!تاریخ او که د سترګو لیدلی حالات

قاسم باز

391

۵/۲۸/۲۰۲۳

هاغه افغانان چی په پنځوسمه لسیزه کی د بلوغ قانونی سن ته رسیدلی اوس تقریبآ شپیته کلن شوی اکثره د دی سن اوسال افغانان پخپله ژوندی کرونولوجی ده ،  دوی په خپلو غړولو سترګو  د افغانستان د تیرو څو لسیزو سیاسی ناخوالو لیدلی چی تشریح ته ضرورت نلری .
تاریخ دی ته نه وایی چی څوک د شخصی، فامیلی او ګروپی تمایلاتو پخاطر د ملت د قاتلینو، وطنفروشانو، چوراهدینو څخه مصنوعی قهرمانان جوړ کړی. هر وطن پلورونکی ، د بیګانګانو زرخریده ایجینت او چوراهد ملی قهرمان کیدای نشی  ملی قهرمان ځانګړي خصوصیات لری،  محترم کاندید اکادمیسین اعظم سیستانی دا خصوصیات داسی بیانوی لیکی  ،«  ملی قهرمان باید د خارجی هیوادنو د استخباراتو سره اړیکی و نه لری ، په وطن پلورنه متهم نه وی په فساد او عصب کی دخیل نه وی. » ، هاغه زیاتوی « چی د تیرو څلورو لسیزو حوادثو کی شریک او دخیل خلک هیڅکه ملی قهرمانان نشی کیدای.»
زما ددی لیکنی موخه دا نده چی زه د تیرو څو لسیزو واقعات او حوادث تشریح کړم بلکه هدف می دادی چی اوسنی وضعه تحلیل او تشریح کړم.
د کابل اوسنی اداره چی د امارت اسلامی افغانستان په نوم یادیږی د دوه عمده ډلو له خوا پر مخ وړل کیږی یوه مذهبی متعصب ډله چی زیاد مذهبی قوت او قدرت لری د ملا هیبت الله اخوند  په مشری قندهار کی ،  او بله اداری یا حکومتی ډله چی دولتی قدرت لری په کابل کی میشته ده. تر اوسه داسی بریښی چی د قندهار میشته مذهبی ډله د دولتی ډلی څخه زیات قوت او قدرت لری ، ددی مذهبی ډلی مشران اکثر په قندهار کی سره راجمع شوی او د هاغه ځایه امر ونهی صادره وی ، اما د  کابل ډله چی اکثره په دولتی چارو کی بوخت او ځان د قندهار حلقی ته پاسخګو بولی، کله نا کله په بعضی مواردو کی خپله نارضیاتی په ملی او بین المللی موضوعاتو کی هغه هم په ډیر اخیاط سره څرګنده وی، چی ددی ډلی عمده اشخاص ملا یعقوب د دفاع وزیر، سراج الدین د کورنیو چارو وزیر او نوی ریس الوزار مولوی کبیر، ستانکزی او نور دی. د ایران د جمهور ریس ( ریسی ) روستی غیر ديپلوماتیک څرګندونی د کابل ګروپ یا  ډله نسبتآ قوی کړه، د  احتمال نه لری نده چی د ایران او افغانستان اوسنی شخړه به په دواړو هیوادو افغانستان او ایران او بلخصوص پر منطقه عظیم تاثیر وغورځوی. که چیری وضعه په همدی ډول ادامه پیدا کړی د قندهار او کابل اداره مجبور کیږی چی د امریکا فزیکی حضور ته په افغانستان کی غاړه کیږدی ، د شواهدو او قراینو څخه داسی بریښی چی دی کار ته امریکا هم لیواله ده.
دا چی تر اوسه ااا چا په رسمیت ندی پیژندلی اسلامی امارت هم ځان بین المللی قوانینو او نورمونو ته مسول او تابع نه ګڼي. اما د رسمی پیژندګلوی په صورت کی بیا ااا ځان مسول کڼی ، خو کله چی دوی ملی او بین المللی مشروعیت تر لاسه کړی بیا واضح خبره ده چی دوی به په ملی او بین المللی مسایلو کی  دومره ازاد لاس ونشی درلودی.
په سیاست کی هیڅوک سل فیصده حکم نشی کولای چی دا نظر درست او یا هاغه نظر نادرست دی ، د اجتماعی علومو یو عالم وایی چی سیاست دایمی دوست او دشمن نه لری ځکه چی سیاست د هیواد او منطقی د وضعی تابع دی . دا زما ځانګړی تبصره وه ، منتظر به پاتی شو چی په راتلونکی کی څه پیښیږی . وسلام،  پای.

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.