روغ آواز، په ”ماته شپېلۍ“ کې

عبدالودود همت عمرزوی

459

روغ آواز، په ”ماته شپېلۍ“ کې

څه غواړي”پسرلیه“ د ځوانی ځوانه غزل له ما
نور مي لکه ماته شپېلۍ زړه کې نوا کښېنسته
د انسان د دروني درد د فغان چیغه د خاموش دستور له شرمه د هنر کومي نرمي او مستوري وسيلې ته د خپل ځان د تراوش او تشولوپه پار په جادويې انداز پناه وروړي، هلته نو داسې کريغي ووهي او داسې زړه تش کړي چې که يې په عامه اوعادي توګه آن يولمحه وچغوي نو دنیابه په سرواخلي او د زمانې سنتي اوبې درده تمسخر به يې څومره ماشومانه رشخندوي؟! او په څومره بې خبری او بېباکی به ملنډي ورپوري وهي! مادلته د” مستوري وسيلې“ اصطلاح وکارول تاسوبه وایاست چې که درد د کومي مادي وسيلي له لاري سرشار اوفوران ونه کړي نو بیاخو هسي لکه ولاړي اوبه خپله کښيني او وچېږي، هو وچېږي مګر تبخیرهم کوي! اودا تبخیر لکه د اکسیجن او هایدروجن د مالیکولونو ذرات چې په فضاکې خپرېږي، همدغه شان د شاعر د زړه د دردونو انعکاس هم په بې درده نړی کې خپل سيګنالونه او وږمونه خپروي، نوبیا خو پوښتنه داده چې که د درد د اظهار لپاره هره ژبه غوره کوو نو دا خو لکه د سهار سترګه رسوا، رسوا اوپه غوغا، غوغاوي، دلته نو” مستوره اوخاموشه“ وسيله له کومه سوه؟
ځواب: هنرمند او واقعي شاعر داچغه په داسي راز او انداز کې وړاندي کوي چې د ټولنیز او وګړنیز لاشعور په تل کې غزوني او رسوب کوي، هو رسوب کوي مګر داسي رسوب چې هلته يې تومنه پاته وي او دی بیاهم په خپل ساحرانه الوت د زمانې د زړه ور په تخنوونکو ګوتو ورټکوي! اود درد حلوا په خوږلني ذایقې ويشي دا د هر عادي وګړي کار نه دی چې هم دي درد ویشي او هم دي  زړونه په خوږو څکو پرې تسخيروي! داچاره د لويو او رښتینو هنرپنځوالو او شاعرانو کار دی، چې له نېکه مرغه د افغان  ادبي آسمان په معاصره نړی کې يوداسي ماهر شپېلۍ وهونکی خدای تعالی ج راباندي لورولی دی چې د ملي درد شورته يې مترنمه او آهنګینه پسته مستوره ژبه ورکړه او د ملي آرمان داسي چغه يې وکړه چې د زمانې وجداني غوږونه يې په رمزي اوهنري کریغه وکړنګول، هو زمانه خو هسي هم په خپل سنتي تجاهل اوتغافل کې ډوبه او ورکه ده مګر، ”دا“ به هم په دې اړه له ځان سره اعتراف کوي چې د دې” ماتي شپېلۍ“ ویونکی څومره ادبي شاعرانه اوساحرانه انداز اوتبحر لري اوداويره به يې د ضمیر بغلونه ورتخنوي چې هسي نه يوه ورځ ددې طغیان لمبې ماوسوزي! هو دا خولا ”شپېلۍ ماته“ ده چې داسي روغ اوشعوري آغیزمند آواز کوي! که چېري روغه وای نو د بلي دنیاد غوږونو پردې به يې هم شرنګولي او ښورولي وای.
ماویل يو شپه به ږغوم په مینه تاته شپېلۍ.
خوڅه احوال به درته ووایې داماته شپېلۍ.
هو ماته شپېلۍ خو احوال نه سي راته ویلای مګر کله چې يې وهونکی داسي د دردونو د صیقل اوموسیقايې مهارت په هنرسمبال او عیار وي نوهله خوبه ”ماته شپېلی“ هم ټول حالونه په مترنم، غزليز انداز او آواز کې راته وايې.
