د ماشومتوب تاثیر پر لیکلو/ بحث (۲)

787

د افغان ښځو انلاین ادبي بهیر، د وتس اپ په چټ کې پر ادبي مسایلو بحثونه پیل کړې دي. دلته د دې لرۍ دوهم د  بحث لوستلی شئ. 

شفیقه خپلواک:

زه څو ورځې وړاندې د امریکایۍ شاعرې ایملي ډیکنسن کور ته چې اوس موزیم دی تللې وم. ایملي د ډسمبر په لسمه کال ۱۸۳۰ ز کې د مسچوستس ایالات په امریست ښار کې زېږیدلې وه. د ۵۵ کلونو په عمر وفات شوه. یو څه چې ماته جالب و د دې ماشومتوب و. مثلا یو کار چې دې کاوه د ګلانو راټولول و او بیا به یې هغوی ته نومونه موندل. فکر کوم دا کار د ښوونځي لخوا پرې کیده. زموږ په تېرو بحثونو کې د ګلانو یادونه وشوه چې زموږ په شاعري کې څومره کم او تکرار دي.
بل د کتابونو لوستل و. د ایملي کورنۍ له اقتصادي اړخ ډېره ښه وه. دوی د هغه وخت په حساب نسبتا لوی کتابتون کور کې درلود. دې ډېر زیات کتابونه لوستل او ځینې یې د شاعري د پوخوالي دلیل هم همدا بولي.
د ورجنیا وولف د ناولونو (To the Lighthouse, Jacob’s room) په اړه ویل کېږي چې د ماشومتوب خاطرې یې دي. یا پرې دې هغوی برلاسی سیوری دی. داسې ښايي ډېر نور مثالونه هم وي. نو زما پوښتنه داده چې څومره د ماشومتوب خاطرې، تجربې، پیښې، زده کړې او تصویرونه پر اثر تاثیر لري؟ فکر کوئ که ماشومتوب مو متفاوت و اوس به مو لیکل هم بدل و؟ کوم ځانګړی اغیز یې محسوسوئ؟

نویده خوشبو:

دا په لویدیځ کې مهمه او د پام وړ موضوع ده. د ماشومتوب تجربې د ژوند په ټولو پړاونو او چارو مستقیم اغېز لري. په عادتونو او خصلتونو، فکر او لیک په ټوله کې د انسان کرکټر او شخصیت د ماشومتوب له پېښو رنګ اخلي.

درخانۍ:

د خاطرو لیکل زموږ پر لیکنو مستقیمه اغېزه لري. ما ځینې خاطرې لیکلې دي اوس چې یې کله لولم زما لپاره په زړه پورې او جالبه وي. زه له کوچینوالې
ناول او کیسو سره علاقه لرم. تل به مې ناولونه له راډیو اوریدل او خپله مې هم د کیسې لیکلو هڅه کړې ده. ما له کوچینوالې تر اوسه هغه ورځپاڼه، مجله، کتاب او کتابچه نه دي غورځولي چي پلار به مې د لوستلو لپاره راته راوړل. لومړۍ کیسه مې نه پوهېږم په کوم سن کي لیکلې ده. د هغې کیسې د کرکټر نوم تلوسه ده. څه وخت مخکې هغه کیسه په مخه راغله. جالبه راته دا وه چې اوس زما د مشرې لور نوم هم تلوسه ده. زما کوچینوالی که له نورو سره ډېر توپیر ونه لري څه نا څه توپیر خو لري. زه ډېر وخت کیسه او خپل نثر کې هغه څه لیکم چي خپله مي لیدلې وي. زما په اند د ماشومتوب خاطرې او پیښې زموږ له لیکنو سره مرسته کوي چې له نورو څخه توپیر ولري.

