د لوږې څونامي/ دوه‌دېرشمه برخه

آصف بهاند

427

څنګه شو کوم کارت د کوم خیرات دې په لاس درغی!؟

حـق ووایــه څــو روپـۍ ذکـات دې پـــه لاس درغـی !؟

هـغه یتیم مـړ دی که ژوندی دی چې نهر به و!؟

زړه یې د کباب پـه خـواږه بوی پسې بهر به و!؟

(عبدالوهاب باور)

 

د لوږې څونامي بیا په افغانستان کې زور اخیستی دی، داسې زور چې په میلیونونو افغانان د له منځه وړلو او مرگ تربرید پورې گواښي. د لوږي له څونامي سره مرسته کونکي ځواکونه لکه تل وچکالي، طبعي پېښې اوس د ملخانو راپیداکېدل ـ د خوراکي توکو د کروندو د له منځه وړلو تهدید او پر خپلو ځانگړو قوانینو باندې د نویو واکدارانو ټینگار چې د هغوی په عکس‌العمل کې نړیوال خپلې بشري مرستې یا کموي او یا یې دروي.

اوس لا نوي خبرونه وایي چې په افغانستان کې د بشري ناورین لمن نوره هم په غوړېدو ده او د دې ناورین په مخنیوي کې هغه هېوادونه او مرسته کونکي سازمانونه همکاري کولی شي چې په خپلو مرستو سره د لوږې څونامي مخه ونیسۍ، د لوږې کچه راټیټه کړي او د ښځو او ماشومانو د ناروغیو په مخنیوي کې انساني مرسته وکړي. نور حال د بي بي سي په لاندې رپوټ کې:

«د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ دفتر (OCHA) وايي، د ناروین پر وړاندې “هېڅ نه کولو بیه به خورا لوړه وي.”

د مرستو د همغږۍ دغه دفتر وايي،‌په مرستندویه ادارو غږ کړی، چې افغانستان کې له بشري ناورین سره مبارزه کې برخه واخلی.

اوچا وايي: “د بشري ناورین پر وړاندې مرستندویه ادارې کولی شي د ښيې بودجې په مرسته د لوږې کچه راکمه کړي، د ناروغیو خپریدو مخه ونیسي او د زیږون پر مهال د مېرمنو د مړینې کچه کمه کړي.”

اوچ ټینګار کوي ټینګار کوي، چې له اړو کسانو سره د مرستې لپاره پر وخت بودیجې ته اړتیا ده او خبرداری یې ورکړی، چې په دې برخه کې د هېڅ نه کولو بیه به ډېره ګرانه وي.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د دوحې په وروستۍ غونډه کې ویلي وو، چې افغانستان کې ۲۸ میلیونه وګړي مرستو ته اړتیا لري.

همدارنګه نوموړي زیاته کړې وه، چې افغانستان کې له بشري ناورین سره د مبارزې لپاره د اړتیا وړ بودیجې څخه یوازې ۶ سلنه یې د ملګرو ملتونو له خوا ورکړل شوې ده.

د ښاغلي ګوتېرېش په وینا شپږ میلیونه افغانان چې ماشومان،‌ ښځې او سړي، ټول پکې شامل دي، ولږې ته له ورته وضعیت یوازې یو ګام واټن لري.

نوموړي ویلي: “زموږ بشردوستانه پلان دغو اړمنو خلکو ته د رسېدو لپاره ۴ اعشاریه ۶ میلیارد ډالرو ته اړتیا لري، په داسې حال کې چې نږدې ۲۴۹ میلیون ډالره ترلاسه شوي، چې د ټولې اړتیا وړ بودیجې یوازې ۶ اعشاریه ۴ سلنه جوړوي.”»

دغه راز تاند ویبپاڼې د همدې خبر په تاییٔد سره په خپل نوي رپوټ کې د ملګرو ملتونو له قوله ویلي دي چې: «د افغان بشري ناورین په مقابله کې ځنډ به درنه بیه ولري»

په افغانستان کې د دوامدارې لوږې یوه پایله دا ده چې اوس افغانستان گڼشمېر داسې ماشومان لري چې په پرلپسې توگه د خوراکي توکو د نشتوالي په اثر د خوارځواکۍ داسې حالیت ته رسېدلي دي چې د مرگ له خطر سره مخ دي. اوس یونیسف په ښکاره ویلي دي چې: «زرګونه افغان ماشومان د مرستو د نشتوالي له امله خطر سره مخ دي» نور حال د تاند په رپوټ کې:

«تاند:( جمعه ، د غویي ۲۲ )  د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) وايي چې د مالي بحران له امله زرګونه خوارځواکۍ ځپلي افغان ماشومان د نابودۍ له خطر سره مخ دي.

