څنګه ښه ویناوال شو؟

نور عمر

1,447

ویناوالي د هر چا د وس خبره نه ده، او نه د هغې په اصلي مفهوم عام خلک وارد دي، وینا والي یو هنر دی چې باید زیاتره هغه اشخاص پرې ځان پوه کړي چې هغه د یو هیواد،سیمې، او ټولنې د سر سړی وي، عامو اشخاصو ته هم د وینا والۍ زده کړه ډېره ګټوره ده ځکه که هغوئ نن د سر سړي نه دي نو سبا ختمآ دي. له بدې مرغې به ورته ووایو چې نن هغه اشخاص وینا والي کوي چې د وینا والۍ نه په اصولو خبر دي نه یې په مفهوم اګاه دي، د ډېر افسوس خبره ده چې د تعلیم لرونکو اشخاصو مو هم د وینا والۍ هنر نه دی زده، دا چې وینا والي د سر سړي او بلخصوص د خبرې سړي ته دېره ګټوره او اړینه ده، نو مونږ هم مکلف یو چې په دې باب یو څه د خپل مغز نه بل ته ور انتقال کړو.

دا چې د ویناوالۍ لپاره زیات اصول او ځانګړنې په نورو ګڼو کتابونو او مقالو کې راغلي خو دلته په هغه موضوعاتو بحث کوو چې ډېر اړین دي، او نه ورته کوم وینا وال تر اوسه پوره پاملرنه کړې، ما مخکې هم ذکر کړل چې وینا والي زیاتې ځانګړنې لري خو مونږ دلته یوازې په پنځه مهمو ځانګړنو بحث کوو.

۱ـ مطالعه

دا تر ټولو اړینه او هغه ځانګړنه ده چې د وینا وال سره د وینا پر مهال زیاته مرسته کولای شي، مطالعه هغه څه دي چې یو شخص د نورو په زړونو واکمن کولای شي، او د نه مطالعې خاصیت دا دی چې یو شخص د وګړو له فکرونو او ذهنونو غورځولای شي، مطالعه د وینا پر مهال ځکه اړینه ده چې مونږ به ختمآ په یوه موضوع غږېږو او بحث به پرې کوو. دا چې زمونږ وینا او زمونږ د خبرو اصلي تحلیل په سمه توګه پرمخ ولاړ شي، نو دلته اړینه دا ده چې مونږ د خپلو خبرو او یا د خپلې موضوع د استدلال لپاره قوي مطالعه ولرو. د مطالعې ګټې په لاندې څو ټکو کې رانغاړو

۱ـ د قوي مطالعي په اساس مونږ کولای شو، هغه اشخاص چې زمونږ وینا ته ناست دي د قوي او استدلال لرونکو معلوماتو د امتیازاتو څخه برخمن کړو.

۲ـ زمونږ وینا به قوي راشي، او په خپلې وینا په پښېمانه نه یو، ځکه مونږ به په دې یقیني یو چې د دې وینا لپاره مو کره مطالعه کړې وه او ان شاءالله وینا به مو ناسمه نه وي ترسره شوي.

۳ـ که مونږ د کره مطالعې په بنسټ وینا والي کړې وي، نو د خلکو په زړونو کې به بېل ځای ومومو، دا ځکه د انسان فطرت داسې دی چې هغه د ښه شیانو پسې ګرځي، نو په راتلونکو ویناو کې به مو د اوس په نسبت زیات اشخاص ګډون وکړي.

۴ـ د مطالعې په اساس زمونږ ذهن پراخېږي، او بل دا چې که مو د دې وینا لپاره مطالعه وکړه، دا معلومات چې مونږ د وینا لپاره ترلاسه کړي ټول عمر مو په ذهن کې کیني او هر وخت ځنې استفاده کولای شو.

ډېرې نورې ګټې یې هم شته خو مونږ هغه اړینې ترې راواخستې.

