بامیه بهترین خواړه

923

د سړيو د بدن جوړښت تر ښځو ډېر زیات توپیر لري او دواړو نر او ښځې ته غذايي مواد خورا ډېره ګټه رسوي، خو ځينې مېوې او سبزیانې بیا داسې هم دي، چې یوازې سړيو ته ګټه لري او یا هم یوازې سړیو ته زیان رسوي، خو پر ښځو بیا بده اغېزه نه کوي.

د سړيو د بدن جوړښت داسې دی چې تل احتیاط غواړي، ځکه که چېرته سړي داسې غذايي مواد وخوري، چې هغه د ده د بدن د جوړښت لپاره مناسب نه دي، نو کېدای شي د هغوی بچیان هم کمزوري پیدا شي او د روغتیا له اړخه به روغ ونه اوسي. ځيني غذايي مواد د سړیو لپاره خورا ګټه لري، چې د ډاکټرانو له خوا تل سړیو ته یې د خوراک سپارښتنه کېږي.

بامیه هم له هغو سبزیانو څخه ده، چې سړیو ته ډېره زیاته ګټه لري او سړي یې باید د خپل غذايي رژیم برخه وګرځوي. د بامیا خاصیت سوړ دی، یعنې ګرم طبیعت نه لري، انسان ته هیڅ ډول حساسیتي ناروغۍ نه پیدا کوي او پر دې ګټو سربېره د انسان په بدن کې د پروستات غدې هم پیاوړې کوي.

بامیه د سړیو مني زیاتوي او پیاوړې کوي، خو هغه سړي چې د ډاکټرانو له خوا ورته د مني د پیاوړي کولو لپاره د درملو د خوړلو سپارښتنه شوې وي، نو هغوی دې د بامیا له خوړلو څخه ډډه وکړي.

لاندې د بامیه د خاصیتونو په اړه لولئ:

۱:- د بامیه خاصیت سوړ او لوند دی یعنې بامیا د نخودو او کورخو په څېر ګرمې نه دي.

۲:- بامیه چې سمه پخه وي، نو نرمه وي او چې کله یې پخوئ نو ورته پام کړئ، چې نرمه اوسي، ځکه کلکې هغه یې ډېری وخت خامې وي.

۳:- هغه کسان چې سوزک لري او د تشو ادرارو پر وخت د درد احساس کوي، نو هغوی دې د بامیه اوبه وڅښي.

۴:- د سینې د خونرېزۍ مخه نیسي.

۵:- جوش کړې بامیه د مثانې تيږې له منځه وړي.

۶:- خو د بامیه بیا یو خاصیت دا هم دی، چې د انسان په بدن کې خولې زیاتوي، ځکه چې بامیا لوند خاصیت لري او یاد لوندوالی یې د انسان په بدن باندې هم اغېزه کوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.