د مراکشي ملخانو یرغل د افغانستان د څو ولایتونو کروندې ګواښي

393
11 ساعتونه مخکې

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان خبرداری ورکړی چې د مراکشي ملخانو برید به لږ تر لږه د افغانستان اتو ولایتونو کې کرننیزو محصولاتو ته سخت زیان واړوي. کروندګر شکایت کوي چې ملخانو سره د مبارزې لپاره یې مرسته نه ده شوې.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان ( (FAO یوه اعلامیه وايي، د افغانستان اته ولایتونه چې د پراخو کروندو له امله د غنمو په کندو هم شهرت لري، د مراکشي ملخانو د برید له ګواښ سره مخامخ دي. ددغه سازمان په خبره تراوسه په بدخشان، بغلان، سمنګان، قندوز، بلخ، بادغیس، سرپل او تخار ولایتونو کې مراکشي ملخان لیدل شوي او د پراخ یرغل په صورت کې ښايي د افغانستان کرنیز سکټور ته ستر زیان واړوي.

د خوړو او کرنې سازمان ویلي دي چې مراکشي ملخان تر ۱۵۰ ډوله ډېر نباتات چې په هغو کې ۵۰ ډوله خوراکي نباتات شامل دي، خوري چې دا ټول ډولونه یې په افغانستان کې وده کوي.

مراکشي ملخ
مراکشي ملخانځور: Víctor Suárez Naranjo/PantherMedia/IMAGO

افغانستان کې د دغه سازمان استازی ریچارډ ترنچارډ ویلي چې دا د افغانستان د بزګرانو، کرنې په ځانګړې توګه غنمو ته یو لوی ګواښ دی.

د افغانستان د څو ولایتونو بزګران وايي چې د ملخانو ډولونه په دغو ولایتونو کې لیدل شوي دي. هغوی اندېښمن دي چې د ملخانو د پراخ هجوم په صورت کې به یې حاصلات داسې مهال له لاسه ووځي چې په هېواد کې د لوږې بحران په تیزی سره دوام لري.

«که مرسته ونه شي، تباه کیږو»

د بادغیس په آب کمري ولسوالۍ کې یو بزګر محمد ناصر دویچه ویله ته وویل: «له څو ورځو راهیسې مې پام شوی چې د نباباتو پاڼې ملخانو خوړلي او زمونږ د کښتونو ساقو او پاڼو کې د سوریو نښې لیدل کیږي، زه اندېښمن یم چې که چېرې دې وضعیت ته رسېدنه ونه شي، ټول حاصلات به ملخان وخوري.»

د افغانستان په لویدیځ غور ولایت کې یوه بزګر ابراهیم وویل، حیران یو چې د ملخانو د پراخ هجوم په صورت کې به څه کوو، ځکه چې د ملخانو د مخنیوي او د ملخانو له امله کروندو ته د اوښتو زیانونو د درملنې لپاره د درملو هیڅ ډول مرسته نه ده شوې.

هغه دویچه ویله ته وویل: «که چېرې موږ سره مرسته ونه شي، تباه به شو. مونږ له دې اړخه سل په سلو کې اندېښمن یو. زموږ ټول عایدات د کرنې له لارې دي او د خپلې ۱۴ کسیزې کورنۍ لګښتونه هم د کرنې له لارې پوره کوم. ملخانو هګۍ اچولي، که یې مخنیوی ونه شي تر راتلونکې یوې میاشتې وزر کوي او زمونږ په کښتونو او زراعت بریدونه کوي.»

د افغانستان په سرپل کې یوه بل بزګر محی الدین وايي: «طالبان باید له پېښې وړاندې عمل وکړي، ځکه چې تراوسه موږ سره ددې آفت د له منځه وړلو لپاره هیڅ ډول مرسته نه ده شوې.»

د طالبانو حکومت د کرنې وزارت تاییدوي چې د افغانستان پر کښتونو د ملخانو د برید خطر شته. ددغه وزارت ویاند مولوي مصباح الدین مستعین دویچه ویله ته وویل چې د افغانستان ۱۸ ولایتونه د ملخانو د برید له ګواښ سره مخامخ دي.

آرشیف انځور: پاکستان کې د ملخانو هجوم
انځور: picture-alliance/AP Photo/S. Baluch

هغه زیاته کړه: «موږ توانیدلي یو چې د ملخانو له آفت سره د مبارزې لپاره اغیزمنو ولایتونو ته د اړتیا وړ امکانات او درمل ولیږو. ډاکټران او سلاکاران په بیلابیلو ولایتونو کې شته چې بزګرانو ته مشورې ورکړي چې څه ډول د ملخانو له آفت څخه خپل کښتونه خوندي کړي.»

تر ټولو ویجاړوونکی ملخ

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان د افغانستان مسؤل ویلي دي: «شاوخوا ۲۰ او ۴۰ کلونه پخوا د مراکشي ملخ خپریدو د افغانستان د غنمو ۲۵ سلنه تولیدات له منځه یووړل. وړاندوینه کیږي چې سږني حاصلات به په وروستیو دریو کلونو کې ترټوله غوره حاصلات وي، خو د ملخانو ګواښ به دا لاسته راوړنه له ګواښ سره مخ کړي او د خوړو خوندیتوب په اړه به سږ او راتلونکی کال وضعیت لاپسې کړکیچن کړي.»

مراکشي ملخان له اقتصادي پلوه د ټولې نړۍ په کچه ترټولو ویجاوړونکی آفت پیژندل شوی. اف ای او آټکل کړی چې د ملخانو د پراخ برید په صورت کې ښايي د افغانستان د غنمو  یو په څلور برخه حاصلات له منځه یوسي.

دغه سازمان ویلي چې د سږ کال وچکالی، تر حد ډېر د څړ ځایونو کارولو، د آپریل او مارچ میاشتو کې ورښتونو د ملخانو د خپرېدو لپاره مناسب شرایط رامنځته کړي او له بل لوري د ملخانو د کنترول لپاره اقدامات هم د نشت برابر دي.

د ملخانو وده پنځه پړاوونه لري او د هغوی مخنیوی له اول تر دریم پړاؤ ډېر ساده او اسان دی. له هګۍ اچولو وروسته یوه میاشت اخلي چې د ملخانو وزرونه وده وکړي او بیا په ډله ییز ډول په کرنیزو سیمو بریدونه کوي. د ملخانو کولای شي له ۵۰ تر ۲۵۰ کیلومترو پورې الوتنه وکړي، چې د باد یا هوا چټکتیا ته په کتو ښايي دغه مزل توپير ولري.

دیوچه ویله

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.