ښځه په یو لاس زانګو او په بل لاس جهان زنګوي

زمزمه غزل

412

ښځه هغه نازکه، لطيفه او پياوړې طبقه ده چې په خپله غېږه کې يې لوړ اشخاص روزلي دي.
په يو لاس زانګو په بل لاس جهان زنګوي. ښځې ډېر مهربان زړه لړي، ښځې خدای ج نازکې خلق کړي دي،
د نارينوو په اندازه غښتلې نه دي او نه د هغوی په ډول فزيکي کارونه ترسره کولی شي.

موږ دا هم ويلی شو که ښځې له ګل نازکې مګر له تېږې کلکې دي. ليدلي مو دي چې د ژوند په سختو شرايطو ډيری ښځو مبارزه کړې، ډېرې ستونزې یې ګاللي او لا يې هم ګالي. اکثريت نارينه يوازې همدا ذهنيت لري چې ښځه دکور زينت دی، ښځه يا د کور ده يا د ګور.
چې دا ډول بې ځايه عقايدو د ډېرو مېرمنو ژوند خراب کړی دی.

دا ښکاره ده چې په هره حکومتي اداره کې نارينه واکمن دي، خو دا هم ويلی شو چې هره اداره له فساد څخه خالي هم نه ده. خو په کومه اداره کې چې ښځې واکمنې دي موږ ليدلي چې په ښه منظم، شفاف ډول يې چارې مخ ته وړي دي. ځکه دا خبره په ډاډ کولی شم چې ژوندی مثال يې د خپل ښوونځي ادارې ته ورکوم چې ټولې چارې يې د مېرمنو په لاس کې وي او په ډېر ښه منظم ډول يې چارې مخ ته وړي.

په همدې اساس ويلی شم چې مېرمنې له هغه څه نه چې ور څخه توقع کېږي لا هم ډېرې پياوړې دي. ډيری نارينه په دې اند دي، چې ښځې کمزورې دي د هر ډول ستونزو د راتلو په وخت د هغوی د اوښکو په تويولو ورته د کمزورې په سترګه ګوري. حال دا چې ژړل په دې مانا نه دي چې مېرمنې کمزورې دي؛ بلکې د يوې ستونزې په راتللو سره يا د يوې پېښې په ليدلو سره د بلې چارې په نه درلودلو سره خپل زړه په اوښکو تويولو خالي کوي.

په اوسنۍ نړۍ کې ښځې اوس ډېرې پیاوړې دي او په هر ډګر کې کولای شي د نرانو ښې سیالانې شي.
که موږ د ماشومانو په روزنه کې د هلک او نجلۍ توپیر و نه کړو او نجونو ته له ماشومتوبه د زړورتیا احساس ورکړل شي او زړورې وروزل شي، پوره یو نسل به یې زړور روزلی وي. په دې روزنه به راتلونکې ته د ښځې خاصیتونه نارینه‌وو ته پېغور نه وي، بلکې ښځې به د زړورتیا سمبولونه وي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.