میمونه کامران:

ادیب او لیکوال ته د کوچینوالي د ټولنیز او فردي ژوند تاثیرات او تجربې پاتې وي. نو په لیکنو کې یې راڅرخوي، د ژبې په جامه کې یې پټوي، د تخیل په رنګ یې رنګینوي او ټولنې ته یې د یو ګلالي اثر په توګه سپاري. لیکوال/ لیکواله هڅه کوي چې هغه څه وپنځوي چې د ژوند ارزښتونه یې پکې نغښتي وي، نو دا چې د کوچینوالي له تجربو او خاطرو څخه څه لري، اختیاري او غیر اختیاري یې په خپلو پنځونو کې راوړي او یا ترې متاثره کیږي.
زه چې خپل ماشومتوب ته ګورم نو باوري یم چې زما پر لیکنو ډېر اثر لري، تل مې زړه غواړي د کوچنیوالي هغه صحنې په لیکنه کې راوړم چې بیا تکرار به یې زما په ژوند کې ناممکن وي. شخصا فکر کوم چې ماشومتوب دوره یوه ارزښتمنه دوره ده، چې ډېر څه له ځان سره لري او لیکوال هم تل هڅه کوي چې یو ارزښت ورته پاتې شي.

ملاله کلیواله:

ماشومتوب مې د لوړو غرونو منځ کې، په شنو باغونو او د شنو روانو سرشاره ویالو ترڅنګ، د غونډيو په معطرو لمنوو، د طبعیت په ښکلو رنګونو کې تېر شوی. دې ښکلاوو او کلیوال ژوند، د ماشومتوب خوږو خاطرو، زما په شاعرۍ پوره اغیز کړی. زما په شاعرۍ کې اوس هم د هماغه خړ کلي، شنې ویالې، د چنچنو زمزمې، د پيغلو د ډوډۍ د پخولو ټپا، د کوچنیو سیرلکیو بغ بوغ او له خټو د جوړه شویو وړو، وړو کوټنو انځورونه شته.

ځولۍ لمن:

ماشومتوب، ټولنه او ماحول چې مونږ پکې پاییږو یوازې په ادب نه بلکې د ژوند په هره برخه خوارا اغیز لرلی شي. کله کله مې ذهن ته شوخ شعر راشي، خو د لیکلو جرات یې نه کوم که چېرته یې یوازې ځان سره نوټ کړم هم یو ډول د ملامتیا او شرم احساس کوم، ځکه چې له ډیر وړکتوبه، په خپل جېلکتوب او احساساتو یا ځورول شوې یوو یا ملامتې شوې یوو.
په افغانه ټولنه کې چې د ماشوم احساساتو ته ډېره پاملرنه نه کیږي، ډېرې لیکوالې یا شاعرانې ممکن له خپل ماشومتوبه ښې خاطرې و نه لري. ښايي دوی هغه وړې وړې پیښې چې د دوی ذهنونه یې ژوبل کړې دي په شعر کې ځای پر ځای کوي او خپله رنځور شوې روح تر یو حده پرې رغولي.

شفیقه خپلواک:

ستا دې تبصرې ماته د جولین بارنس برتانوي لیکوال یوه تبصره رایاده کړه، دی وايي:
«ښايي لس یا یولس کلن به وم چې له مور سره په بس کې ناست وم. ما سر بله پسې بېلابېل نظریات وړاندې کول. بې له دې چې ځان سانسور کړم په یوه خبره پسې مې بله کوله. مور مې راته وویل: چې ته ډېر خیالي یې.
دا خبره یې جدي او یو ډول تعرضي وه. ښه راباندې ونه لګیدله. زما د ماشومتوب کلیدي خاطره د تشویق، هڅونې او دا چې مخکې د تګ لار ووینم نه وه، بلکې د غندنې او هغه وختونو دي چې راته ویل کېدل ځینې شیان ونکړم او سترګې پرې پټې کړم. د هر لیکوال لپاره ښايي دا متفاوت وي ښايي چا کوم مهربان کاکا لرلی وي چې په ماشومتوب کې یې په کتابتون کې د منډو اجازه لا ورکړې وي. خو زما لپاره داسې نه و. زموږ په کور کې طبعا کتابونه و، زما مور او پلار دواړه د ښوونځي معلمان و نو د کتابونو کمی نه و. خو زموږ کور کې فضا داسې وه چې موږ له هغو کسانو نه یوو چې کتاب لیکلی شو، بلکې کتابونه نور خلک لیکي. زما د لیکوال کیدو په پروسه کې بېلابېل عناصر و خو یو له مهمو عناصرو دا و چې زه مې د خپلې مور پر وړاندې بغاوت وکړم. ما غوښتل مور ته مې وښیم چې تخیل بې ځایه څه نه دی. ما غوښتل مور ته مې ثابته کړم چې په ماشومتوب کې کنترولول د لیکوالي په هنر بدلیدای شي. ما غوښتل ورته وښيم چې ته په غلطه یې. ما چې خپل لومړی ناول چاپ کړ د مور به مې حتما د بس پیښه هېره شوې وي خو زه یې د هغې غندنې منندویه یم.»

