د سور لبلبو ځواک او ګټې

909

دا نبات لږ کالوري لري او ورسره د انرژۍ او ځواک يوه بډايه سرچينه ده.
۱ـ لبلبو ځيګر ته ډيره ګټه رسوي، د دغه نبات رنګ له ځيګر څخه غوړ او زهري مواد پاکوي. سور رنګه لبلبو د تریخې يا (کيسه صفرا) ځواک زياتوي او په بدن کي د کلسترولو کچه ټيټوي.
۲ـ لبلبو حجرې ژغوري، سور لبلبو ډير اکسيدانت لري، چې دا د حجرو او رګونو په ساتنه او بيا رغاونه کې مرسته کوی او د زړه ځواک زياتوي.
۳ـ لبلبو انسان بيدار ساتي، سور لبلبو په پراخه کچه اوسپنه او د فاليک اسید لري. دغه دواړه د انسان په بدن کې د ويني په جوړښت او د نويو حجرو په رامنځ ته کولو کې ډير اړين دي، دغه راز ستړيا اوسستوالې له منځه وړي.

۴- لبلبو هډوکي ځواکمنوي، د سور لبلبو پاڼې د هډوکو کلکوالي له پاره لا زيات کلسیم لري، چې ښې خوندوري هم دي.
۵ ـ فعالعيت زياتوی، د ورزشکارانو په منځ کي وروستۍ څيړنې ښودلې: چې هره ورځ په پرله پسې ډول د سور لبلبو خوراک، د بیلګې په توګه اوبه يا د جوس سکل يې، کولې شي په رګونو کې د وينی بهيدل پراخ او فشار يې کم کړي.
په دې ډول به د بدن غړو ته په ښه توګه اکسیجن ورسیږي.
په ياده څيړنه کې راغلي، که تاسې غواړئ چې د ویني فشار مو سم او په هاضمي سيستم کې ستونزه ونه لرئ، په وینه کي مو غوړ يا کلسترول ټيټ شي، نو د خپل ورځني ژوند په خوړو کې مو سور لبلبو شامل کړئ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.