ملګري ملتونه د افغانستان په اړه نړيواله غونډه جوړوي

1,042
23 ساعتونه مخکې

ملګري ملتونه د می میاشتې په لومړۍ او دوهمه نېټه د افغانستان په هکله په دوحه کې يوه نړېواله غونډه جوړوي. د دغه سازمان د عمومي منشي ویاند وویل چې د غونډې استازې به افغانستان ته د یوې «تلپاتې حل لارې» د موندلو هڅه وکړي.

د فرانسې خبري آژانس د پنجشنبې ورځې د رپوټ پر اساس، د آنتونيو ګوتریش ویاند، ستیفن دوجاريک، وويل چې ګوتریش به د افغانستان له پاره د مختلفو هیوادونو د ځانګړو استازو د تړلو دروازو تر شا د ېوې غونډې کوربتوب وکړي.

کوم چې موخه ېې د طالب چارواکو له خوا پر ښځو د لګول شوو بندیزونو په ګډون اندېښنو ته «د انتظاراتو مشخصول» دي.

دوجاریک د ملګرو ملتونو په مقر کې خبریالانو ته وويل چې «د دا ډول ېوې کوچنۍ ډلې له غونډې څخه هدف دا دی چې موږ د ګډو موخو په رڼا کې د افغانستان د وضعیت په تړاو نړیوال مشارکت تقویه کړو.»

طالبان له بیا ځلې واکمنیدو راهیسې په ځانګړې توګه د ښځو پر وړاندې ډیر محدودیتونه لګولي
طالبان له بیا ځلې واکمنیدو راهیسې په ځانګړې توګه د ښځو پر وړاندې ډیر محدودیتونه لګوليانځور: Ebrahim Noroozi/AP/dpa/picture alliance

د خپرو شوو رپوټونو پر اساس، دوجاریک وضاحت ورکړ چې په غونډه کې به د هیوادونو استازې د خپلو ګډو اهدافو پر بنسټ، په افغانستان کې د یو باثباته وضعیت د رامنځ ته کولو له پاره بحثونه وکړي.

لا روښانه نه ده چې آيا په دغه غونډه کې به د طالبانو له رهبرۍ څخه هم څوک ګډون ولرې او که نه.

د قطر په پلازمینه دوحه کې د افغانستان په هکله د دغې جوړېدونکې غونډې رابلل، د افغانستان په هکله د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستېالې آمينه محمد د دوشنبې ورځې د څرګندو په تعقیب اعلانيږي. هغې وېلي وو چې دغه ټولنه په نظر کې لري په راتلونکو ورځو کې د افغانستان په هکله یوه غونډه جوړه کړي چې پکې به د طالبانو حکومت د رسمیت پېژندلو په هکله هم خبرې وشي.

هغې ويلي ول چې د «کوچنیو ګامونو» له پاره د هیوادونو د استازو دغه غونډه به په احتمال سره وشي کړای د طالبانو حکومت د نړېوالې ټولنې له خوا د رسمیت پيژندلو یو مسیر ته سیخ کړي، البته د ضمیه شوو شرایطو په رڼا کې.

خو مېرمن محمد چې د امریکا په معتبر پرینسیتون پوهنتون کې غږېده، تر څنګ ېې دا هم وويل: «ځېنې په دې نظر دي چې دا ډول يو څه به هيڅکله هم پېښ نه شي. ځېنې نور دې چې بیا وايي، هو، داسې يو څه باېد ترسره شي.»

د ملګرو ملتونو دغې لوړپوړې چارواکې زیاته کړه: «طالبان ښکاره دا غواړي چې په رسمیت وپيژندل شي… او دا یوه وسيله ده چې موږ ېې په اختیار کې لرو.»

خو د سرمنشي ویاند، دوجاریک چې د افغانستان په مسئله کې ژور ښکیل دی، د چهارشنبې په ورځ ټينګار وکړ چې د مېرمن محمد «هدف په هيڅ صورت کې داسې نه وو چې نور څوک نه، بلکې یوازې غړي هیوادونه» د افغانستان حکومت د «رسمیت پېژندلو اختیارات لري.»

د ملګرو ملتونو اسمبلې د اعتبار ورکولو کمېټې په تېر دسمبر کې یوه پریکړه تصویب کړه چې د طالبانو له خوا دغه سازمان ته د نوي استازې د منلو له پاره هر ډول غوښتنه دې د تعویق په حال کې راوستل شي.

طالبانو د اپریل مياشتي پر څلورمه په ټول افغانستان کې د ملګرو ملتونو په اداراتو کې د ښځو پر کار بندیز اعلان کړ چې د هغوی دغه اقدام د نړېوالې ټولنې سختې نېوکې راپارولي دي. له دې سره دغه سازمان اړ شو چې په افغانستان کې د خپل ماموریت د ادامې په اړه ارزونه وکړي.

ملګري ملتونه په دوحه کې د افغانستان په هکله د یوې نړیوالې غونډې د جوړېدو اعلان یوه ورځ وروسته له هغې کوي چې دغه سازمان وويل چې په افغانستان کې د طالبانو د بيا واکمنېدو راهیسې ۳۴ میلیونه افغانان په فقر کې ژوند کوي. که د ملګرو ملتونو سازمان د افغانستان نفوس ۴۰ میلیونه اټکل کوي چې په دې حساب د افغانستان ۸۵ سلنه نفوس په فقر کې د ژوند شپې او ورځې تېروي.

طالبان د ۲۰۲۱م کال په اګست کې بیا پر افغانستان واکمن شول خو تر اوسه هيڅ هیواد د دوی حکومت په رسمیت نه دی پيژندلی.

دویچه ویله

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.