شېبه ګهیځ:

ماشومتوب دوره د انسان هغه دوره چې ډېر څه به یې هیر وي لږ څه به یادېږي. یعنې داسې ووایو که چېرې یو انسان دغه دوره په خوشحالۍ تېره کړې وي ډېر څه به یې یاد نه وي؛ خو خدای مه کړه چې یو انسان دې دغه دوره په محرومیت کې تېره کړي. دا محرومیت که له هر څه، له زده کړو محروم، له مینې محروم، له خوب لېدلو یا هم له هیله لرلو محروم او په ټوله کې د ژوند له هر هغه خواږه چې باید یو ماشوم یې ولري محروم. یا هم دا چې بدې پېښې یې د ژوند ډېره تجربه کړې وي.
کله چې پر یو لیکوال/ه دغسې د محرومیت دوره تېره شوې وي په اثارو کې؛ که هغه شعر وي یا نثر اغېز یې ډېر لیدل کېږي. تل به دا هڅه کوي چې هغه څه انځور کړي چې ده پر خپله لیدلی یا حس کړی. نړۍ ته به هم له همغه زوایې ګوري. برعکس که چا د ماشومتوب ښه دوره تېره کړې وي کېدای شي اثار یې تر دې بلې ډلې توپیر ولري. لید به یې نړۍ ته له بلې زاویې وي.

زموږ په اثارو کې په ځانګړي ډول کیسو کې تل له بې عدالتي، د ښځمنو حقوق پښو لاندې کېدل او داسې ډېر څه نور پکې راځي. برعکس هغوی که خپلو اثارو پیل کې ناکامي راوړي وروسته له دغو ناکامیو بریا او له مثبتو پیغامونو ډک اثار وړاندې کوي. دا ځکه چې محیط او ټولنې توپیر کوي.

په ټوله کې داسې ویلی شو چې ماشومتوب دوره او ټولنه د یو لیکوال یا شاعر په اثارو کې اغېزه لري. کېدای شي دا اغېز او حالت ځینې په صریحو الفاظو بیان کړي؛ خو ځینې بیا د یو بل د ژوند د ورته حالت په لیدلو او هغه مخاطب کولو په ډول بیان کړي.

ځلا نور:

ماشومتوب نه یوازې د ادیب په ژوند بلکې د ټولنې د هر وګړي په ژوند ژوره اغیزه لري. که چیرې په یوه ټولنه کې ماشومان ښه وروزل شي نو دا ټولنه به ډېر ښه راتلونکی ولري خو زموږ په ټولنه تر ټولو ډېر له ماشومانو سره تشدد او بد رفتار کېږي او ماشومان هم ډېر زر له پېښو اغیزمن کیږي. زه ستاسو د ټولو غوندې له ماشومتوبه ښې خاطرې خو د ښو تر څنګ بدې هم لرم چې په ژوند مې ژورې اغیزې لري‌…
د انسان په لاشعور کې له ماشومتوبه ځینې صحنې ثبتېږي چې خینې یې په ښامارانو بدلېږي چې آن انسان مکمل په ښامار بدلولی شي او یا هم په یو ضعیف او کمزوري انسان…
بله یې دا چې په ماشومتوب کې خیال ډېر فعال وي، چې په لوییني فعال خیال هنر رامنځته کوي او هنر ته لاره هواروي.

