د امیر محمد یعقوب خان په پاچهي کې

عبدالقیوم

325

کله چي د تېر تاریخ پاڼي را اړوم، خدای مکړه د دې له پاره دا کار نه کوم، چي د کوم مشخص پاچا سپکاوی دي زما مقصد وي، دا چي تېرو (پاچهانو، امیرانو او رئیس جمهور انو) د دې بیچاره او مظلوم ولس په ژوند او وینو لوبي کړیدي پر دې خاوره د پرتو ولسونو مرګ او ژند دوی ته کوم ارزښت نه لاره، د دې خاوري په ګټه یې هم څه نه دي کړي، چي نن دي افغان ملت ور باندي افتخار وکړي، د دوی اعمال باید ولس ته  په بې پرې او روښانه توګه ونه لیکل سي؟  زه خو وایم، د بیلو بیلو سببونو له  امله ( د ظالمو پردو پرستو واکدار و) څېرې دې ملت ته نه دي ښودل سوي. همدا د دوی  د کورنۍ سلطه وه چي  تاریخ لیکونکې یې نه دي پرې ايښي هغسي رښتیا (واقعیتونه)ولیکي څنګه چي  د دوی کړني وې،(نپه قسم که زموږ نا اهله شاهان د دې وړ (لایق) وي چي خپل وخت ور باندي ضایع کړو.)

مجبوریت مو دادئ، د دغو بد بختو شاهانو اولاده او ځيره خواره د ملت په سترګو کي خاوري دوړوي، د تیرو نظامونو (شاهانو) صفتونه کوي. بیا هم د یوه روښانه تاریخ لیکل او د یوه روښانه تاریخ لرل د ولس په خیر کاردئ، زموږ په تاریخ پوهه افغانان باید په شریکه دغه نقیصه احساس او د هغې د حل له پاره لاس پکار سي. څو راتلونکي نسلونه د خپلو تیرو  واقعي او جعلي مشرانو د افتخاراتو او اشتباهاتو څخه خبر سي  څو و کولای سي د خپل تاریخ په نظر کي ساتلو سره د راتلونکي ژوند یوه رڼه او له  خطرونو پاکه لاره ووهي. د امیر محمد یعقوب ګټه ملت او هیواد ته د ده د نورو مشرانو په شان ونه رسېده.

کله چي امیر شېرعلي په مزاره کي مړ سو، نو د مرګ خبر یې په یوه هفته کي کابل ته را ورسېد او د فبروري په ۲۹(۱۸۷۹م) د یعقوب خان د باچهی اعلان وشو، دتاج پوشی مراسم یې ډېر ساړه وو. صرف د کابل د هغې ورځي یو روحاني خواجه محمد ناصر پایمناري د امامت خطبه و لوستله او امیر ته یې دستار (لګۍ) ور وتړل. ص ۱۲۲

 د بله اړخه د یعقوب خان ورور( ایوب خان) چي د پلار په ژوند کي د یوه فراري په صفت په مشهد کي اوسېدی، له مشهده هرات ته راغی د سردار عمر خان او سپه سالار حسین علي خان څخه یې هرات واخیست.

امیر یعقوب چي نوی مقررۍ وکړې هغه مشکوک خلګ وه. لکه دده خسر سردار یحیی خان چي هغه وخت په هند کي وو، ټولو خلګو د یو انګرېز مأب سړي په صفت پېژاندهغه یې د کابل والي مقرر کړ. نوټ: ( دا هغه  د انګرېزانو جاسوس یحیی خان وو، چي اولادونه یې په اهل یحیی بلل کېده.)  دغه رنګه سردار شیر علي د سردار مهردل خان زوی چي ښکاره د انګرېزانو یو اجنټ وو، هغه یې د کندهار والي مقرر کړ. همداسي مر داري دوام وکړ. نوټ:( دا هغه شېرعلي خان وو، چي خور یې د میوند بریالۍ جګړه ناکامه کړه.)

د انګرېزانو سره د(ګندمک) ټړون، د افغانستان د خاوري تجزیه او د ملت د جهاد شروع، د انګرېز والي او ملګرو قتلېده، د امیر اسارت. وهندوستان ته فرارېدل:د امیر شېرعلي خان د غلطو سیاسي او مدافعي کړونو له مخي افغانستان یو ځلي بیا د انګليسي استعمار په سرو لمبو کي .ص ۵۰۹

د امیرشېرعلي خان دغلطو سیاسي او مدافعي کړونو له مخي افغانستان یو ځلي بیا د انګلیسي استعمار په سرو لمبو کي ولوېدیؤ په زرهاو مسلمانان شهیدان، ټپیان، معیوب کلي او کورونه تباه سول، وطن یو ځلي بیا تجزیه سو. کله چي شېرعلي خان د جرګي د پریکړي خلاف د روس څخه د مرستي غښتلو په نیت مرکز پرېښود او د مزارشریفي پر لور ولاړ، انګرېزي قواوي افغانستان ته ننوتي نظامي برېدونه او جګړي پیل سوې.

امیر محمد یعقوب د دې لپاره چي د انګلستان له استازي سره د صلحي له لاري  وکومي نتيجې ته ورسېږي د مي پر اتم تاریخ (۱۸۷۹م) کال کي د څلور سوو عسکرو سره د(کندمک) وسيمي ته ولاړ. هلته یې د انګلیستان له استازي (کیوناري) سره ولیده، د انګلیس استازي هلته په محمد یعقوب باندي یو لس مادي د(کندمک) تړون امضأ کړه. …..ص۵۰۹

لورلاي، ږوب، پښین او نوشکی، د سیمي یې انګرېزانو ته پرېښولي، محمد یعقوب خان د انګرېزانو سره دا هم ومنل چي بهرنی سیاست به یې هم په دوی(انګلیس) اړه لري. او نور… خو انګستان به محمد یعقوب ته د کاله شپږ لکه روپۍ او دغه شان امر او د هغه وارثینو ته معاشونه هم ورکوي….. کله چي اشغالګر او امیر محمد یعقوب سره جوړ راغله، د انګلستان استاځی (کیوناري) په ۱۸۷۹م) کي کابل ته راغي، په بالاحصار کي ژوند شروع کړه، د هیواد په هره برخه کي د انګرېزانو په وړاندي پاڅونونه را شروع سول. د کابل پر بالاحصار افغانانو هجوم ور وړ هلته موجود ټول انګرېزان یې ووژل، امیر محمد یعقوب د انګرېزانو په وژلو سخت خفه او غمجن سو. ( لکه وزېر اکبر خان چي د میکناټن په وژلو غمجن سوی وو) امیر محمد یعقوب لوګر ته ولاړی، غوښتل یې چي هلته د انګرېزانو د نظامي قوماندان سره خبري وکړي او خپل صداقت ورته څرګند کړي،ده و (رابرټس) ته ویل چي ټولو هغو خلګو ته به جزأ ورکړي  کومو چي (کیوناري) یې له عسکرو سره وژلی دئ. رابرټس هغه ( امیر یعقوب) خبري باندي اعتماد و نه کړ اسیر و نیوی له ځان سره یې کابل ته را وړی او بیا یې د کورنۍ سره  سلامت هندوستان ته واستاوه. رابرټس ټول بلاحصار ونړاوه.

مګر افغانانو هر ځای د هیواد په هرولایت او ولسوالیو کي د انګرېزانو د قواو خلاف په جنګ لاس پوري کړه. څو د افغان جنګیالیو مشران لکه محمد اسلم خان، سلطان عزېز خان، او خسرو خان  (رابرټس) و نیول او و یې ووژل.

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.