یونیسف پر خپل ټویټر اکاونټ لیکلي چې د روغتیايي اسانتیاوو او د ژوند ژغورنې درملنې لپاره د اضافي بودیجې پرته ښايي زرګونه نور افغان ماشومان په شدیدې خوارځواکۍ اخته شي.

یونیسف زیاتوي، چې د ماشومانو له خوارځواکۍ سره د مبارزې لپاره په طبي او روغتیايي مرکزونو کې د تیارو خوراکي توکیو کوچنۍ کڅوړې ورکوي.

دغه سازمان وايي چې اوس د دې خورا اغیزمنو کڅوړو د چمتو کولو لپاره هم بودیجه کمه ده.

دغه سازمان وړاندوینه کړې چې سږ کال به شاوخوا یو میلیون افغان ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ شي.

د ملګرو ملتونو د بشردوستانه چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) هم وايي چې د بشردوستانه عملیاتو لپاره بودیجه په کمیدو ده.

دغه بنسټ په افغانستان کې د بشردوستانه چارو لپاره د کافي او پر وخت تمویل غوښتنه کړې ده.

 شنونکي باور لري، چې نړیواله ټولنه او طالبان دواړه د افغانستان د بشري ناورین ځپلو په تړاو سیاسي او ظالمانه چلند کوي، چې د بدو پایلو مسوولیت به ور د غاړې وي.

دوی طالبان د نړیوالو پر وړاندې په افراطي پریکړو او دریځ او نړیوال د طالبانو د فشار لاندې راوستو لپاره افغان ناورین ځپلو ته په لږې پاملرنې تورنوي.»

د ملگرو ملتونو سرمنشي څه موده پخوا لا ویلي و چې په افغانستان کې اته ویشت میلیونه خلک مرستو ته اړتیا لري، خو د ملگرو ملتونو ځانگړو ادارو تر اوسه د دې ۲۸ میلیونه وږو لپاره شپـږ سلنه مرستې راټولې کړې دي. که دا ستونزه مرسته کونکي هېوادونه په خپل وخت مرستو سره حل نه کړي، خامخا به بشري ناورین رامنځته شي او داسې به یې لمن پراخه وي چې بیا یې بېرته راټولول ناشوني وي.

د همدې کال (۲۰۲۳) د می پر دریمه د خوړو نړیوال سازمان د اخطار په بڼه ویلي وو چې د لوږې له امله په افغانستان کې د پنځه‌لس میلیونو وگړو ژوند له خطر سره مخ دی. په دې لړ کې څوک طالبان ملامتوي، څوک د ملگرو ملتونو مرستې ناکافي گڼي او څوک بیا وايي چې په افغانستان کې د اوسني وضعیت اصلي عاملان سیمه‌یز او نړیوال ځواکونه دي چې د خپلو سیاسي نظامي موخو د تر لاسه کولو په غرض یې افغانستان او افغانان له داسې حال سره مخ کړي دي.

سره له دې چې د افغانستان به باب د دوحې د وروستۍ غونډې پایلې دومره محسوسې نه وې، خو د ملگرو ملتونو او چاپان هېواد څرگنده کړه چې له ټولو ستونزو سره ــ سره دوی په افغانستان کې خپل کار ته دوام ورکوي.

په دوحه کې چې کومه غونډه د ملگرو ملتونو له خوا رابلل شوې وه، تمه کېده چې په دې غونډه کې به د طالبانو د سختدریځۍ په مقابل کې د هغوی د تحریم په موخه، داسې پرېکړې وشي چې ملگري ملتونه، نورې خیریه مؤسسې او هغه هېوادونه د افغانستان د لوږې څونامي سره د مبارزې درانه پـیـټي پر اوږو وړي، دوی به خپلې مرستې بندې کړي، خو برعکس اول ملگرو ملتونو اعلان وکړ چې له افغانستان څخه نه وزي.

ښاغلي گورترش د دوحې په غونډه کې د نور خبرو تر څنگ دا هم وویل چې: «… په افغانستان له خلکو سره مرستې روانې ساتي.» او د دوی د کارکونکو ښځینه غړي دې له کورونو کار وکړي. وروسته له هغه په کابل کې د جاپان سفیر تاکاشي اوکادا وویل چې: «په افغانستان کې پاتیږو او مرستو ته دوام ورکوو.»

همدا راز ښاغلي گوتریش دا هم څرگنده کړې ده چې نورو هېوادونو د ځینو موضوعاتو په باب له اندیښنو سره ـ سره دا ویلي چې له افغانستان سره به خپل تعامل یا مراودات جاري وساتي.

د ملگرو ملتونو د سرمنشي دې خبرې د افغانانو هغه ویره له منځه یوړه چې ځینو فکر کاوه چې ملگري ملتونه به پر افغانستان د ټولو اړیکو او مرستو دروازې بندې کړي.

**************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.