فاطمه اعظم:

زما په اند د کوچنیوالي پېښې او خاطرې د لیکوال پر اثارو مستقیمې اغېزې لري. یو ښه مثال د کافکا ور کولی شو. کافکا په یوې داسې کورنۍ کې زېږېدلی و چې په کورنۍ کې یې د غړو ترمنځ یو لړ ستونزې او ناخوالې تر سترگو کېدلې او دی په خپلې مور او پلار باندې گران نه و. د دوی ترمنځ هغه د مور او پلار مینه له اولاد سره نه تر سترګو کېده.
د کافکا په اثارو کې د کوچینوالي د پېښو اثر ښکاره دی. د ماشومتوب د حوادثو سیوری په “مسخ” ناول او “پلار ته لیک” کې په ښکاره توګه لیدلی شو.
موږ په خپل ورځیني ژوند کې هم ګورو، د چا چې کوچینوالی په ښه توګه تېر شوی وي د ده کړنې او فکر له نورو خلکو سره توپیر لري. شاعر او لیکوال هم د کوچنیوالي له پېښو خلاصون نه لري او په لاشعوري توګه د ده په اثارو کې تر سترګو کېږي.

فرزانه زیار:

د انسان د شخصیت لویه او مهمه برخه په ماشومتوب کې جوړیږي. د ماشومتوب دردونه تل او تل د انسان په زړه او ذهن کې وي هیڅ نه هیریږي او پر لیکنه ژوره اغیزه کوي.

لیمه ودان:

زموږ د ماشومتوب د وخت يوه برخه خاطرې زموږ په ذهن کې پاتې کېږي؛ خو طبيعي ده چې ډېره برخه یې زموږ له ياده وځي. دا تېرې هېرې خاطرې زموږ په لاشعور کې پاتې کېږي.
مثلا: زه په درې کلنۍ کې له يوې پېښې سره مخ شوې وم، چې په لوی‌والي مې بيخي په ياد نه ده؛ خو بیا هم ښايي په خوب کې همغسې پېښه ووينم.دا پېښه زما په ذهن کې شته خو زما هېره ده.
زموږ د ذهن هغه موضوعات چې هېر مو دي هغه زموږ لاشعور دی او د ذهن هغه محتویات چې زموږ په ياد دي هغه مو شعور دی. د لاشعور ژبه سمبوليکه وي، ښه بېلګه یې خوبونه دي، لکه موږ کله داسې خوبونه وينو چې په ريښتيني ژوند کې نه مانا ترې اخيستی شو او نه منطق لري. د دې دليل دا دی چې د لاشعور ژبه د سمبولونو ژبه ده.ادبیات معمولا زموږ همدا هېرې خاطرې دي.
په پای کې بايد ووايم، چې موږ له خپلو تېرو هېرو خاطرو او تجربو خلاصېدی نه شو، هغه مو په خوبونو کې راځي، هغه مو په ادبیاتو او شعرونو کې راځي

ګلالۍ مومند:

زما د مالوماتو له مخې د ماشومتوب خاطرې او تجربې د لیکوالانو او شاعرانو لپاره د الهام سرچینه وي. که یو ماشوم په خپله مورنۍ ژبه په ماشومتوب کې مکمل حاکمیت ولري هغه د نورو په نسبت په ډیر ښکلي طرز د خپلو افکارو او احساساتو بیان کولی شي. د یو ماشوم په ازاده توګه د لوبو کولو او تصور کولو وړتیا کولی شي شاعران او لیکوالان وهڅوي چې نوي نظرونه وپیژني، غیر روایتی لیدونه واخلي او اصلي کیسې او شعرونه رامنځته کړي، یعنې د تخیل او خلاقیت وړتیا لري. په ماشومتوب کې غمجنې پیښې، د کورنۍ شرایط او ټولنیز چاپیریال کولی شي د شاعر یا لیکوال په احساساتو، افکارو او نړۍ لید باندې خپله نښه پریږدي. دا خبرې کولې شي د دوی په کار کې یو ځانګړې موضوع یا یو ځانګړی غږ رامنځته کړي.

