په بدخشان ولایت کې د والي‌ په مرستیال ځانمرګی برید وشو

290

د افغانستان د بدخشان ولایت مرستیال والي مولوي نثار احمد احمدي په یو ځانمرګي‌ برید کې ووژل شو.

د بدخشان ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس معاذ الدین احمدي د پیښې پخلی وکړ او وویل، نن سهار اته بجې د دغه ولایت د مرکزي ولسوالۍ فیض آباد د محکمې په څلورلارې کې د مرستیال والي احمدي د سپرلۍ پر موټر چاودنه  شوې ده.

احمدي وايي، د چاودنې له امله د بدخشان مرستیال والي مولوي نثار احمد احمدي او یو بل کس وژل شوی او شپږ نور ټپیان شوي دي.

په داسې حال کې چې ويل کېږي چاودنه د ځانمرګي بريد له امله شوې، خو تر اوسه چا د بريد پړه پر غاړه نه ده اخيستې.

trt/Pashto

**************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.