د افغانستان حالت: د علت او معلول فلسفه

شاه محمود میاخیل

502
د افغانستان حالت: د علت او معلول فلسفه (Cause and effect)
کله چې یوه جګړه لکه افغانستان څو لسیزې اوږده شي او په دې تحولاتو کې عینې اکټران سره بدلیږي رابدلیږي، د علت او معلول د فلسفې په اساس د پاک او ناپاک، د ښو او بدو محاسبه مشکله کیږي ځکه د یوې دورې کړنې د بلې دورې د ناخوالو زیږنده وي.
که د احزابو قانون د دیموکراسې په لسیزه کې تصویب شوی وې او مشروطه شاهي حکومت خپلې دندې سمې تر سره کړې وې، د داود خان کودتاه ته به زمینه نه مساعد کیدلې. که داود خان جمهوریت اصول مراعات کړي وې او د مطلقه شاهي حکومتونو په توګه یې حکومتولي نه وې کړې، نو د ثور کودتاه به نه کیدلې.
که د خلق دیموکراتیک ګوند (خلق او پرچم) ملي ارزښتونه د پښو لاندې کړې نه وي، په پولوګونو کې یې وژنې نه وې کړي، په حکومتولې کې د قدرت انحصار او د نفې سیاست پالیسي نه درلودې، نو زیات افغانان به نه مجبوریدلې چې د ګاونډیانو او نورو هیوادونو په لمنو کې غورځیدلي وې. همداشان افغانستان به د سوړ جنګ ډګر نه وې.
که مجاهدینو په واعتصموا بحبل الله جميعا ولا تفرقوا عمل کړې وې، کابل به نه ورانیدلې او په لکونو افغانان به د ګلجم او سکربیست په نومونو د کورني جګړو له امله نه مهاجر کیدلې.
که طالبانو ظلمونه نه وې کړي، القایده او نورو ترورستي ډلو ته یې ځای نه وې ورکړې، د تعلیم او پرمختګ مخه یې نه وې نیولې او د م زرما ټوله زما پالیسي یې د حکومتولۍ لپاره نه درلودلې، نو د امریکا په مشری به ناتو، ګاونډیانو او نورو هیوادونو په فغانستان کې مداخله نه کولې.
که د جمهوریت په دور کې د سیاسونو سره د معامله ګرې په عوض د قانون حاکمیت ته توجه شوې وې، سیاسي او اداري فساد اوج ته نه وې رسیدلې، د افرادو د پړسولو په عوض د موسساتو د تقوی لپاره کار شوې وې، نو طالبان به بیا نه راتللې.
که طالبانو په دویم ځل د تیرو تجربو نه عبرت اخستلې وې، بیا یې د م زر ما ټوله زما پالیسې نه وې اختیار کړې، اسلامي، افغاني او انساني ارزښتونه یې د پښو لاندې کړي نه وې، اوس به یې ملي او نړیوال مشروعیت تر لاسه کړې او افغانستان به د موجوده ستونځو سره نه وې مخامخ.
پدیتوګه د طالبانو لاسونه د تیرو لاسونو نه زیات ناپاک دي او ورځ تر بلې نور هم چټلیږي، نو دوی هیڅکله نشي کولې چې عمري عدالت په خپلو غړو او یا نورو تطبیق کړي.
که په تیرو ډیر بحث وشي نو ټولې خواوې لکه اوس به په تیرو چقلو او پلندیو کې نښتي پاتې وي او یا به ټول په ماضي کې اوسیږي او د اوس او راتلونکې لپاره به د هیچا سره نسخه نه وي.
یوازنې لار، د قانونمند حکومت تشکیل د منل شوي اساسي قانون په بنیاد دی چې هغه هم یوازې د افغانانو تر منځ د معنی داره ډیالوګ له لارې امکان لري.
البته هغه کسانو چې په هر پیر کې دولتي مال غلا او غضب کړې وي او یا یې د چا شخصی حق خوړلې وي، هغه کیدې شي چې د قانون په چوکاټ کې د قانونمند حکومت له لارې ورسره محاسبه وشي.
که داسې نه وي، یو ډله به د بلې ډلې نه زیات جنایت کوي او د جنګونو، ناخوالو او نیابتي جګړو لړۍ به همداسې په افغانستان کې دوام پیدا کوي. افغانان به د دې جګړو سون مواد وي او نور به د افغانانو د مجبورتونو نه سؤ استفاده کوي. په دغه ډیاګرام کې دا مسله ښه تشریح شویده.
May be an image of dog, donkey, calf, pony and text that says 'Cause and Effect There Was an Old Lady Who Swallowed Fly Theoldlady The swallowedafly. swallowedaspideroe swallowed bird to catch the spider swallowed cat to catch the bird swallowed a dog to catch the cat swallowed a horse to catch the goat swallowed a goat to catch the dog Dead.of course!'

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.