ځان مطرح کول او  بل تحقیرول

سید عبید الله نادر

179

ځیني د خپل شخصیت لوړ والی ، د بل په تحقیر او حقارت کې ګوري ، او دا زما په تجربو سره ثابته شوي ،چې په دي اویا او یا زیات او کم عمر چې لرمه د داسي صحنو سره مخ شوی یم ، په تجربو سره راته ثابته شوي چې ، دا ټول هغه کسان دي چې اهلیت او پوهنه نه لري ،او کوم سړی یا مقابل لور چې دوی غواړي تحقیر کړي، د هغه پوهنه او تجربه تر هغه (تحقیر کونکي) څو چندانی وي او له بله خوا دی په خپل جاهلانه حرکت سره په دي هم نه پوهیږي چې دی په نا آګاهانه ډول سره ، د مقابل لور په شخصیت پوهنې او لوړ والی اعتراف کوی ،او د ناستو کسانو څخه به پوه کسان د دي درک هم وکولای شي ،او دی چې کوم کم والی د مقابل لور په پرتله په ځان کې ویني ،په هغي احساس د کمتری کوی ،او په هغي شرمیږي او په دي ډول دا شرم پټوي.

چې دا کار د داسو کسانو شخصیت ټیټ راولي او دا کسان د خپل اخلاقی ،علمی ،تربیوي او انسانی کمبود نه چې په خپل ځان کې یې ویني ځوریږي ،او په اصطلاح رنځ وړي ، نو دا وجهه ده چې دی غواړي ،د بل د تحقیر او کم راوستو له لارې ، خپل شخصیت لوړ وښايي ،لیکن اکثرأ څرنګه چې زه یې شاهد یم ،په مجلس کې اکثرأ داسي خلک ناست وي چې د دي درک کولای شي ،چې دی څومره په ځان کې، احساس د حقارت کوي ،او د ده په عمل پوهیدلای شي ،خو یا د هغه وجهی نه چې د هغه په کور کې به وي یا میلمه وي ورته څه نه وایي ، او یا هم د جرأت د کم والي په وجهه به ورته څه نه وايی او یا څه  نه شي وئیلای ، نو زیات داسی خلک غواړي ځان په ټولنه کې خصوصأ په محفلونو کې د خلکو په مخ کې ځانونه مطرح کړي او دا ځان ښودنه دوي د غرور او تکبر خواته راکاږي ،هماغه د حضرت بایزید علیه الرحمه معنی داره وجیزه ده چې وایي : (هرګز از متکبر بوی معرفت نیاید ) یعنی هیڅ کله به د متکبر څخه د معرفت او پوهنې بوی را نه شي ،او دا ډیر پرځای او صحیح خبره ده ،چې کیدای شي دا ټول لوستونکی یې راسره ومني او کیدای شي ډیری لوستونکی د دغسي صحنو سره مخامخ شوي،  هم وي او زما دا مضمون ورته په زړه پوری وي.

ځکه دا خلک نه یواځي په وړو ټولنو او کورنیوکې شته ،بلکه د سیاست په میدان کې هم داسي خلک شته ،او دا کار د انسانانو معنوي اعتبار د ټولنې او خلکو په وړاندی زیانمنوي ، باید کوښښ وکړو چې د دا راز ځان ښودنو او ځان مطرح کولو د خلکو په وړاندی ،او یا په ټولنه او یا محفلونو کې او میلمستیا ګانو کې ځانونه وساتو ځکه که مونږ داسی و انګیرو چې ورځه دا نن ورځ می ځان دلته وښوده ،او فلانی می تحقیر کړ ،او ځان می مطرح کړ ،چې آیا د مجلس دا ناست کسان به په راتلونکي کې د ده په هکله څه فکر کوي ،او دا د تعلیم تربیی او نزاکت پوهیدنی ضعف ،  په دي څو کالو کې په ځوانانو کې ما ډیر ولید ،او دا کار په داسي ټولنو کې چې ورځ په ورځ لوستی او نزاکت پوهه کسانو شمیر یې زیاتیږي د شرم خبره څه چې لوی عیب دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.