د کابل پوهنتون له نیمايي ډېر استادان له افغانستانه وتلي

479

پوهنتون

د عکس سرچینه،GETTY IMAGES

  • حفیظ الله معروف
  •  بي بي سي

بي بي سي پښتو پاڼې ته مالومه شوې د کابل پوهنتونو د هغو استادانو شمېر چې له افغانستان وتلي، اوس له ۴۰۰ اوښتی.

په کابل پوهنتون کې د جمهوري حکومت په وروستي کال کې نژدې ۷۸۰ استادان وو، خو پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د دغو استادانو له نیمايي ډېر یې له دغه هېواده وتلي دي.

له بي بي سي سره ګڼو هغو استادانو چې له افغانستان وتلي، په خبرو کې ویلي، د وتو یو “اصلي لامل یې په اکاډمیک چاپیریال کې د طالبانو د حکومت لاسوهنې” دي.‌

ځینې تللي استادان چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي،‌ بیا وايي “په افغانستان کې یې ژوند خوندي‌ نه احساساوه”،‌ داسې څه چې د طالبانو حکومت یې نه مني.

موږ ته د رسېدلو شمېرو له مخې تر ټولو ډېر استادان د ژبو او ادبیاتو له پوهنځي تللي چې شمېر ۵۵ ته رسېږي.

د ښکلو هنرونو له پوهنځي ۴۴، له کرنې پوهنځي ۳۲، له انجنیرۍ ۲۷، له کمپیوټر ساینس ۲۲، له حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي ۲۱، له اروا پوهنې ۱۴، د ټولنیزو علومو له پوهنځي ۱۳ او د عامه ادارې له پوهنځي ۱۲ استادان تېرو نژدې ۲۰ میاشتو له افغانستانه وتلي دي.

ګرافیک

د کابل پوهنتون چې شاوخوا ۲۰ زره محصلان لري، له ځینو نورو پوهنځیو او څانګو یې هم له هر یوې له لسو ډېر استادان بهر تللي دي.

په کابل پوهنتون کې لږ تر لږه دوه معتبرو سرچینو، چې نه غواړي نومونه یې واخیستل شي، بي بي سي پښتو ته د دغو شمېرو پخلی کړی دی.

د مالوماتو له مخې له کابل پوهنتونه ډېری وتلي استادان یا ماسټران وو او یا یې د دکتورا تر کچې زدکړې کړې وې. له دغو استادانو ګڼ شمېر اروپايي هېوادونو، امریکا، کاناډا، اسټرالیا ته رسېدلي او یوه کوچنۍ برخه یې ترکیې، هند او یا هم ګاونډیو هېوادونو ته تللې ده.

تر اوسه نژدې ۹۰ ښوونکي د دغو تللو استادانو پر ځای ګومارل شوي او ځینې له نورو ولایتي پوهنتونونو کابل ته تبدیل کړل شوي دي.

د کابل پوهنتون مشر اسامه عزیزي هم څه موده وړاندې بي بي سي ته ویلي و، چې د تشو بستونو ډکولو لپاره د “نویو کسانو ګومارنه روانه ده.” خو اوس یې له څرګندونو ډډه کوله.

 

افغانستان

د عکس سرچینه،GETTY IMAGES

له افغانستانه د پوهنتونو د استادانو وتل او پر ښځینه استادانو د طالبانو حکومت لخوا کار بندیز داسې څه بلل کېدای شي چې ښايي د دغه هېواد اکاډمیکو بنسټونو ته په کمساري ډول زیان واړوي چې تر ډېره ترې محصلان اغېزمنېږي.

د بېرته ستنېدو غوښتنه

د طالبانو د لوړوزد‌کړو وزیر ندامحمد ندیم د ۲۰۲۲ په نوومبر کې د یوې غونډې پرمهال له هغو استادانو چې بهر ته تللي، د بېرته “ورستنېدو” غوښتنه کړې وه،‌ خو تر اوسه د کوم استاد د ستنېدو رپوټ نه دی ورکړل شوی.

په کابل پوهنتون کې د دغو دوو سرچینو له خولې، د نویو ګومارل شویو استادانو په ګډون اوسمهال په دغه پوهنتون کې څه باندې ۵۰۰ ښوونکي پر دندو بوخت دي خو وايي هڅه دا ده چې نورو ښوونکي هم وګومارل شي.

