د فروغ لیکونه

ژباړه: منتشر شاهي

418

فروغ فرخ زاد د ۱۳۱۳ د جدي په ۱۵ زیږیدلې او پرویز شاپور د ۱۳۰۲ د حوت په ۵.
د دوي تر منځ د لیکونو تبادله له ۱۳۲۹ پیل شوې. په دې کال فروغ ۱۶ کلنه او پرویز ۲۷ کلن و.
۱۳۳۴ هم د لیکونو د پای کال دی. په دې کال، فروغ ۲۱ کلنه وه او پرویز ۳۲ کلن.
فروغ د ۱۳۴۵ د دلوې په ۲۵ نیټه د موټر د ټکر له امله له نړۍ سترګې پټې کړې او پرویز د ۱۳۷۸ د ثور په ۱۵ نیټه. فروغ ۳۲ کاله ژوند وکړ او پرویز ۷۶ کاله.

له اړیکې وړاندې

۱
پرویزه، د خپل لیک ځواب ته به دې هرومرو په تمه یې. ما فکر کاوه، چې میرمن بدیعې به تا ته هر څه ویلي وي او نور به یې تکرار ته اړتیا نه وي خو له بل پلوه دا فکر، چې ممکن ته به لا نه پوهیږي چې ما دې د هغه غوښتنې په تړاو څه پریکړه کړې؛ ما زوروي.
ما دې لیک ولوست. سمه ده، چې ما له تا دا تمه نه درلوده، خو ستا لپاره یې منم او نور مې هم رازي کړي او له هغه پلوه بېغمه اوسه. تا په ټيلفون کې راته وویل، چې ټاکلې ورځ باید د جمعې ووسي. ډيره ښه ده، که پریکړه دې جدي ده، نو بیړه کوه؛ ځکه چې د جمعې ورځې ته یواځې پنځه ورځې پاتي دي او موږ په دومره کم وخت دومره ډيرو کارونو ته رسیدګي نشو کولای. دا زما ځواب دی
موافق موافق ستا د اقدام په تمه یمه.

خدای پامان
فروغ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.