روژه والې لنډۍ، دولسمه برخه

راټولونکی: ګل آغا احمدي وردګ

648

روژې په ستړي امت راشه

سخت ګنهګار دی، لږ نجات ورکړه مینه

زه به روژې نیسم جانانه

ته د تهجد لمنځونه کړه چې یو ځای شونه

روژه کې خلک صدقه کړي

تا د دیدن صدقه و نه کړه مینه

روژه کې دوې خوشحالۍ راغلې

 یو روژه ماتی، بل د خدای پاک دیدنونه

روژه کې زموږ په ماښام راشه

زموږ دستور دی مېلمه نه خپه کوونه

روژه کې غلی شه جانانه

 زه مې روژه د خدای په ذکر تېرومه

روژه کې هر یو سوال قبلېږي

زه به مې خدای ته ستا د مینې سوال کومه

روژه له یاره سره خوند کړي

د پردېسۍ روژه بې خونده وي مینه

روژه منو حکم د خدای دی

خو د ظالمو خلکو نه منو امرونه

روژه مومن امت ته راغله

له هر جومات د عبادت آواز راځینه

روژه یې تېره په خدمت شي

د ویاړ مېرمنې روژه ماتی پخوینه

روژه، بوزه ورته یو شان وي

خوار خلک خوار دي همېشه یې روژه وینه

روژې ته ځکه خوشحالېږم

چې مرور آشنا به ووینم مینه

روژې ته ډېر خلک خوشحال وي

په زړګي خوښ وي وایې کله به راځینه

روژې ته شاته شاته ګورم

لکه بایللی جوارګر چې کور ته ځینه

روژې خبره یې که نه یې

زه د ریان په دروازه ولاړه یمه

روژې د تا له برکته

خدای شیطانان په ځنځیرو تړلي دینه

روژې د خدای روی مې دروړی

زما په تږي یار آسانه شه مینه

روژې لږ رحم خو پرې وکړه

په خېټور جانان به نه کوې ظلمونه

روژې د خدای لپاره راشه

د جګړه مارو زړونه نرم کړه مینه

روژې د وصل مې زړه شین کړ

نه یې لاس راکړ، نه یې راکړل ځوابونه

د زړه غالۍ مې کړې هوارې

زه د روژې په استقبال ولاړه یمه

روژې دې خدای قبولې مه کړه

تا جینکو ته په غلا، غلا کتلي دینه

روژې لږ پام به ورته ساتې

زما جانان تر ګل نازک دی مړ به شینه

روژې وعده راسره کړې

زما نس پړس جانان به نه آزاروینه

زړګي مې داسې راته ووې

چې روژه پرېږده یار دې واړوه تر غرونه

زړګی مې تا پسې زېړېږي

خلکو ته وایم چې نفلي روژې لرمه

زړګی مې سوی لکه سکور دی

فرضي روژه کې به یې څنګه سپینومه

زما په پټه خوله روژه ده

په رمضان کې نږدې مه راځه مینه

زما دې ټول بدن ایرې شي

غوټه روژه کې مې ستا سوچ ولې کاونه

زما په ټول وجود اور بل شو

روغه روژه کې مخته راغللې

زما دې سوي رنګ ته ګوره

پاتې روژه کې به لا نوره څنګه شمه

زما دې نیمه روژه وسوه

چې له کړکۍ نه دې نیمکښ را وکاتنه

زما دې روژه کړله خرابه

ما دې خدای څنګه کړي چې تاسو کره تلمه

زویکه پاڅه پړشمی دی

په دغه غږ پسې غوږونه ګرځومه

د (روژه والې لنډۍ) د سلسلې دیارلسمه برخه به ژر خپره شي، له موږ سره اوسئ…

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.