فساد ھم ھکذا!
د داسې ټولنیزو مفاسدو ورکول څه اسانه کار نه دی، ډیر وخت او قوي مبارزہ غواړي
۴- مخدرہ مواد
دا ھم اوس یوہ لویه ستونزہ دہ چې امارت ته په میراث پاته دہ.
غرب که څه ھم په ظاھرہ نارې وھي چې تریاک باید بند شي، خو په زړہ کې خوابدي دي چې ولې په افغانستانکې د خاشخاشو کرل بند دي.
یو شمیر افغانان ھم خوابدي دي او په امارت پسې پروپاگند کوي. له تیر رژیمڅخه پاته په میلونو معتادینو ته باید اسلامي امارت توجه وکړي
چې په موجودو محدودو وسایلو لازمه توجه اسانه نه دہ.
د تریاکو ښه بدیل پنبه دہ، خو دا لازم تاسیسات او کارخانې ایجابوي چې بودیجه غواړي او امارت مالي ستونزېلري.
۵- د سرحداتو ستونزہ
تیرو رژیمونو چې د خارجیانو په ملاتړ یې حکومت کاوہ، زموږ گاونډیانو، خصوصا ایران او پاکستان ته دا موقع ورکړې
وہ چې خپل سرحدات د افغانستان په دننه کې را وڅکوي.
بھرني قوتونو غوښتل چې گاونډیانو ته د ھغوی د ھمکارۍ په بدل کې، ھغوی ته په افغانستان کې امتیازات ورکړي.
امارت چې لا یې پښې ځمکې ته نه دي ورغلي، په رسمیت ھم نه دی پیژندل شوی او د نړۍ لخوا په انزوا کې قرارلري،
د داسې سترې ستونزې حل ورته څه اسانه کار نه دی
۶- په ښه حکومتولۍ که نه تجربه
افغانان په مجموع کې په ښة حکومتولۍ کې کافي تجربه نه لري.
دا یواځې د امارت ستونزہ نه دہ چې زموږ ملایانو په جوماتونو او مدارسو کې حکومتولي، دیپلوماسي او نړیوالې اړیکې نه دې لوستې،
بلکې زموږ د عصري علومو تعلیمیافته گان چې ځانو ته یې روشنفکران ویل او په شرق اوغرب کې یې تعلیمونه کړي و،
نه یواځې په حکومتولۍ کې بریالي نه شول بلکې ھیواد یې په بیشمارہ مصیبتونوواړوہ. موږ ټول، له بدہ مرغه، د ښې حکومتولي تجربه نه لرو.
۷- منحط کلیوال ذھنیت
افغانستان په سوو کاله د ښاري خلکو لخوا ادارہ شوی. زموږ کلي له تمدنه لیرې ساتل سوی وہ.اکثرہ توجه
ښارونو او مرکزونو ته وہ چې نړیوالو لیدل او د حکومتونو رنگ په ښه کیدی او حکومتونو د ځانو لپارہ له دغې
لارې نړیوال ملاتړ جذبولای شو. لکه کلیو ته چې لازمه توجه نه وہ، داسې یې ملایان ھم تجرید او منزوي ساتلشوي و.
اوس ھغه ملا صاحبان د وطن حاکمان دي. خپل ځانونه له ھماغه تجرید شوي، له تمدنه لیرې، کلیوال ذھن څخه نه
شي را ایستلای. دا ھم یوہ لویه ستونزہ دہ.
له ستونزو د وتلو لار
تر ټولو سمه لار یې دادہ چې نړۍ ھمکاري وکړي او اسلامي امارت په رسمیت وپیژني.
اوس چې امارت ھر څه کوي، څوک نشته ورته ووایې، ولې؟ خو که په رسمیت وپیژندل شي، په نړیوالو قوانینو،
تعھداتو او روابطو به مجبور وي مراعت یې وکړي.
که اسلامي نړۍ یې په رسمیت وپیژني، د اسلامي علماو اثر به دلته محسوس شي او په امارت کې دننه
سختدریځه کسان به چې اوس برلاسي دي، کرار کرار حاشیې ته ولاړ شي.
افغانستان په نړۍ کې شپیته سفارتونه لري. که په رسمیت وپیژندل شي او ھر سفارت ته شل دیپلوماتان لاړ شي
نو دا به نژدې ۱۲۰۰ تنه وي او چې دوہ کاله پس وطن ته را ستنیږي نو د ټولو به څه نا څه خارجي ژبې زدہ وي،
نر او ښځو به څه نا څه تعلیم کړی وي، نړۍ به یې لیدلې وي، ډیر تغیر به پکې راغلی وي.
