روژه والې لنډۍ، څوارلسمه برخه

راټولونکی: ګل آغا احمدي وردګ

653

ښېرې به یې ولې نه قبلېږې

یار په معصومه خوله روژې نیولې دینه

صبر کوه، صبر مې کړی

روژه تېرېږي بیا به وکړو دیدنونه

غرق شې آذان را باندې وشو

 حقه روژه ده ګنهګار به شو مینه

فرضي روژه ده غلی کښېنه

چې اختر راشي بیا دې هره یوه منمه

فرضي روژه مې ده نیولې

په رمضان کې معافي غواړم مینه

فرضي روژې ته خوشحالېږم

ستا د دیدن روژه کې مړه تبه لرمه

قاري به ولې خوښي نه کړي

چې د روژې ختمانه جیب ته اچوینه

ملا تراوېح دې کړه را لنډې

سخته ګرمي ده ستړی شوی یم مینه

قاري د خدای روی مې دروی

د تراوېح تلاوت سم کوه مینه

قرآن روژه کې نازل شوی

د قدر شپه پرې ګواهي وایي مینه

کمکي جانان روژه نیولې

په روژه ماتي به یې ښه ونازومه

که په روژه کې جانان راشي

روژه به و خورم جانان نه خپه کومه

که په روژه کې مې یار راغی

روژه به پرېږدم ګران به نه خپه کومه

که ته مین په رمضان شوې

خدای به جنت په بدله کې درکوینه

که ثواب غواړې دیدن مه کړه

د روژې میاشت ده دیدن ډېر څه ورانوینه

که چا ویل چې جانان راغی

په خوله روژه به په غرمه کې ماته کړمه

که چا ویل چې روژه راغله

په دغه زېري به حاصل کړي ثوابونه

که چا ویل چې نن ماښام شو

زه به خرما په روژه ماتي ورکومه

که خدای کول جنت به مومم

ما ته روژې د شفاعت ویلي دینه

که د روژې آزار قبلېږي

په روژه ماتي ښېرې کړم تا غرقومه

که د روژې په غرمه راغلې

زه به درووزم وچې شونډې، تش لاسونه

که د روژې په غرمه راغی

روژه به و خورم، ګران به نه خپه کومه

که دیدن غواړې سبا راشه

روژه را درومي بیا به نه وي دیدنونه

که دیدن کړې بیړه راوکړه

سبا روژه ده یاره نشته دیدنونه

که سروکال ټوله روژه وای

زما د یار دیدن به نه وو په عمرونه

که بیا مې سل کاله روژه شي

یو پړشمی خدایه د یار په شونډو کړمه

که نصیبونه په رښتیا وي

زموږ نصیب کې یې روژې لیکلې دینه

ګران د روژې په ماښام راغی

له پیرکي سره یو ځای ور ووتمه

لالی مې کلک په خوب ویده دی

د پړشمي ملانو وکړل اذانونه

د (روژه والې لنډۍ) د سلسلې پنځلسمه برخه به ژر خپره شي له موږ سره اوسئ. هیله ده چې ګل آغا احمدي پخپلو دعاګانو کې یاد کړئ. مننه

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.