د افغانستان د اسلامي اِمارت مشرانو ته دریم پرانیستی لیک

عبدالباري جهاني

962

بسم الله الرحمن الرحیم

د افغانستان د اسلامي اِمارت مشرانو ته دریم پرانیستی لیک:

د اسلامي اِمارت قدرمنو مشرانو السلام علیکم!

پوهېږم چي زما دغه لیک به یا تاسي ته ونه رسیږي او که درته ورسیږي نو چنداني اغېزه به ونه کړي؛ خو زه د یوه تعلیم یافته، بوډا او مهاجر افغان په حیث، د خپل وجداني مسوولیت د رفع کولو لپاره دا څو کرښی درته لیکم:
درنو مشرانو! تاسي له یوې خوا د لېسو او پوهنتونونو دروازې د نجونو پرمخ بندي کړي او هغه ښځینه ماموریني مو په کورونو کي کښېنولي دي چي د خپل اولاد لپاره د نفقې برابرولو مسوولیت یې درلود. په دې توګه مو په هیواد کي دننه او له هیواد څخه بهر ټول تعلیم یافته کسان له ځان څخه خوابدي کړي دي.
د بیان د آزادۍ پر ضد مو جهاد اعلان کړی او هر څوک چي ستاسي پر کړنو باندي د انتقاد کولو جرأت کوي هغه د مطیع الله ویسا په څېر په زندان ننه باسی او د زنداني کېدلو لپاره یې داسي دلایل راوړی چي نه په داخل او نه په بهر کي د چا د قناعت وړ دي. د دې ترڅنګ لا ، د پخواني رژیم د طرفدارانو او قوماناندانو، په مرموز شکل قتلونه روان دي چي ټول خلک یې ستاسي څخه بولي او په دې اړه ستاسي د بې خبری اعلامیو ته هیڅ څوک غوږ نه ایږدي اوباور نه په کوي.
درنو مشرانو! په زور د قدرت نیول ممکن دي خو په زور ساتل یې، تاریخ ثابته کړې ده چي، غیر ممکن دي. دې ټکي ته باید ستاسي توجه را واړوم چي نه پښتانه او نه د افغانستان هیڅ قوم دا حق لري چي قدرت انحصار کړي او نور قومونه، چي د پښتنو په څېر، له سل هاوو او حتی زرهاوو کلونو راهیسي په دې خاوره کي اوسیږي له قدرت څخه محروم او تجرید کړي. ستاسي د نظام اوسنی قدرت نه یوازي د پښتنو بلکه په خاصه توګه د جنوب غرب د حوزې د طالبانو، یا په اصطلاح لوی کندهار، په لاس کي دی. په دې توګه مو د هیواد ټول اقوام، تاجک، هزاره، اوزبیک، ترکمن او نور واړه قومونه، او حتی غیر کندهاري پښتانه، له ځان څخه خوابدي کړي او ټولو پښتنو ته، په تېره بیا د جنوب غرب د حوزې اوسېدونکو ته، بد بین کړي دي. که خدای مه کړه کومه بده پېښه کیږي ( چي حوادث، لکه څرنګه چي ومو لیدل، په هیڅ توګه د اعتبار وړ نه دي) نو بیا به ټول پښتانه، چي ستاسي سره په هیڅ ډول ګټه کي شریک نه ول په ټول تاوان کي درسره شریک وي.
زما دا خبري ټوکي مه ګڼۍ. دلته، زموږ مخي ته، د شوروي اتحاد سرو لښکرو شرمونکې ماته وکړه. د پاکستاني مجاهدینو د وحشت نظام ستاسي په مقابل کي، چي له هغوی څخه د خلکو نارضاییت مو اصلي ملګری وو، سقوط وکړ. ستاسي لومړني نظام له وهابیانو سره د دوستی او له خپلو خلکو سره د دښمنۍ کولو سزا ولیده. د امریکا او ټولي ناټو قواوو په دې خاوره کي ماته وکړه. تاسي څه فکر کوی؟ تاسي له فولادو جوړ سوي یاست؟ زه دا منم چي امریکا به تاسي ته د ډالرو څلوېښت میلیوني بستې را استوي. مګر د ا بستې هم تر قیامته دوام نه کوي. امریکا چي د حامد کرزي او اشرف غني د حکومتونو سره وفا ونه کړه ستاسي سره یې هم انډیوالي تر مطلبه ده.
یوه ورځ به نه امریکا او نه به یې د ډالرو بستې وي او بیا به تاسي او دغه ناراض او خښمېدلی اولس سره پاته یاست. لکه تاسي چي د امریکا ټانکونه او هاموې زره پوښونه په موټرسیکلونو ونیول د دې وطن ناراضي اولسونه به ستاسي څخه موټر سیکلونه په تش لاس او بایسکلونو واخلي. خو بیا هم وایم چي له بده مرغه ، د ټولو راتلونکو بدو پیښو، تر ټولو لوی تاوان به پښتنو ته رسیږي؛ ځکه چي تاسي ټول پښتانه یاست او د افغانستان د نورو ټولو اوسېدونکو شریفو قومونو پر حقوقو مو پښه ایښې او تجرید کړي مو دي.
د نړۍ هر وګړی چي ستاسي نوم اوري په ښه سترګه نه درته ګوري. په خارج کي اوسېدونکي افغانان، ستاسي د اعمالو له امله، د پښتانه په نامه شرمیږي. ملګري ملتونه ستاسي له ټولو پالیسیو سره مخالفت لري. په نړۍ کي هیڅ هیواد، حتی پاکستان، په رسمیت نه یاست پېژندلي. دا حالت تر قیامته دوام نه سي کولای. په داخل کي له ټولو غیر پښتون قومونو، منورو پښتنو او په بهر کي له ټولي نړۍ سره مقابله تر قیامته ممکنه نه ده.
تاسي به د قدرت نشې اخیستي یاست ځکه مو سترګي ړندې او غوږونه کاڼه دي. خو موږ چي په قدرت کي شریک نه یو او له دې نشې څخه لیري پراته یو هم مو سترګي کار کوي او هم مو غوږونه اوري. که تاسي نه وینی او نه اوری نو زموږ او د خپلو ناراضو اولسونو له سترګو او غوږونو څخه کار واخلی. په جرأت درته ویلای سم چي په هیواد کي دننه، لکه ستاسي د لومړني طالباني نظام په څېر، چي مایې پخپله ملامحمدعمر ته یادونه وکړه، په سلو کي سل خلک درڅخه ناراض دي. او د تاریخ په حافظه کي داسي قدرت نسته چي پر دښمن او ناراض اولس یې تر ابده په زور حکومت کړی وي.

و ما علینا الّا البلاغ المبین

عبدالباري جهاني

د وري لسمه، 1402 لمریز کال

*****************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.