پلار او کوچنۍ لور

حکمت الله همت

505

پلار خپلې پنځه کلنې لور ته یو دستکول ډالۍ ورکړ
چې په دستکول کې سل افغانۍ هم وې؛ کوچنۍ جنۍ ددستکول پیسې واخیستې ځانته یې ورباندې دسینګارکولو بنګړي او رانجه واخیستل.!!
کله چې ماښام پلار یې کورته راغی ګوري چې کوچنۍ جنۍ دسینګار کولو هڅه کوي؛ خالي دستکول دهغې په غاړه کې دی.
ورباندې غوسه شو؛ کوچنۍ جنۍ په ژړا ژړا ویده شوه.!
سهار یې هغه دستکول روړه پلار ته یې وویل.؟
پلارجانه داستا ډالۍ.!
پلار یې چې دستکول خلاص کړ خالي وه!
په کوچنۍ جنۍ غوسه شو؛ هغه یې بیا په ژړا کړه
ورته یې وویل؟
ته نه پوهیږې؟
کله چې یو چاته ډالۍ ورکوي څوک دننه یې باید یو څه وي
دستکول یې له ډېری غوسې ایسته واچوه
کوچنۍ جنۍ په اوښلنو سترګو پلار ته وویل؟
پلارجانه! داخالي نه و.!
کله چې تاسو ماته هغه په ډالۍ کې راکړ هغه ماډېر زیات ښکل کړ هغه کې زما دخوښۍ نښې وې.!!!
پلار ددې خبرو په اورېدو سره دخجالتۍ خندا وکړه کوچنۍ جنۍ دپلار په خندا کولو سره ټوپونه وهل.!
دپلار سره یې لوبې پیل کړې.؟
جنۍ پېغله شوه؛ واده شوه؛ او له پلار څخه جلا شوه.!
کله چې به ورپسې ډېره خفه شوه.
هغه دستکول چې پلار ورته په ډالۍ کې ورکړی وه؟
هغه به یې ښکل کړ د زړه پورې به یې کلک ونیوه خپل دپلار جل وهلې مینه به یې ورباندې ماته کړه.!
ستاسو په کورونو کې ستاسو لپاره ښکلې اوښه ډالۍ ستاسو دخوېندو او لورګانو شتون دی.!!
دهغوی سره مرسته وکړﺉ؛ هغوی ته مینه ورکړﺉ؛ ښه رویه او ښه اخلاق ورسره وکړﺉ ځکه چې هغوی به یو وخت له تاسو څخه لاړې شي او تاسو به پرېږدي تاسو به په تېر کړونو او ترخو خبرو پښېمان شﺉ.!!
بیابه هغه وخت هېڅکله رانشي.!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.