د ښځو حقونه، مبارزه او خنډونه

آصف بهاند

460

د ښځو حقونه، مبارزه او خنډونه

د مارچ اتمه، د ښځو نړیواله ورځ

د افغانستان د ښځو په حق کې یوه لویه ناروا او جفا، ښځې او نجونې له تعلیم نه بې برخې کول دي

په افغانستان کې نوی نسل له تعلیم نه منع کول، په ځانگړي ډول نجونو ته د ښوونځیو او د پوهنتونونو ښځینه محصلینو ته د زدکړو د دروازو تړل؛ هر څوک په هر نامه چې کوي، له انسانیت سره ــ له افغان او افغانستان سره او د افغانستان له نوي نسل سره لویه جفا او ستر خیانت دی.

د وطن اولاد له تیارو نه ایستل په کار دي، نه تیارو کې ساتل او هغه څوک چې د وطن د نوي نسل پرمخ د ښوونځیو دروازې تړي، دا نه وطن له ستونزو خلاصوي او نه له خلکو سره مرسته کوي، بلکې برعکس دا له خلکو سره او په تېره له نوي نسل سره د خیانت تربرید پورې جفا ده، هېڅ چا سره نه ښايي چې د دې جفا عاملین اوسي او د تاریخ مختوروالی ځانته وگټي.

کله چې د ۲۰۲۱ کال په اگست کې په افغانستان کې د سیاسي او نظامي بدلونونو په پایله کې نویو واکدارانو د خپلو ځانگړو اصولو له مخې تر شپـږم ټولگي پورته د نجونو پر زدکړو بندیز ولگاوه؛ ما له هماغه پیل نه د دې منفي تصمیم پر ضد او د دې منفي تصمیم د ناوړو پایلو په باب د دې په موخه د مقالو لیکل پیل کړل چې که وشي چې اړوند مسؤلین له خپل دې تصمیم نه راوگرځي او نجونو ته د ښوونځیو دروازې پرانیزي، خو دوی نه یوازې دا کار ونکړ، بلکې د پوهنتون د ښځینه محصلینو پرمخ یې هم د زدکړو دروازې بندې کړې او په دې ډول یې عملاً د «ښځه یا په کور، یا په گور» شعار د عملي کېدو لار هواره کړه. زه یې داسې انگېرم چې له ښځو او نجونو سره د دومره ظلم پایله به دا وي چې په افغانستان کې به څو نوي نسلونه وپرزېـږي.

ښځې او نجونې خو له تعلیم نه راوگرځول شوې، اوس یې لا په کور کې ارام ته نه پرېـږدي او داسې دایرې یې ورته رسم کړي دي چې له زندان نه هم لا بدې او خطرناکه دي، دا دایرې د ښځو او نجونو د ژوند کار او تعلیم په برخه کې داسې خنډونه دي چې لرې کول یې یا ناشوني دي او یا لویې مبارزې او کار ته اړتیا لري.

د دوه زره دوه ویشتم کال د اپریل پر دریمه نېټه افغان میډیا رپوټونه خپاره کړل چې د افغانستان په لغمان ولایت کې یوه دارالعلوم د ښځو د ډبولو په اړه یوه فتوا صادره کړې ده. دا به د یادې تنگې دوزخي دایرې د یوه مثال په ډول راوخلو:

«په لغمان کې د ملايانو یوه دارالعلوم د ښځو د ډبولو په اړه فتوا ورکړه

خبریال:

ارغندیوال

اپریل 3, 2022

تاند:(شنبه، د حمل ۱۴ مه) په لغمان کې د رحيميه په نوم د ملایانو یوه دارالعلوم د ښځو د وهلو – ډبلو د جواز په اړه ۱۲ ماده يي فتوا صادره کړې ده.

د لغمان یوه لیکوال او ژورنالیست امېد اڅک پر خپلې فيسبوک پاڼې د دغه دارالعلوم یو  تصوير او د دې فتوا مادې په دې ډول خپرې کړي دي:

۱ – د ښځې د سینګار نه کولو په وخت کې چې کله خاوند ته خپل ځان نه ښایسته کوي، وهل ډبول جايز دي.

