د سوريې پرون او نن

محمد سليم سليمان

510

د سوریې کورنۍ جګړه چې په عربي کې  الحرب الأهلية السورية‎ ورته ويل کېږي په لومړيو کې  د سوریې د خېزش په نامه  پيل شوه چې وروسته وروسته یې ابعاد پراخ شول او په يوې پراخې کورنۍ جګړې واوښته ، دا جګړه په ۲۰۱۱ کې پيل شوې وه،  په ۲۰۱۵ کې اوج ته ورسېده او په اوسمهال کې د جګړو په شدت کې کموالی راغلی خو لا هم په دې هېواد کې جګړې جريان لري.

 شاوخوا عربي هېوادونه او د سيمې هېوادونه لکه: امريکا، ايران ، ترکيه، امارات، سعودي ، روسيه او نور… پکې دخيل وو او له يوې او بلې غاړې او ډلې ټپلې څخه یې نظامي او مالي ملاتړ کاوه او تر اوسه پورې یې کوي.

په دې دوو وروستيو کلونو کې عربي هېوادونه او نور د سيمې هېوادونه وروسته له کلونو دې پايلې ته ورسېدل چې په سوريه کې له نظامي لارې او په ټوله کې د جنګونو له لارې خپلو موخو ته نشي رسېدلی نو یې بيرته د خبرو اترو لاره غوره کړه. او دا ګام یې هغه وخت واخيست چې  له ۲۰۱۱ څخه راپه دې خوا په دې جګړو کې تر ۶۰۰ زره سوري وګړي ووژل شوي، په ميليونونو له خپله هېواده کډوال او په بې ساري ډول دا هېواد وران او ويجاړ شوی دی. اماراتو، سعودي، لبنان، او نورو عربي هېوادونو د سوريې له دولت سره د خبرو لپاره راشه درشه پيل کړه او غواړي چې سوريه بيرته له کلونو (عرب ليګ) غونډو ته راولي او غړيتوب ورکړي. که څه هم د له سوریې سره د عربي هېوادونو په تودو اړيکو په ټينګولو او له ترکيې سره د سوریې په پيلېدونکو خبرو اترو واشنګټن راضي نه ښکاري او رياض و تل اويو دواړو ته يې ویلي چې د سوريې له حکومت سره د دوي په اړيکو اندېښمن دی او نه غواړي چې دا اړيکې دې بې قيد و شرطه جوړې شي.

ځکه امريکا له پیل څخه د سوريې د دولت د نسکورولو په لټه کې وه او له نورو کوچنيو ډلو او ګروپونو څخه یې نظامي ملاتړ کاوه او خپله یې به سوريه کې نظامي حضور درلود ترڅو د بشارلاسد نظام نسکور کړي او امريکا داسې ګڼي چې د عربي هېوادونو نزدېکت او ملګرتيا د سوريې له دولت سره په دې مانا ده چې امريکا په سوريه سربېره ان په سيمه کې سياست ناکام شوی او له بلې خوا د ايران او عربي هېوادونو تر منځ اړيکې هم امريکا وارخطا کړې ده او خپلې ستراتيژيکې ګټې په منځني ختيځ کې په خطر کې ويني.

له بله اړخه ځينې د سياسي چارو شنونکي په دې باور دي چې د سوریې او عربي هېوادونو د اړيکو نږدې کېدل په دې مانا دي چې امريکا تر ډېره خپل نفوذ او اعتبار په منځني ختيځ کې بايللی دی او ځای یې په تدريج سره چين او نور هېوادونه نيسي.

د عرب ليګ په راتلونکې غونډه کې چې کېدای شي د غوايي په ۲۹ نېټه د سعودي په کوربه توب ترسره شي په قوي احتمال د سوربې ، ايران او ترکیې ولسمشران به هم ګډون پکې وکړي او د منځني ختيځ د هېوادونو تر منځ چې د تېلو او ګازو پاچاهان دي دا تودې اړيکې  د ځينو نورو هېوادونو لپاره ښه زېری نه دی ، خصوصا د هغو هېوادونو لپاره چې د منځني ختيځ د هېوادونو تر منځ د بحرانونو په جوړولو کې یې ګټه ده.

د عربي هېوادونو د اړيکو په دې رغېدلو سره به د يمن، سوريې او لبنان او فلسطين په بحراني مسايلو کې د پام وړ ښه والي راشي او هلته روان تاوتريخوالي او بې ثباتي به يو څه راکم شي همدارنګه د بحرين او قطر، سعودي او قطر، يمن او سعودي، او يمن او عربي اماراتو، ايران او سعودي اړيکې به تر ډېره ورغېږي.

که اصلې خبرې ته راوګرځو په وروستيو کلونو او میاشتو کې په عربي هېوادونو باندې د امريکا واک او نقش کمزوری شوی دی او عربي هېوادونه اوس لکه پخوا هغسې د واشنګټن فرمان ته لاس په نامه نه دي ولاړ ، او ژوندي مثالونه یې د اوپيک پلس د تېلو کم توليد چې د امريکا له فشارونو سره سره عربي هېوادونو غاړه ورته کېنښودله.

