له روژه ماتي وروسته سګريټ څکول د ناپامه مړینې ګواښ زیاتوي

ریاض احمد

359

روژه د نورو برکتونو سربېره دا خوبي هم لري چې انسان په کې له یوه داسې بد عادت څخه ځان ژغورلای شي چې دده لپاره د مړینې یا کوم بل ستر زیان لامل ګرځي.
په ترکیه کې د یوې تازه ترسره شوې څیړنې له مخې ویل شوي چې له روژه ماتي وروسته د سګریټ څکولو څخه تر ټولو خطرناک کار بل نه لیدل کیږي.
د څیړنې له مخې چې د روژه ماتي پرمهال بدن ته د اوبو، ګلوکوز او اکسیجن سخته اړتیا وي، په داسې وخت کې د سګریټ یو څک سره د بدن رګونه خرابیږي او په وینه کې اکسیجن په سمه توګه نه جذبیږي.
په دې سره وینه ټینګیږي چې په رګونو کې یې د جمع کیدو ګواښ زیاتیږي، د زړه درزا ته زیان رسیږي او د وینې فشار او کولیسترول اندازه لوړیږي، دغه ټول لاملونه د زړه ناروغۍ څو چنده زیاتوي.
په یاده څیړنه کې شامل یو پوه ډاکټر وایي چې د روژې په مبارکه میاشت کې له روژه ماتي وروسته سګریټ څکول نه دا چې زړه په ناروغۍ اخته کوي بلکې ددې سربېره یې بدن له بوږنونکي او سخت حالت سره مخ کیږي او لاس او پښې یې هم رپیږي.
څیړونکي وایي چې په روژه کې بدن ته زیان رسیدل له یوولس میاشتې بوزې څخه څو چنده زیات زیانمن دي، له اوږدې مودې وروسته (چې انسان ټوله ورځ روژه وي) سګریټ څکول د بدن دفاعي سیستم ګډوډوي چې د روغتیا لپاره هلاکونکی دی.
څیړنه زیاتوي؛ د سګریټ څکولو خطرونو ته په کتلو ددې پریښودل تر ټولو غوره لار ده، خو که بیا هم ددغه بد عادت څخه خلاصی نه لیدل کیږي نو له روژه ماتي نیم ساعت یا ۴۰ دقیقې وروسته دې وڅکل شي، دغه کار سره د همیشه سګریټ څکولو څخه ځان هم ژغورل کیدلای شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.