د مطيع الله ويسا کورنۍ وايي د هغه روغتيايي وضعيت په اړه اندېښنه لري

718

افغانستان کې د ماشومانو د زدکړې فعال مطیع الله ویسا کورنۍ وايي د طالبانو له خوا له نیول کېدو وروسته د هغه د روغتیايي وضعیت په اړه ژوره اندېښنه او په دې اړه هېڅ معلومات نه لري چې هغه په څه ډول شرایطو په بند کې ساتل کېږي.

د نوموړي ورور عطاء الله ویسا بي بي سي ته وویل، ورور یې د ټولو پېژندل شویو نورمونو خلاف نیول شوی او غوښتنه کوي چې باید ژر تر ژره خوشي شي.

نوموړي وايي،”دا دي دوه اوونۍ وشوې چې ما او کورنۍ يې مطيع الله ويسا نه دی لیدلی موږ يې د ليدلو غوښتنه لرله خو موږ تراوسه نه ما او کورنۍ يې دا ډاډ ترلاسه کړی چې ورسره وګورو.”

مطیع الله ویسا د قلم لارې ټولنې مشر دی او له نژدې پنځلسو کلونو راهیسې د افغانستان په بېلابېلو سیمو په تېره لرې پرتو سیمو کې، زدکړې ته د هڅونې کمپاین چلوي.

نوموړی په دې وروستیو کې له یو شمېر نړیوالو استازو سره کابل کې لیدلي وو او په افغانستان کې يې د نجونو د زدکړې او د طالبانو له خوا د نجونو پر زدکړې د لګول شویو بندیزونو په اړه خبرې کړې وې.

مطیع الله ویسا کابل کې د طالبانو د امنیتي ادارې له خوا داسې مهال ونیول شو چې جنیوا کې یې په یوه نړیواله غونډه کې د ګډون لپاره چمتووالی نیوه.

د هغه ورور عطاء الله ویسا بي بي سي سره خبرو کې د بشري حقونو له نړیواله بنسټونواو نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د ورور په خوشې کولو کې مرسته وکړي.

نوموړي وويل، “زه له ټولو نړيوالو ادارو عدالت غواړم، زما ورور په کوم تور نيول شوی او ولې داسې ساتل کېږي چې کورنۍ يې نه دی ليدلی، زموږ غوښتنه دا ده چې ژر تر ژره يې خوشي کړي.”

طالبانو د مطیع الله ویسا د نیونې د لامل په اړه ډېر تفصیل نه دی ورکړی ، خو ویاند یې ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته ویلي چې هغه، د ده په وینا داسې کړنې کولې چې شک پرې کېده نو ځکه د سپيناوي لپاره نیول شوی دی.

ګڼو نړیوالو بنسټونو او د بشري حقونو فعالانو له طالبانو غوښتي چې مطیع الله ویسا او نور فرهنګي او مدني فعالان چې د دوی په بند کې دي خوشې کړي.

bbc-pashto

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.