۲ – کله چې ښځه غسل نه کوي او جنوبه ګرځي او مسلمانه هم وي، نو دغه وخت یی وهل جایز دي.

۳ – کله چې ښځه د خاوند له اجازې پرته له کوره وځي او خاوند يې پرې خبر نه وي وهل یی جایز دي.

۴ – د ښځې انکار د جماع کولو نه، کله یې چې خاوند د کوروالي غږ وکړي او امر ونه مني وهل یې جایز دي.

۵ – کله چی ښځه د خاوند مخکې ماشوم وهي، په وخت د ژړا کې چی دا یوه نوعه بې ادبي ده وهل یې جایز دي.

۶ ــ کله چې ښځه میړه ته کنځل کوي، چې: ای غټ سریه، ای غټ څټیه ای چینجنه!

۷ ــ کله چې ښځه خاوند ته ښیرې کوي او خاوند یې دغه وخت ګیر کړي، نو وهل یې جایز دي.

۸ – کله چې ښځه د خاوند جامې وشکوی، هغه د خاوند په غاړه کې وي که نه وي.

۹ ــ کله چې ښځه په خپل کور کې په لوړ غږ خبرې کوي، چی داغږ د پردیو خلکو غوږونو ته رسیږي.

۱۰ ــ  کله چې ښځه مخ لوڅوي، د پردیو خلکو په مخکې یا خپلو خلکو ته مخ ښیي.

۱۱ – بې د خاوند له اجازې ګاونډی ملنګ وغیره ته څه ورکول چې دا مال د خاوند وي.

۱۲ – کله چې ښځه د خاوند مخکې بې ادبي کوي یا بې ادبه غږیږي چی په دې سره یې د خاوند عزت ته ضربه رسيږي، نو دغه وخت یې وهل تعزیراً جایز دي…»

اوس نو د یوویشتمې پېړۍ دریمه لسیزه گوره او د پاسنۍ فتوا دا مواد گوره، سړی حیران شي چې ورته وژاړي او که ورته وخاندي.

له دې خبرو سره ـ سره د ښځو د حقونو او تعلیم لپاره مبارزه باید جاري وي او د دې مبارزې اصلي موخه باید دا وي چې د کور په دیوالونو کې د راایسار افغان نجونو ــ مېـرمنو او د هغوی د کورنیو او ټولو هغو افغانانو غږ چې د نوي نسل د روزلو او تعلیم پلوي دي؛ نورو افغانانو او ټولې خیر غوښتونکې نړۍ ته ورسول شي، څو د دې ناروا په مخنیوي کې د مظلمو افغانانو ملاتړ وکړي او د دوی بچیانو ته د ښونځیو او پوهنتونونو تړلې دروازې بېرته پرانستل شي، څو ښځې او نجونې وکولای شي خپل حقونه وپېژني او د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره په خپله مبارزه وکولای شي.

د نجونو د تعلیم په برخه کې، پر کوم دریځ باندې چې طالبان ولاړ دي او پر خپلو ناسمو خبرو پرلپسې ټينگار کوي، په دې کار سره دوی ځان هم بربادوي، خلک او وطن هم غرقوي او هر څه په اور ځکه سوځوي چې کېدای شي نړیواله ټولنه د افغانستان غوندې د یو سپـینږیري جلب او واک بیا هغو پخوانیو کفن ایستونکو او قاتلینو ته په لاس کې ورکړي، چې کلونه ــ کلونه له عسکري بوټو سره د خلکو پر سینو باندې ولاړ وو او د خلکو مادي او معنوي شته یې لکه ښامار تر ستوني تېرول؛ هلته بیا نو هرڅه ایره گڼه، ټول به بېسواده وي او لکه د چا خبره:

«… زموږ ميندې به بيا د جنگونو خاشاک د قاچاقو توښاک او د افراطيت د تناره د سون خس او بوټي زېـږوي»

سره له دې چې د ښځو د حقونو د ترلاسه کولو پروسه له خنډونو سره مخ شوې ده، خو موږ باید ستړي نه شو او له خپل دې انساني هوډ څخه په شا نه شو، دا توره تیاره پای لري، ځکه په هرې تیارې پسې رڼا وي.

د مارچ اتمه دې مبارک وي!؟

*****************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.