نرګس سهاک:

انسان چې هغه نومونه په ماشومتوب کې زده کوي، کله يې هم نه هېريږي. هغه خوبونه او خيالونه چې په ماشومتوب کې ګوري د هغه د ټولو کړنو، پلانونو، اهدافونو او فعاليتونو بنسټ هم هماغه جوړوي.
که يو انسان له ماشومتوب څخه د خپل فکر د بيانولو موقع ترلاسه کړي نو هغه به بيا هيڅکله د بل چا په فکر پسې لاړ نشي، که هغه ته د خبرو او د خپل نظر د ارایې حق ورکړل شو بيا به دغه کس د هيچا نظر ته بې احترامي ونکړي. همداسې يې برعکس درواخلئ منفي کړنې، عقدې، منفي فکرونه د ماشومتوب د محروميتونو څخه سرچينه اخلي. مونږ په ادبياتو کې ليدلي دي چې په هرې هغې کورنۍ کې چې کتابونو سره ملګرتيا يې په تقسيم اوقات کې ځاى په ځاى شوې نو پرته له شکه چې دغه ماشومان د ادب په نړۍ کې ځليدلي او د ماشومتوب ټولې مثبتې تجربې يې په نظم او نثر کې خوندي کړي، همداسې هغه لوی ليکوالان چې په ماشومتوب کې له خپلو حقونو څخه محروم شوي دي د هغوى ليکنې له ژوند څخه د ناهيلۍ پيغام ليږدوي آن کله کله خو داسې شوي چې دوى د ژوند په پاى کې ځان وژنې ته اړ شوي دي ځکه چې د دوى د ماشومتوب تورې وریځې ددوى د ژوند له آسمان څخه هيڅکله نه دي لرې شوي او همداسې يې خپلې وزرې پر دوى باندې غوړولې دي.

شفیقه خپلواک:

ما ته دا پوښتنه د ایملي ډیکنسن (۱۸۳۰-۱۸۸۶) د موزیم له لیدو سره رایاد شوه. ایملي د انګریزي ژبې، په ځانګړې ډول د امریکا یو له خورا مهمو شاعرانو ده. د دې یوازې لس شعرونه د دې په ژوند چاپ شول، خو دې ټول په اوسط ډول ۱۸۰۰ شعرونه لیکلي. د ایملي پلار ایډوارډ ډیکنسن وکیل و او یو څه وخت د کانګرس غړی و. د ده نظریات د ښځو په اړه حتا د هغه وخت د خلکو له نظره هم ډېر سخت دریځي و. په ځانګړي ډول ایډوارد هېڅکله د ښځو د اثارو د چاپېدو پلوی نه و، ده یې تل د خپرېدو مخالفت کاوه. ده نه غوښتل ایملي او بله لور یې لوانیا ځینې کتابونه چې په کور کې و، وې لولي. د ایملي ورور، اسټن به ایملي ته هغه کتابونه چې پلار به یې له لوستلو منع کوله د پیانو په کونج کې پټول. ایملي په لومړیو کلونو کې نسبتا له کوره د باندې تګ راتګ کاوه، او ځینو کسانو ته به یې لیرې، لیرې لیکونه هم لیکل. په دې کې ډېر د هغه وخت لیکوالان او شاعران و. خو وروسته، وروسته ډېره ګوښه ګېره شوله. دې تر اخره واده ونکړ. ماشومتوب کې یې لاتین ژبه زده کړه. ایملي د خپل ښوونځي د همځولو تر منځ په تېزه ژبه مشهوره وه. دې به ډېرې خبرې کولې او ډېرې په جزییاتو. ایملي ډېر کتابونه لوستل، او ډېر وخت به یې بڼ کې تیراوه. د دې ګلانو انځورنه مې درولېږل چې ده به راشکول بیا به یې نومونه ورته موندل. د ایملي شاعري د خپل وخت له نورو شاعرانو متفاوته ده، امریکیان یې (اوریجنل) یا سوچه بولي. هم د سترکچر له اړخه او هم د موضوعاتو له لحاظه ایملي خپل جلا سبک وموند. ځینې د دې دلیل د ایملي په حساب محدود ژوند بولي، چې دا ډېره زیاته له ځان سره پاتې شوه. او خپل ځانته په سفر کولو، او خپل چاپیریال یې کې په پاتې کېدو یې هغه څه وپنځول چې نورو ښايي نشوای تصور کولی. د شعر په ایدیت یا اصلاح کولو کې ایملي یو عجیب عادت درلود. دې پرته د خپلې ورېندارې سوزان نه د بل چا خبره په ګرانه منله. له چا یې په شعر کې مشوره نه غوښته خو خپل اکثریت شعرونه یې ایدیت کړي. ځینې یې دا ډول شعرونه شته چې هېڅ وروستۍ بڼه نه لري. مثلا که دې به یو شعر ولیکه، یوه مشخصه کلیمه به یې په نښه کړه او د هغې معادل څلور، پنځه نورې کلیمې به یې ورسره ولیکلې. دا چې دې په پای کې کومه کلیمه خوښه کړې دا هېڅ معلومه نه ده. ځینې داسې شعرونه یې شته چې دې لس کاله وروسته یې ایدیت کړي. د ایملي د شعر پر پوخوالي د هغې مطالعې ډېر تاثیر درلود، چې دې له وړکتوب نه لرله. همدارنګه، ځینې استدلال کوي چې ښايي دا ټول چاپیرل بخصوص د پلار دریځ یې چې دا یې د یوې شاعرې په توګه په سختۍ منله له دې پخه شاعره جوړه کړې وي. د ایملي ماشومتوب کې د دوی شاوخوا ځینې کسان مړه شول، دې یې ځنازې په خپله ولیدې او دا تصویرونه د دې په شعر کې په بیا، بیا راغلي. ما د ایملي په اړه اوږده تبصره وکړه ځکه چې د موزیم له لیدو یې ما دا احساس کړه چې د دې پر شاعرۍ ښايي د دې ماشومتوب تاثیر و، بخصوص دا چې نه یې خپروله. زه فکر کوم د نه خپرولو یو لوی دلیل ممکن د دې پلار و چې حتا په دې اړه یې مقالې لیکلې او خپرولې چې د ښځو لیکنې باید خپرې نه شي. ایملي له مرګ مخکې خپلې خور لوانیا ته سپارښتنه وکړه چې شاعري یې وسوځوي، خو هغې چاپ ته ولېږله.

