روژه والې لنډۍ، پنځلسمه برخه

راټولونکی: ګل آغا احمدي وردګ

613

خاونده بیا دې په روژه کړم

د ورک جانان دیدن ته وږې ناسته یمه

لالیه ځه بازار ته لاړ شه

لومړۍ روژه ده ګندنه راوړه مینه

لالیه ستا د سفر وخت شو

زه د روژې په غرمه ګرده تاوېدمه

لکه چې وخت د پړشمي شو

د شالیلا د بنګړو شرنګ مې واورېدنه

لکه روژه په آسمان راشه

لکه اختر مې څنګ ته ښکته شه مینه

له بې ادکي ماښامی وو

په روژه ماتي کې سلګو نیولی ومه

له خوبه پاڅېږه نېکبختې

د پړشمي اوړه دې غوا خوړلي دینه

څه په خواږه خوب کې ویده ده

پړشمی تېر دی ملایان کړي اذانونه

له روژې مخکې دیدن وکړه

د روژې میاشت کې یاره نشته دیدنونه

له سپینې خولې نه توبه ګار شه

سبا روژه ده ګنهګار به شې مینه

له لېونۍ مینې دې جار شم

ناروغه زه یم روژې ته نیسې مینه

له موره ورکه مسافره

چې پړشمي ته به دې څوک را ویښوینه؟

لیلا ماښام شو را نږدې شه

زه روژماتی ستا په سپینه خوله کومه

ما په اوبو روژه کړه ماته

خلک روژه د یار په شونډو ماتوینه

ما ته د خیال کمیس را واخله

روژه به تېره شي، اختر راځي مینه

ما خو څه خط درکړی نه دی

چې په روژه کې به دې هم سلام کومه

ما د روژې ویلي نه وو

 ما په بوزه کې د وعدې ویلي وونه

ما د روژې له مقام جار کړې

روژه د خدای ده، خدای یې اجر ورکوینه

د (روژه والې لنډۍ) د سلسلې شپاړسمه برخه به ژر خپره شي، له موږ سره اوسئ او ګل آغا احمدي په خپلو نغدو روژه والو دعاګانو کې مه هېروئ. مننه

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.