غزل

دایا سنګهـ انجان

254
رانــه ورک یــــــاره کاتــه به بـــیرته راکړې
بې لـــیـمــو یمه لــــیمـــــــه به بیرته راکړې
ماشـومــتـوب مســــــتي د کلي خندا ګانې
زما له ژوند تــلــــلي خـواږه به بیرته راکړې
پرې زرغــون شـم پسرلـــۍ شم لکه ته ئې
د خـــــــواږه دیـــــدن اوبه به بیرته راکړې
جـــــــنګـــــول به دې لـه قـــصده د همزولو
بــــــیا هغه رنـــــگه ڪاته به بیرته راکړې
د ډیلي گـــرمي مې سوځي توان مې نشته
سپینې واورې د سپین غره به بیرته راکړې
زما میـــنه زمــــا هــــــــــــیلې زما ساندې
وایـه وایــه اشـــــنا څه به بــــــیرته راکړې
وفـا ونـشــــوه لــــه تـــا انــجـــان پوهیږي
بس ځه خـیر دی یاره زړه به بیرته راکړې

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.