هيبت الله: له محکمې پرته هيڅوک د سزا ټاکلو حق نه لري

349

د طالبانو مشر مولوي هيبت الله اخوندزاده په خپل نوي حکم کې ویلي «هیڅوک د محاکمو له پریکړې پرته د سزا ورکولو او بیا یې د عکاسۍ حق نه لري».

د نوموړي دغه حکم د طالبانو تر مدیریت لاندې باختر خبري آژانس کې خپور شوی دی. په دغه فرمان کې طالب چارواکو ته لارښوونه شوې چې د محکمې له حکم پرته دې څوک په لښتو، دورو او کیبل نه وهل کیږي.

نړیوال سازمانونه ډېر وخت داسې رپوټونه خپروي چې طالبانو په بیلابیلو سیمو کې صحرایي محکمې تطبیق کړي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان په خپل وروستي رپوټ کې چې د جون مياشتي پر اتمه نېټه خپور شو، ویلي دي چې طالبان په پنجشېر کي د خپلسرو او ډله ایزي نیونو او داسي نورو کارونو مرتکب سوي چي «جنگي جنایتونه» شمیرل کیږي.

د طالبانو د مشر دغه حکم داسې مهال خپریږي چې د سې شنبې په ورځ (۲۰۲۳م کال د جون ۲۰) په لغمان ولایت کې طالبانو د دوی په قول په قتل تورن يو کس په عام محضر کې قصاص کړ.
د طالبانو د مشر په فرمان کې ویل شوي دي چې په دغه حکم کې له یادو شویو ټکو سرغړونه جرم ګڼل کیږي او له خپلو چارواکو یې غوښتي دي چې ترسره کوونکي یې قانون ته وسپاري.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.