اوس د کابل پوهنتون څه باندې ۱۲۸ استادان د بورسونو له لارې بهرنیو هېوادونو کې پر زدکړو بوخت دي.

د کابل پوهنتون ځینې سرچینې وايي، نه پوهېږي چې ایا بهر ته دغه تللي استادان د زدکړو له بشپړېدو وروسته بېرته افغانستان ستنېږي که نه.

د دغو سرچینو په وینا، ځینې استادان چې مالیزیا، فرانسې، جرمني او نورو هېوادونو ته استول شوي، لوړو زدکړو وزارت ته د خپلو زدکړو د بشپړېدو رپوټونه نه دي استولي.

بي بي سي ته د رسېدلو مالوماتو له مخې، د هغو استادانو شمېر چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته یې بهرنیو هېوادونو کې زدکړې بشپړې شوې، خو افغانستان ته نه دي ستانه شوي، نژدې ۴۰ تنو ته رسېږي.

افغانستان

د عکس سرچینه،GETTY IMAGES

اوس د کابل پوهنتون څه باندې ۱۲۸ استادان د بورسونو له لارې بهرنیو هېوادونو کې پر زدکړو بوخت دي.

د استادانو نشتوالی

که څه هم د طالبانو چارواکي کابل پوهنتون کې د استادانو د کموالي موضوع ډېره مهم نه ګڼي، خو ځینې داسې څانګې شته چې له نیمايي ډېر ښوونکي یې له افغانستانه وتلي دي.

د بېلګې په ډول، د ژورنالیزم پوهنځي په تلویزیون څانګه کې یوازې یو استاد پاتې دی، نور ټول بهر ته تللي دي.

اوس د دا ډول تشو بستونو ډکولو لپاره له ولایتي پوهنتونونو استادان کابل پوهنتون ته استول شوي دي.

د کابل پوهنتونو په څانګو کې د استادانو د کمښت ستونزه هغه وخت لا نوره جدي شوه چې د ۲۰۲۲ کال په ډيسمبر کې ښځینه استادانې له پوهنتونو را وګرځول شوې.

د کابل پوهنتون یوې استادې چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، بي بي سي ته وویل “د نویو استادانو لپاره دا ډېره ګرانه او ناشونې ده چې د باتجربه استادانو ځای دې ونیسي.”

افغانستان

د عکس سرچینه،GETTY IMAGES

اوس د پوهنتون د استادۍ تشو بستونو ډکولو لپاره له ولایتي پوهنتونونو استادان کابل پوهنتون ته استول شوي دي.

دغه استاده وايي، د هرې میاشتې په وروستۍ اوونۍ کې “د حاضرۍ د لاسلیک لپاره داسې مهال د پوهنتون یوې ودانۍ ته د دوو ساعتونو لپاره” بلل کېږي چې هېڅ نارینه استاد پکې نه وي.

دغه ښوونکې چې له تېرو نژدې ۱۴ کلونو راهیسې په کابل پوهنتون کې استاده ده وايي، د افغانستان پوهنتونونو کې د ښځو پر تدریس او کار بندیز دې ته اړ کړې چې له افغانستان وتلو لپاره لارې چارې وګوري.

د کابل پوهنتون یوه سرچینه چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، وايي د عامه ادارې په ماسټرۍ برخه کې “د استادانو د نشتوالي له امله د ماسټرۍ ځینې مضمونونه اوس داسې استادان تدریسوي چې یوازې تر لسانس کچې زدکړې لري.”

د جمهوري حکومت د وروستیو کلونو پرمهال،‌ د کابل پوهنتون په ۲۵ بېلا بېلو برخو کې د ماسټرۍ پروګرامونه وو،‌ خو اوس دغه شمېر ۱۳ ته راښکته شوی. د دې کمښت یوه مهم لامل د ښوونکو نشتوالی بلل کېږي چې یوه لویه برخه یې بهر ته تللي دي.

له افغانستانه د پوهنتونو د استادانو وتل او پر ښځینه استادانو د طالبانو حکومت لخوا کار بندیز داسې څه بلل کېدای شي چې ښايي د دغه هېواد اکاډمیکو بنسټونو ته په کمساري ډول زیان واړوي چې تر ډېره ترې محصلان اغېزمنېږي.

خو له دې هر څه سره سره،‌ له افغانستانه پر وتلو استادانو یوه نیوکه دا هم کېږي چې د “وتو فرصت یې وموند،‌ ووتل او د محصلانو زدکړو ته یې پام ونه کړ.”

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.