دنیا کڼه ده د ويشتلي زړه فریاد نه اوري.
عبث له درده اړومه هري خواته شپېلۍ.
دنیا خو هسي هم کڼه ده ولي ای د شپېلی ماهره! ته مه ناهیلی کېږه! ستاد شپېلۍ اړول او را اړول د يوداسي وجداني عمیق درد د را ټوکېدو او جوشېدو باعث ګرځي چې دنيا هم ددې جادوګر آواز په آغیز د اعتراف سرخوځوي.
له زخمي زړه مي مګر واورمه د زړه خبري.
داچې لګیایم جوړوم د زړه نواته شپېلۍ.
شاعر د خپل زړه فردي درد ته دومره فکرمند اوناآرام نه دی، بلکه ډېرځله دده د شخصي درد ريښه د ملي درد له ژورو څخه منشااخلي، استاد پسرلي چې د خپل ملي ویر  ژړاته کومه صيقل سوې هنري_ طبیعي ژبه ورکړي ده فکرنه کوم چې بل شاعر دي په دغه پيمانه اودغسي انداز ادبي شهکار ترسره کړی وي.
مېږي او وري نه دي راپاته حتی سپی هم نشته.
د طبيعي ژوند له هستی ده بس راپاته شپېلۍ.
دلته شاعر له یوه اړخه د وطن د غمځپلي ناورین له بې رحمه ناکردو سرټکوي چې ددې خاوري مادي اومعنوي پانګه يې وتروړله اوله بله اړخه د طبيعي اوتصنعي ژوند يو پرتلیز توپيرهم مونږته په ډاګه کوي، کوچیاني ژوند ترډېره بریده هم په مادي لحاظ او په معنوي برخه کې خپل سوچه طبيعي رنګ لرلی دی نو استاد د ياد ژوند د طبيعي خوږلنو او ښيګڼو حسرتي ياد کوي.
چې د ټانکونو د زنځیر شرنګی دنیا کڼوي.
په دې محشرکې ”پسرلیه“ پټه ساته شپېلۍ.
وګوری د وخت د جبرپه وړاندي د ملي درد يو بشپړ غبرګوني سپېڅلی انځور.
پایله:
د ارواښاد استاد محمدصدیق پسرلي مغتنمه اومترنمه شاعري د پښتو ادب د ښېرازه پسرلي د بیا بیا راتګ زیری او د ښه شامت شګون دی، استاد چې هره شاعرانه خبره په کوم انداز کړې هغه د يو لوړ هنري او ادبي نبوغ ښکارندويې کوي، د استاد شاعري مختلف ګوټونه او بېل نوښتونه لري، زه چې ترکومه بریده د استاد پسرلي شاعري لولم او هرځل چې کومه ادبي اوفکري اخستنه ورڅخه کوم، دې پایلي ته رسېدلی يم چې د استاد د شاعری تفسیر اوتعبیر چې د ملي اوټولیزدرک لپاره څنګه لازم دی هغسي نه دی سوی، د استاد شاعري هم پېچلي هنري، فکري اوفلسفي کوایف لري اوهم د ملي غمونو اودردونو روښانه اوعام انځورونه وړاندي کوي، داچې استاد لاهم د خپل تخلیق اوتبحر په تناسب لږ پېژندل سوی دی ستونزه خپله د استاد په ادبي اوتخلیقي هستونوکې نه ده بلکه ستونزه زمونږ د ټولیز درک په کمزورتیااو ناخبرتیاکې ده، نوزه هيله کوم چې اهل قلموال د ارواښاد استاد د هنرد موخي اوپېغام په رسولوکې خپل غوره نقش او قلمي مسولیت په ښه شان اداکاندي ترڅو د استاد ملي هیلي او سپېڅلي هیوادني آرمانونه د پوره کېدو درشل ته ورسېږي،  د استاد محمدصدیق پسرلي شاعرانه او ملنګخویه سپېڅلې روح دې آرامه او ښاده وي.
په پېروزینه او درناوي

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.