ویټامن B12

528

د ویټامین B12 په اړه په څه پوهیږي؟
د ويټامین B12 زموږ په بدن کې دننه څه دندی پرمخ وړي؟
د ويټامین B12 د کمښت نښې نښانی او درملنه يې څه ده؟
دا او دې ته ورته پوښتنو ځواب لاندنۍ لیکنه کې ځوابیږي.

ویټامین B12 زموږ د بدن لپاره ډيرې دندې برابروي
لکه زمونږ د بدن د ویني تولیدولو حجرات یا Red blood cell جوړوي همدارنګه زمونږ د بدنDNA ترتيبوي.

هغه خواړه کوم چې د ویټامین B12 څخه غني دي
حيواني خواړه: ټول حیواني محصولات په کافي اندازه ویټامین B12 څخه برخمن دی مستی، شيدې،هګۍ،غوښه،ماهي دا هغه خواړه دی کوم چی ویټامین B12 ورپکې شته.

د ویټامین B12 د کمښت
د متحده ایالاتو وګړي په کافي اندازه ویټامین B12 اخلي مګر که تاسې چرته شکمن ياست چې ویټامین B12 اندازه مو کمه ده یا چیک کړي نو يو ډاکټر ته مراجعه وکړئ ترڅو ستاسو د ویني ټیسټ وکړي او اندازه یې درته معلومه کړي د عمر په زیاتوالي سره دا ستونزمنه کیږي چې دغه ویټامین په بدن کې جذب شي او یا خاص پروسیجرونو سره هم لکه عملیاتونو یا د معدې یوې برخی لرې کولو سره او یا هم د نشیه موادو زیات استعمال سره د دغه ویټامین پر کمبود اخته کیدای شو.
ځنو ناروغیو کې هم دغه ویټامین کمښت رامنځته کیږي لکه کرون ،سيلیاک،ګاسټرايټس په نومنو ناروغیو کې هم رامنځته کیږي.

ویټامین B12 د کمښت نښې نښانې.
د کمزورۍ احساس کول
د ستړیا احساس کول
تنفس او زړه ضربان زیاتېدل
د پوستکي.خړ پړ کېدل
د ژبې همواریدل
د اشتها کمزوري کېدل
قبضیت یا اسهالات پيښيدل
په غوږنو کې بنګهاری اوازونه او پر پوستکي باندې ستنو چوخیدل،څړیکو وهل.
د سترګو د دید خړ پړ کیدل.
د حرکاتو ستونزه .
د يادښت کمزوري.
عصبي پريشاني.

ویټامین B12 د کمښت درملنه

کله کې د ویټامین B12 د کمښت تشخيص وشو نو درملنه يې د خولی دلارې ویټامین B12 درمل استعمال.یا هک د غوښي فيشکاریو پواسطه ویټامین B12 درملنه کیدل.

ویټامین B12 د کمښت مخنوي

د حیواني.محصولاتو زیاته استفاده لکه هګۍ، ماهي،شيدې، غوښه،کولای د دغه خوړو په استعمال سره د ویټامین B12 د کمښت مخنوي وکړو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.