ما په خپله پوښتنه کې د برتانوۍ لیکوالې ورجینیا وولف (۱۸۸۲-۱۹۴۱) د دوه کتابونو نومونه هم یاد کړي چې په غالب ګومان د دې د ماشومتوب تاثیر پرې ډېر دی. ورجنیا خورا حساسه وه. د دوی کورنۍ به هر اوړۍ په برتانیا کې کارنویل ته رخصتي ته تللي. دا د ورجنیا د ژوند تر ټولو خوشحاله شېبې وې او د دې ناول (To the Lighthouse) پر همدې لیکل شوی. دا د یوې کورنۍ کیسه ده چې وروسته پکې مور مري، زوی په لومړۍ نړیواله جګړه کې ومري او لور د زېږون پر وخت. ورجنیا د خپلې مور، پلار، ورور او میرنۍ خور له مړینې وروسته یو ځای لیکي:( ولې زه دومره ډېره او لاعلاجه په کارنویل میینه یم؟ د یو چا تېر، البته همداسې به وي. ماشومان وینم چې په باغ کې منډې وهي. په شپه کې د سیند غږ… د ژوند تقریبا څلویښت کاله مې پر همدې ولاړ دي، همدا پکې خپاره دي، او ډېر زیات نور چې زه یې نشم تشریح کولی.)

دې دا کتاب د مور د مړینې په ۲۳م تلین په ۱۹۲۷ کې خپور کړ. او د ۱۹۲۸ کال کې خپلې ډایري کې یې لیکلي و:
(د مور او پلار په اړه مې هره ورځ فکر کاوه، خو د (رڼا کور ته) په لیکلو کې مې ذهن کې حک شول. د دوی په اړه لیکل ضروري کار و.)

د دې بل ناول دThe Jacob’s Room تر یوه بریده د دې ورور د مړینې په اړه دی. خو دې یې کیسه اوږده کړې او کرکټر یې په جګړه کې مړ وي.

فرانسوي شاعر ګیراد نروال (۱۸۰۸-۱۸۵۵) په خپلو مشهور شعرونو کې ځای، ځای خپل ماشومتوب ته سفر کړی. د ده پر ناول ګوټي سیلویا د ده د ماشومتوب فضا حاکمه ده، حتا ځینې کرکټرونه د ده د وړکتوب پېژندوی خلک و.

