زدکړه: زدکړه چې لۀ مانا یو اسم/نوم ده د انګلېسي Education کلمې سره معادله/برابره ده، او د پښتو ژبې پۀ نوي تحولاتو کې یې لۀ زدهکړې سره توپیرول یو څۀ سخت دي. نو زدکړه د علم او پوهې پۀ مانا کارول کېږي! لکه: د لوړو زدکړو وزیر.
د لوړو زدکړو وزارت. ما د لوړو زدکړو فرمان ولید.
یانې کله چې غواړو د علم/پوهې پۀ مانا یو څۀ لیکوو باید د زدکړې پۀ بڼه یې ولیکوو.
ډېری ادیبان و ژبپوهان بیا زدهکړه پۀ خپل حال لیکي او وایي چې موږ د پوره فاصلې پر ځای نیم فاصله راولو او ستونزه نه پېښوي.
زدهکړه: زدهکړه برعکس یو فعل ده، چې د یو عمل پېښېدل، یا د یو کار امر او تابع کول دي. یانې پۀ یو کار کولو سره امرانه چلند کېږي. د انګلېسي لۀ Learn کلمې سره برابره او همرنګه ده. مثلاً لیکوو، چې تۀ باید خپل درس زدهکړې. تاسې هڅه وکړئ چې د اشپزي کارونه زدهکړئ.
تۀ پۀ خپل مسلک کې یو څۀ زدهکړه.
لۀ خپلو زدکړو دې یو څۀ زدهکړه!
دواړه کلمې زموږ پۀ لیکدود کې بېلابېلې ماناوې لري، او پۀ لیکلو کې یې ډېر دقیق اوسئ!
توپیر یې یوازې پۀ یوه کوچنۍ(ه) زور کې ده، چې لۀ زدکړې/پوهې لوېږي. لۀ دویم فعل برخې زدهکړې، د یو کار امر، لۀ دې (ه) زور نه لوېږي.
کۀ یې توپیرول اړین ونۀ بولو پۀ معیاري لیکدود او علمي کریر مو داغ لګوي او خلک مو دې پۀ دې شیانو بېعلمه بولي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.