بادونه

عبدالودود همت عمرزوی

307
درختي مغزي ښوروي.
د څڼو شنه تارونه لاندي لوېږي.
د ځمکي مخ په دوړو ښه وموږي.
بیايې په بل تاو کې څنډي ګردونه.
ډبري وڅخوي له خپله ځایه.
کله شرنګی سي سره وجنګېږي.
یو د بل سر په دې ټکرکې مات کړي.
غرونه د لویو لویو دښتو ترمنځ.
د باد د تللو تارو ږغ ته ورکړي.
څوسلامونه څویادونه د زړه.
باد يې هم ډډ ږغونه ورسوي.
ترلري لري بیابانونو پوري.
لکه آسونه بزکشي چې کوي.
داسي په تراټ چټکه منډه واخلي.
د خړو رېګو د ذرو کڅوڼه.
سورې سورې ترشا تویېږي ځیني.
داغ کړي رېګ لکه باران اوروي.
باد دی سرمسته هرځای سرجنګوي.
١٣\٤\١٤٠٢

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.