غزل

دایا سنګ انجان

398

چـا بـــې مطـــــلـــــبه د یــارئ کلـه اظهار ونکړو
لـه مـخلـوق شرم او له خـدایـه هیـچا ډار ونکړو

رب لټوي ټول په گورودواره* یا مندر# جومات کې×
هیـڅ د لـــټون د خــــپل د نـنـه چـا زیــار ونکړو

شکل ضرور زمونږ د انسان دی خو انسان نشولو
د انسانیت مو په ټول ژوند کې هیڅ یو کار ونکړو

کـــرکه میراث مونــږ ته راپاتې تندي خود ماتوو
مونـږ لاســنیوی ونکــړو مونږه کله پیار◇ ونکړو

له خــپل وجود نه مـنکـر نشول د دې کلي خلک؟
پـــدې وطــن کـــې هر چا قـــدر د اغیار ونکړو؟

د چا چې ورســیدو زور پــدې مظـــلــومو خلکو
د کــــــوم ســـتم او ناروا هغو تکــــــــرار ونکړو

په صـداقت مـــــټـې نغښـــــتي ابادی ته چا دي
د دغـــه کلـي سوځـیـــدلو هـــر چا څار ونکړو؟

د هـمــدردي زمانه تیــــــره شوه په دې وطن کې
په خوار غریب هریو ظالم ته او خدای وار ونکړو؟

چا لـــه وطــــــــن ســره جـــــفــا او دوکـه ونکړله
چـا اهـانت پـه رڼـــا ورځ د مـور او پـــلار ونکړو

هر څوک کوي تر خپل مطلبه جار قربان یو بل ته
پرته له مور په صــداقت خو بــل چا جار ونکړو

زور مو ورکـــړی ښه سجـدو ته په ریـا انـجـانـه
دیــدن مو ځـکه لا تراوسه د خـــــپل یار ونکړو
———————————————–
* – د سیکانو یا سردارانو عبادتځای
# – د هندوانو عبادتځای
× – د مسلمانانو عبادتځای
◇ – مینه ، محبت ، یارانه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.