خو د وروستيو بدلونونو ته په کتلو، امريکا چې بله چاره او لاره نه ليدله ویې وويل چې د سوريې اوعربي هېوادونو  پيلېدونکي اړيکې نه ويټو کوي خو بايد دوه شرطونه پکې وي: لومړی دا چې ټول عربي هېوادونه په يوه خوله او يو غږ له دې اړيکو استقبال وکړي او دويم دا چې يو قرارداد بايد د سوريې او عربي هېوادونو تر منځ وي چې په مقابل کې یې سوريه عربي هېوادونو ته د اړيکو د رغونې په مقابل کې څه ورکولی شي؟

يانې د لبناني ورځپاڼې (الاخبار) د مقالې له مخې امريکايان غواړي چې عربي هېوادونه بايد له سوریې څخه وغواړي چې له ايران سره اړيکې راکمې يا هم وشلوي ځکه امريکا له دې اړيکو سره حساسيت لري.

نو عربي نړۍ او په ځانګړي ډول د منځني ختيځ مخکښ هېوادونه چې خپل منځي جنجال پریږدي او خپل منځي همکاري ته  له يو بل سره مټې رانغاړي ددې سيمې د هېوادونو لپاره يو ښه زېری دی او په دې برخه کې  ښکاره بیلګه سوریه ده چې کلونه کلونه پکې کورنۍ جګړه روانه وه او د سلګونو زرو په وژل کېدلو او د ميليونونو په بې ځايه کېدلو او کډوال کېدلو سره يې کومه مطلوبه پايله ترلاسه نشوه او يوازې پايله یې کنډواله سوريه او په سلګونو زره بې ګناه خلکو وژل وو.

نن ورځ تقريبا ټول عربي هېوادونه لکه: سعودي عربستان، کویت، بحرین، قطر، متحده عربي اماراتو، عمان، عراق، اردن، مصر او نور … عرب ليګ ته د سوریې په  بیرته ستنیدو  راضي او خوشحاله دي او فکر کوي چې اقتصادي او سياسي پرمختګ په ګډ کار او يو له بل سره د ښو اړيکو په درلودلو کې دی نه په يو بل باندې د تورونو په لګولو او يو بل  سره په دښمنۍ او نيابتي جګړو کې.

چين او روسيه د خپلو اقتصادي او سياسي اړيکو په رڼا کې کوښښ کوي هغه هېوادونو ته چې خپلمنځي ناسمې اړيکې لري او له يو بل سره په ګاونډيتوب کې پراته وي د پخلاينې يو پلټفارم جوړ کړي تر څو یې ګډ اقتصادي ګټو او ګډ اقتصادي پرمختګ ته راوبولي او خپلې اقتصادي اړيکې ورسره چټکې کړې، دا له یوې خوا ددې سيمو په خلکو کې ددې هېوادونو په  په اړه مثبت نظرونه اضافه کوي او له بلې خوا په ګډ کار کې ددې هېوادونو ګټې هم نغښتې دي.  د دوی دا کار د آسیا او منځني ختیځ د مشرانو تر منځ مخ په زیاتیدونکي ملاتړ موندلی دی.

د اپریل په لومړیو کې د ایران او سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیرانو د چین په پلازمینه پيکېنګ کې سره وکتل. د ایران وزیر حسین امیر عبداللهیان او د هغه سعودي سيال فیصل بن فرحان  په اوو کلونو کې د لومړي ځل لپاره يو له بل سره ستړې مشې وکړه او د اړيکو د پيلولو او سفارتونو او قونسلګريو په پرانستلو یې موافقې سره وکړې.

د تهران او ریاض ترمنځ ډیپلوماتیکې اړیکې په ۲۰۱۶ کال کې پرې شوې. لامل یې په ایران کې د سعودي پر ډیپلوماتیکو ماموریتونو برید وو. دواړو خواوو  پر یو بل تورونه لګول او سفارتي اړيکې یې سره  شلولې وې . نن ورځ بلاخره له کلونو سياسي اړيکو پرې کولو وروسته بيرته د خبرو مېز ته سره کېناستل او د سولې خبرې يې په فعاله توګه روانې کړې ، دا هڅې د چین په او  روسیې په مستقيم او غير مستقيم منځګړتوب ترسره کېږي او دوی غواړي چې د امريکا په مقابل کې دلته خپل ملګري هېوادونه ګډ کار او ګډو اقتصادي اړيکو او ملګرتيا ته راوبولي.

په هرصورت، په سیمه کې د بشپړ ثبات په اړه خبرې کول لا ډېر وختي دي. ځکه د خبرو اترو او پخلاينې د پيل وخت دی ، په عين حال کې ځينې ډلې ټپلې له دې رغنده اړيکو خوښ نه ښکاري او جګړو ته شدت ورکوي. د اپریل په میاشت کې اسرایلو د غزې په تړانګه بريدونه او د سوریې په خاوره باندې د راکټونو او توپچي بریدونو لړۍ پيل کول يې ښکاره ثبوت دی چې اسرايل نه غواړي دا سيمه دې ارامه، متحده او يو له بل سره په ښو اړيکو کې واوسي او  پدې مانا ده چې د امریکا متحدین چې د (تل ابیب) یې په سر کې دی ،د داسې  سوله ایزو خبرو اترو لپاره خوښ نه دي او يقيني ده چې دا ډول پالیسي د اوږدمهاله شخړو د حل پروسه پیچلې او ستونزمنه کوي.

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.