په کابل کې د نوي ریس الوزرا ټاکنه، له نوي سرہ خبرو اوډیالوگ ته د طالبانو د چمتووالي غمازي کوي، چې لویدیځ باید دا زرینه موکه له لاسه ورنکړي.
پر اتلسم د می ۲۰۲۳ م، افغان ځایناستي حکومت اعلان وکړ چې د سرپرست ریس الوزرا ملا محمد حسن اخند پر ځای یې د هغه مرستیال مولوي عبدالکبیر ټاکلی.
ھغه له څه مودې راهیسې ناروغ و او د دندې د ترسره کولو توان یې نه درلود.
مولوي کبیر په قوم پښتون ځدراڼ دی چې له امریکا سره یې د ۲۰۲۰ م کال د دوحې تړون په لاسلیک کې مهم رول لوبولی.
سرہ له دې چې د طالبانو ادارہ دا ټاکنه یوہ عادي اداري پروسه بولي خو د وخت نزاکت او د روانو حالاتوباریکي
باید په دقت سره تر څیړنې او مطالعې لاندې راوستل شي، په ځانګړې توګه د غرب لخوا.
طالبانو دا گام ھغه مھال پورته کړ کله چې غرب او نړیوالې ټولنې د نجونو د کار او تعلیم په وړاندې د محدودیتونو
په فرمانونو خپله متداومه شدیدہ نارضایتي وښودله.
په مشرتابه کې دا بدلون یوہ مثبت پرمختګ او سیاسي تعامل ته طالبانو د لیوالتیا د یوې نښې په توګه لیدلای شو.
ښایي په پالیسۍ کې ژور بدلون را نشي. مگر بیا ھم د بدلون پر لور د کوچنیو خو مھمو گامونو پورته کول، په
طالبانو کې د بدلون لپاره د لیوالتیا نښې دي.
د بېلګې په توګه، په هرات کې د چارواکو وروستۍ پرېکړه چې د نجونو لپاره د څو منځنيو او عالي لېسو
د بياپرانستلو اجازه ورکوي، يو ورته ګام دى.
مولوي کبیر ښایي ډیر ژر په بشري برخه کې د ښځو په کار کولو بندیز لیرې کړي، ھمداراز ښایي روغتیایي
سکتور او ځینې نور اړین نادولتي بنسټونه ھم د موجودہ فرمانونو تر محدودیتونو مستثنا وگڼل شي.
په تیرو وختونو کې، کله چې طالبانو له نړیوالې ټولنې سره د خبرو اترو لیوالتیا ښودلې، بهرني مشران له دې
فرصت څخه په ګټې اخیستنې کې پاتې راغلي، ھیله دہ، نړیواله ټولنه بیا ورته تېروتنه تکرار نه کړي.
بھترہ به وي که نړیواله ټولنه د طالبانو د دغه ستراتیژیک اقدام په غبرګون کې لاندې څو اړینو ټکو ته پام وکړي!
لومړی:
د طالبانو له نظره، په ۲۰۲۱ م کال کې د سرپرست صدراعظم په توګه د ملا محمد حسن ټاکل،
د طالبانو د پخواني رژیم (1996- 2001 ) د تداوم د سمبول په توگه یو حتمي امر و. ځکه ھغه په تیرہ دورہ کې
په بیلابیلو وزارتونو او پهنورو لوړو څوکیو دندہ اجراء کړې وہ.
همدارنګه، ھغه د طالبانو د مشرانو په منځ کې د یو تر ټولو محافظه کار مشر په توګه، بې له شکه د خپلې رتبېاو دوسیې
په ډاډمنولو کې رول لوبولی، په ځانګړې توګه د کلیوالو سیمو ھغه کسانو په منځ کې چې یې تمه لرله دطالبانو غورځنګ
به د جگړې په گټلو خپلو ارزښتونو ته شا نه اړوي.
طالبان په کورنی جبهه کې د ډیر ډاډ احساس کولو او له جدي مخالفت پرته د حکومت کولو په وړتیا کې، داسې
ښکاري چې طالبان له بهرنۍ نړۍ سره په پراخه کچه خبرو اترو، او سیاسي تعامل ته چمتو دي. د کبیر ټاکل
دهمدې پراخ اندۍ انعکاس دی.
دوهم:
طالبانو باید د خپلې انزوا د تېرو دوو کلونو په پایله کې یو یا دوه شیان زده کړي وي؛ تر ټولو مهمه، دا چې
مشرانو به یې یقینا لیدلي وي، په معاصر وخت کې چې نړۍ د یوہ کلي حیثیت غورہ کړی، د مطلق حاکمیت
تصور پلي کول ډیر ستونزمن دي، په ځانګړې توګه په داسې یوہ هیواد کې چې د لوی بشري بحران په څنډه کېواقع وي.