امریکایی شاعر، لیکوال او نقاد ټي. ایس ایلیټ (۱۸۸۸-۱۹۶۵) پر دې باور و چې شاعر او شعر مطلق بېل دي. د ده په باور د شاعر ژوند او د شعر هېڅ اړیکه نه سره لري. خو د ده په ځینو شعرونو کې بیا هم د ماشومتوب او ژوند تاثیرات لیدل کېږي. د ده مشهور اثر (Four Quartets) څلور شعرونه دي چې ده بېلابېل لیکلي و خو چې کله بشپړل شول ده ته ښکاره شوه چې دوی سره ورته دي، او بالاخره یوه لړۍ غوندې شوه. د دې لړۍ د دریم شعر نوم (The Dry Salvages) دی. دا نوم شاعر خپله په یاداښت کې تشریح کړی چې معنی یې د کیپ ان، مسچوسټس بحر پر غاړه د ډبرو یو غونډاری دی. ایلیټ خپل ماشومتوب هغلته تېر و. په بېلابېلو نورو ځایونو کې داسې شیان او ځایونه یادوي چې د ده د ماشومتوب تصویرونه دي، هغو ځایونو کې یې چې لوبې کړې او ګرځیدلی. هغه خلک چې لیدلي یې دي او راشه درشه یې ورسره لرله. مثلا شاهي ګلاب، چې د ده پلار به کرل.

زه کله، کله ځان سره وایم چې که ما ماشومتوب په کلي کې نه وای تېر کړی ایا ما به شعر لیکلی شوای کنه؟ په کلي کې د ماشومتوب ګټه دا وه چې زه بیخي ډېره له طبیعت سره نږدې وم. دا اوس زه ښايي سمندر ووینم خو هغسې مې تصویر په ذهن کې نه پاتې کېږي لکه ماشومتوب کې چې مې د لښتي‌د اوبو تصویر دی. د پولو په څنډو واړه ګلان، د شوتلې بوی، د سنځلۍ د ګل وږم، د مارغانو راتګ او په بلۍ ناسته… په ژمي کې چې به یخ په ښیښه ګلان جوړ و، ستوري او په ماښام کې د کلا له بلۍ د چینارونو د سیورو انځور… زما په شاعري کې که د تصویر کوم روح وي هغه به زما د ماشومتوب د همدې وخت وي. زه د ایلیټ غوندې نشم کولی ووایم چې په مطلق ډول شعر له شاعر/ې بیل دی. زه فکر کوم چې شعر یا کیسه زموږ د روح، خوبونو، تخیل، عواطفو، ذهن، حافظې او لاشعور هغه میوه ده چې ثمر ته رسیدلې، له ونې باید وشکول شي او نندارې ته وړاندې شي. که داسې نه شوه، خپله به لوېږي او ضایع کېږي. ماته شعر د حافظې او تخیل سفر دی، چې په اوس کې کېږي، تېر ته ستنېږي او د راتلونکي پر لور روانېږي. چېرې مې لوستي و چې شعر د فردي تجربې زېږنده دی، خو اړیکې یې له ټولو سره دي. معنی دا چې د یو چا فردي تجربه د نورو ډېرو د تجربې برخه ده او ترې بېله نه ده. همدا د هنر کمال دی، چې ته ځانته سفر وکړې چې بالاخره بل هر څوک ستا د هنر په هنداره کې خپل ځان وویني. خپله تجربه، خپل تخیل، خپل تېر، خپل اوس او راتلونکی ترسیم کړي. د ایلټ دا خبره د کاڼې کرښه ده چې شعر باید د شاعر د ژوند له زوایې ونه لوستل شي، او نه هم د شاعر د ژوند په تله وتلل وشي. زما په نظر اثر خپله ژوندی موجود دی، خپله کیسه لري. خپل شناخت لري. خپل روح لري. خپل لوری لري. او دا ازادي یې د یو چا د خاطرو، عواطفو، او تخیل د مزل پر مټ تر لاسه کړې. کټ مټ لکه پخه مڼه، چې له ونې بېله ده. په خپل ذات کې د خپلو خواصو، خوند، ګټې او ضرر څښتنه ده، خو دې هر څه ته د ونې په زور رسیدلې. که څوک د مڼې په اړه تحلیل کوي، هېڅ اړتیا نه شته د ونې حالت ور ازوي، خو له دې هېڅکله انکار نه کېږي چې د دې ونې حالت به د مڼې په نمو او رنګ تاثیر نه وي لرلی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.