روژه والې لنډۍ، اتمه برخه

راټولونکی: ګل آغا احمدي وردګ

559

د روژې تنده تر ماښامه

ستا د دیدن تنده به تور لحد ته وړمه

د روژې تنده دې هېرېږي

که د دیدن تنده دې ولیده مینه

د روژې تنګ بندیز راغلی

 له خولګۍ تېر یم تش دیدن غواړم مینه

د روژې ټوله میاشت نېکمرغه

چې د رحمت، عفوې، نجات زېری لرینه

د روژې شپه ده سوال به وکړم

شېرین جانان که چېرې زما په برخه شینه

د روژې شل ورځې شوې تېرې

 خدایه چې لس نورې به څنګه تېرې شینه

د روژې میاشت په تېرېدو ده

د اختر شپه د جانان غېږې ته وروړمه

شېرینه یاره په روژه کې

راپسې کړه سهار دعا، ماښام نفلونه

د روژې هر ماښام اختر دی

جانانه راشه چې شپېته اختره شینه

د روژې هر ماښام اختر دی

ذرې، ذرې د پړشمي د لاسه یمه

د روژې هر ماښام مې وژني

 بې موره کور راته سپېره ښکاري مینه

د روژې هسې نوم بدنام دی

سړی له ځایه عصبي دی قار کوینه

د سپینې خولې طلب به نه کړې

سبا روژه ده ګنهګار به شې مینه

د قدر شپه ده سوال قبلېږي

زه به د سولې  دعاګانې کړم مینه

د کور او کلي روژه ماتی

پیدا مې نه کړ په پردو، پردو ملکونه

د لاس بنګړي دې راته مات کړل

په پړشمي به مور ته څه وایم مینه

د مینې یار مې روژتی دی

د زړه په مینه به پخلی ورته کومه

د نارینه وو خواري نشته

خواره مېرمن ده پړشمی تیاروینه

د نسواري سره مې ژوند دی

ټوله روژه را باندې ګډه وډه شینه

د وچې خولې آزار دې واخیست

د پړشمي اوښکو لانده کړل بالښتونه

د یار د غمه مې روژه ده

 د تصور په تراوېح شپه سبا کومه

دا پړشمی، دا روژه ماتی

 بې له ادکې کله خوند کوي مینه

داسې په څنګ رانه تېرېږې

لکه روژه درباندې ما نیولې وینه

دومره په ډار کې ژوندون مه کړه

دېرشو روژو کې مغفرت شته دی مینه

دیدن دې داسې مزه وکړه

 لکه مزه چې د روژې ماښام کوینه

دیدن کوه خطر یې نشته

په رمضان کې شیطانان تړلي وینه

د پاملرنې وړ ټکی: د روژه والو لنډیو موضوع د روژې د سپېڅلو دیني ارزښتونو په بیانولو سربېره د انسانانو تر منځ د مینې، محبت، سولې، ورورګلوي، زړه سوي، شفقت، مهربانۍ، پوهې او په داسې نورو برخو هم بحث کوي او هره لنډۍ ځانګړی مضمون لري. لنډۍ انسانان د ژوند د داسې هسکو معیارونو مالکیت ته رابولي چې د ښکلاوو په سمسورو معنوي او رنګینو زېوراتو سمبال وي.

د (روژه والې لنډۍ) د سلسلې نهمه برخه به ژر خپره شي، له موږ سره اوسئ…

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.