د حاکمیت ساتنې په نوم د نړیوالې ټولنې په ګډون د هغو هېوادونو په وړاندې بې ځایه سخت چلند چې له
افغانستان سره مرستې ته لیواله دي، به نړۍ د اوسني نظام مخالفت یا عدم ھمکارۍ ته چمتو کړي.
د بیلگې په توگه د کابل د هوايي ډګر د مدیریت په اړه د طالبانو دریځ .
د ملا حسن اخند په مشرۍ د طالبانو حکومت هوډ درلود چې د هوايي ډګر په سوداګریزو چارو او امنیت بشپړ
کنټرول ولري او له همدې امله یې د متحده عربي اماراتو وړاندیز چې د ھغوی شرائط او غوښتنې یې قبولې کړېوې، و مانه.
یو کال وروسته، د متحده عربي اماراتو په ګډون سیمه ییزو او نړیوالو هوايي شرکتونو کابل ته الوتنې پیل نه کړای شوې.
طالب چارواکي په سمه توگه د ھوائي ډگر په مدیریت کې پاته راغلل.
دریم:
د مولوي کبیر ټاکنه د طالبانو د دودیز سخت دریځ څخه د یوہ معاصر، یا میانه رو “طالبان 2.0”
ته د ھغوی دپام وړ بدلون، دا په نښه کوي چې د ھغوی کومی د خبرو اترو لپاره خورا خلاص دی.
دا هغه اهمیت هم ښیي چې د دوحې تړون یې د طالبانو لپاره د امنیت او ټول شموله مسائلو په اړوند له نړیوالې
ټولنې سره د راتلونکو خبرو لپاره د یوې مرجع په توګه لري.
که څه هم له دې وړاندې طالبانو له نورو افغانانو سره له هر ډول خبرو اترو ډډه کړې ده، خو کله یې ھم
د ښکېلتیا څخه لاس نه دی اخیستی.
یو نوښت چې له طالبانو سره د خبرو اترو د پرمخ بیولو په لټه کې دی، د افغانستان د راتلونکي
فکر فورم(AFTF) دی، چې مشري یې اغلې فاطمه ګیلاني، افغان سیاستواله او په مذاکراتو کې د
کافي تجربې لرونکېټولنیز شخصیت پر مخ وړي.
یاد فورم شپږ ځله مجلسونه کړي، چې په غونډو کې یې د مختلفو توکمیزو ټولنو، مسلکونو او
سیاسي لیدلوریومخکښو افغان شخصیتونو برخه اخیستې دہ.
دا فورم د رسنیو د کیمرو له رڼا گانو لیرې، په خاموشۍ سره کار کوي چې توانیدلی د طالبانو
او مخالفو ګډونکوونکو ترمنځ چلند بدل کړي.
په پای کې، دا مهمه ده پوه شو که د پاکستان سیاسي کړکیچ، چې کیدای شي په افغانستان کې خپور شي اود
افغانستان-ایران په پوله کې د اوبو د حقونو په اړه وروستي تاوتریخوالی ممکن ټوله سیمه بې ثباته کړي.
که چیرې اقدام ونه شي، که افغانستان د جګړې پر اړخ بدل شي، دا به د سیمې او بهر لپاره خورا بد عواقبولري.
با ثباته افغانستان، چې په سیمه کې د گاونډیانو سرہ په سوله کې ژوند وکړي، د نړیوالو په گټه دی.
د ریاست الوزرا په کچه بدلون، د طالبانو لخوا په خپل کورني او بھرني سیاست کې د تبدیلۍ بھترین زیری دی
چې نړیواله ټولنه باید دا فرصت له لاسه ورنکړي.
ھمدې بدلون ته د یوہ روښانه، مثبت سیګنال په سترگه وگوري چې د طالبانو سرہ د ښکیلتیا لپاره ځای شتونلري.
لویدیځ باید له طالبانو سره اړیکه ونیسي او د بندیزونو د لیرې کولو او د پراختیایي مرستو د تدریجي بیا پیل په
اړه خبرو اترو ته چمتووالی وښيي.
دا ډول ښکیلتیا به د څو لسیزو ناورین ځپلې سیمه کې، د یوې نوې جگړې او د سیمې د
بې ثباته کولو د مخنیويلپارہ خورا مھم وي!
_______________________________
پروفیسر دکتور سلطان البرکات
قطر- دوحه
**************************************
![]()
Comments are closed.