۲ـ د اسلام نه خبروالی

د ویناوال لپاره اړینه ده چې هغه د خپلو اسلامي مقدساتو نه خبر اوسي، ځکه اسلام یو پوره او کامل دین دی، او د هر اړخ لپاره پکې الله ج کره معلومات رالېږلي، د اسلام نه خبر والې کولای شي چې مونږ سره په وینا والۍ کې زیاته مرسته وکړي، مونږ په اسلامي ټولنه کې ژوند کوو، او دې ټولنه کې اکثریت داسې اشخاص دي چې هغوئ اسلام پېژندلای وي، خو د دنیوي درسونو او زده کړو نه بې برخې وي، که زمونږ ټولنه کې یوه داسې پیښه راتلونکي وي، چې په هغې کې د ټولو تاوان وي، او مونږ د مجلس لپاره وګړي راټول کړو، او د وینا لپاره سړی وټاکو، نو دلته به قوي وینا وال هاغه وي چې د خپل استعداد پر بنسټ د مجلس خاضرین د قران او احادیثو پر بنا قانع کړي،

لکه الله ج وايي: ای بنده مونږ چې څه درکړي شکر ویستونکي شه پرې.

او بل که مونږ د شرابو د حرمت والي لپاره چې الله ج محمد ص ته وحې کولې او محمد ص اصخابو ته هغه په تدریجي ډول بیانولې دې ته وګورو چې صحابه کرامو به خپله سوچ کاوه چې محمد ص څۀ وایي زمونږ پۀ ګټه دي او د شرابو نه به لاس په سر کېدل نو له دې هم معلوېږي هغه څه چې د وینا پر مهال د ناستو خاضرینو په تاوان وي خو الله ج ورته حکمت پکې اچولای وي. نو د قوي ویناوال ښکارندوي دلته کېږي چې هغه ناست اشخاص په قراني ایاتونو او اخادیثو قانع کړي چې هر څه مونږ ته الله راکوي باید شکر ویستونکي شو پرې، همداسې د ښه خبر د اورولو لپاره هم باید وینا وال په خورا اسلامي اخادیثو او قراني ایاتونو د هغې ګټې او تاوانونه بیان کړي.

۳ـ د لاسونو خوځښت

زمونږ زاتره وینا وال وینه والي په ښه شکل پرمخ وړي خو د لاسونو د خوځولو انداز یې د خبرو سره سم نه وي، چې دا بیا د وینا وال په کمزورې وینا دلالت کوي. د لاسونو خوځښت ځکه ډېر مهم دی په وینا کې که چرته یو وینا وال په خپله وینا کې مغلقه اصطلاح وکاروي، او اشخاص پرې ونه پوهېږي نو د لاسونو خوځښت یا د لاسونو اشاره کولای شي چې د ناستو کسانو په پوهېدلو کې پوره ونډه واخلي، بله دا چې که مونږ په خپلې وینا کې د مستقبل خبره کړو او لاس د خپلې اوږې پر سر شاته واړوو، نو زمونږ له دې اشارې ښايي زیاتره اشخاص د ماضي اخذ واخلي، ځکه مونږ مستقبل یاد کړی او لاس مو په اوږه شاته وراړولې. د لاس سمه کارونه په وینا کې ډېره اړینه ده، که لاس مونږ سم ونه کاروو د زیاتو ننګونو سره به مخ شو، یو خو دا چې هغه اشخاص چې پوه او با استعداده وي د هغوئ په مقابل کې به مو د شخصیت ټیټوالې رامخ ته شي، ځکه د لاس ناسمه کارونه زمونږ په منفي ویناوالۍ دلالت کوي.