نور به نه د ښځو له تعلیم سرہ، نه خارجي ژبو او نه دنیاوي علومو د زدہ کړې سرہ حساسیت لري.
د نړیوالوسرہ به په ژبه ھم پوہ شوی وي.
د رسمیت پیژندنې سرہ به نړیوال بندیزونه لیرې او زموږ بانکي نظام به ھم سم شوی وي.
دغه کار به داخلي او بھرنۍ پانگونه تشویق کړي چې په نتیجه کې به اوسنی اقتصادي رکود او فقر ختم شي.
وطن به د استقرار او ترقۍ پر خوا روان شي. دا به د بھرنیانو په مقابل کې زموږ د خلکو ھغه نفرت ھم کم کړيچې وایي
بھرنیان په افغانستان کې د خپلې ناکامۍ غچ له افغان ولس څخه اخلي.
د امارت مشرانو په ښه حکومتولۍ کې نه زدہ کړې او نه تجربه لري. که نړۍ له افغانستان سرہ مرسته کولغواړي،
د امارت سرہ دې د ښې حکومتولۍ په برخه کې مرسته وکړي، د امارت ځوانانو ته دې په خارج کې د تعلیم موقع ورکړي.
د افغانستان په رسمیت پیژندل، د سیمې او نړۍ ھیوادونو ته ډیرہ گټه رسوي. افغانستان په طبیعي زیرمومالامال ھیواد دی.
د دښمنۍ پر ځای دې نړیوال د متقابل احترام پر بنیاد، د دوستۍ لاس ور اوږد کړي او د دغوطبیعي زیرمو په را ایستلو
کې دې مرسته ورسرہ وکړي. دا کار د نړیوالو په گټه ھم دی.
که افغانستان په رسمیت وپیژندل شي، د افغانستان جغرافیایي موقعیت به د فصل پر ځای د نړۍ د وصل سبب شي.
د پای څو خبرې
بھرنیان باید موږ ته نور د بشر د حقوقو سریندې و نه غږوي. گوانتنامو، بگرام، پر کورونو شپنیز عملیات، پرجنازو۔ ودونو،
مدارسو، روغتونونو، دستار بندیو او نورو بمبارد او حملې د بشر حقوقو د نقض بارزې بیلگې ديچې بھرني قوتونه یې مرتکب شوي.
غرب وایي امارت له ھغوی سرہ مشترکه ژبه نه دہ پیدا کړې، خو دې ته یې پام نه دی چې دوی ھم کله دا
کوښښ نه دی کړی امارت سرہ مشترکه ژبه پیدا کړي.
موږ نه وایو امارت کې نیمگړتیاوې نشته، نه بالکل نه. دلته ۴۴ کلن ناورین او جگړو ډیرې ناخوالې پریښي.
خونړیوالو ھم د حسن تفاھم لپارہ صادقانه کوښښ نه دی کړی. غرب اوس ھم د امارت سرہ د جگړې له منطق څخهکار اخلي.
امارت ته زموږ توصیه دا دہ چې د خپل ملت علیا گټې په نظر کې ونیسي، د موجودہ نظام د بقا په خاطر پخپله
فتحه بې ځایه مغرور نه شي او د شرائطو په درک له نړۍ سرہ د تفاھم ژبه پیدا کړي. دا د وخت اھم ضرورتدی او د نظام مصلحت.
خو د پړې ډیرہ گوته نړیوالو او په ځانگړې توگه امریکا ته نیول کیږي چې ځان د خپلې ماتې له ټراما او ورشکستگۍ څخه نه شي را ایستلای.
امریکا لا تر اوسه نه دہ توانیدلې چې د افغانستان لپارہپه عیني واقعیتونو ولاړ پلان جوړ کړي او د روان غیر مثمر
تعامل ( unproductive engagement ) پر ځایامارت په رسمیت وپیژني.
د امارت د قوت نکتې تر کمزورو ھغو په مراتبو ډیرې دي.
والسلام علیکم ورحمة سلله وبرکاته
د غونډې په پای کې ځینو ملگرو له ډاکتر صیب څخه پوښتنې وکړې او بیا مجلس گران افغانستان ته پراجتماعي دعا پای ته ورسید.
_______________________________
حفیظ الدین پیرزادہ
د مارچ ۳/ ۲۰۲۳ م
لندن
*****************************************
Comments are closed.