۴ـ دریځ

دریځ د اسلام له نګاه نه هغه رکن دی چې تل یې ایمانداره او په حقه اشخاص د خپلو ویناو لپاره د هغې په تګلاره مخکې ځي، نړۍ پرمختګ کړې، ټکنالوژي عصري شوې، او خلک پوه شوي، که زمونږ د وینا دریځ ژر بدلېدونکی وي، نو دا زمونږ په دوه مخۍ دلالت کوي، او مومن انسان هیڅ وحت دوه مخې نه وي، که مونږ په یوه رسنۍ او یا داسې ځای کې وینا کوو چې هلته کمرې وي، او په لومړي سر کې مو یو دريځ ټینګ کړې وي، او ورسوته د ژورنالست تر تاثیر/ د خپلۍ ناپوهۍ او یا د دوه مخۍ لپاره خپل دریځ بدل کړو نو دا ناممکنه نه ده چې زمونږ په دریځ بدلېدو دی څوک خبر نه شي، او یا دې مونږ ترې منکر نه شو چې زه له خپل دریځه نه یم اوښتې او دا مې له اول نه دريخ و. ځکه کیدایشي دا زمونږ دغه پروګرام په ژوندۍ بڼه اوسي نو چې په ژوندۍ بڼه شو ما مخکې هم ذکر کړل چې خلک پوه شوي، که ته له خپل دریځه واوښتې د خلکو پر وړاندې دروغجن معرفي کېږي او بیا دې په خبرو او ویناوو باور نه کاندي، او که پروګرام په ژوندنۍ بڼه نه و نو بیا درپسې د پروګرام ثبت راښکاره کوي، دا یواځې په رسنۍ پورې هم مربوطه نه ده خو چې یواځې د رسنۍ له اړخه دی یو څوک بیا دروغجن معرفي شي، بلکې په داسې یو ځای کې هم د خلکو پر وړاندې دروغجن معرفي کېږي چې هلته کمرې نه وي. نو اړینه به وبولو چې مونږ باید لومړی د یو دریځ لپاره د مطالعې نه ګټه واخلو تر څو په حقه دریځ ولرو او بیا ترې نه تېرېدونکي شو.

۵ـ مغلق او پیچیده اصطلاحات

د مغلقو او پیچده اصطلاحاتو لپاره اشخاص په دوه برخو ویشو چې کوم ځای کې باید د مغلو اصطلاخاتو نه کار واخلو او کوم ځان کې نه.

ـ هغه اشخاص چې باسېواده دي

ـ هغه اشخاص چې بې سېواده دي

هغه اشحاص چې باسېواده دي که مونږ د هغوئ پر وړاندې مغلق او پېچیده اصطلاحات استعمال کړل، نو دومره مشکل به ونه اوسي، او د هغوې پوهول به اسانه وي. خو هغه اشخاص چې هغوئ بې سېواده دي د که مونږ چرته په خپلې وینا والۍ کې د هغوئ پر وړاندې مغلق او پيچیده اصطلاخاتو نه کار واخست نو ښايي هغوئ پرې پوه نه شي، ځکه زیاتره داسې بې سېواده اشخاص دي چې په عامیانه اصطلاحاتو یې هم پوهه دومره وارده نه ده نو په مغلقو به څه وارد شي؟ او چې هغوئ پرې وارد نه شول بیا د وینا کولو ته څه ضرورت؟ مونږ خو وینا د همدغه اشخاصو لپاره کوو، چې هغوئ پرې پوه نه شي بیا زمونږ وینا بې مانا ده، قوي وینا وال دلته کولای شي چې د انسانانو د طبقه بندۍ په اساس خپله وینا پرمخ یوسي، د بې سېواده پر وړاندې عامیانه اصطلاحات وکاروي او د پوه اشخاصو په مقابل کې که مغلق اصطلاخات هم وکاروي دومره باک نکړي.

دا هغه پنځه ځانګړنې وې، چې مونږ یې باید د وینا پرمهال ځان کې راولو او عملي کړو ترڅو وینا مو په ښه شکل سرته ورسېږي او ناست خاضرین مو له وینا څخه پوره اخذ واخلي.

*****************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.