څپېړه (په زړۂ پورې کیسه)

ژباړه: محمودي

283

یوه ورځ دوه ډېر نږدې ملګري په یوه دښته کې په یوه اوږد مزل پلي پر لاره روان وو، له ډېر تګ وروسته یې د کومې موضوع پر سر په خپل منځ کې لانجه شوه، ان تر دې چې لانجه د دوی تر منځ په نښته واوښته، یوۂ چې ډېر احساساتي و، خپل ملګري ته په مخ یوه کلکه څپیړه ورکړه، خو ملګري یې د څپیړې بدله وانهٔ خیست، بلکې د سړک تر څنګ ځمکې ته ټیټ شو او په ریګزاره ځمکه یې ولیکل:
( نن یوۂ تر ټولو نږدې دوست او ملګري پر مخ په څپیړه ووهلم)
بیرته را پورته شو او خپل تګ ته یې دوام ورکړ، له څو ساعته مزله وروسته له دښتې څخه یوې آبادې سیمې ته ورسېدل، د یوې لویې او ژورې ویالې تر څنګ تېرېدل، دواړه ډېر ستړي او ستومانه وو، غوښتل یې چې د همدې لویې ویالې تر څنګ د یوې ونې سیوري ته کېني او دمه جوړه کړي، خو یو ناڅاپه د څپیړې خوړلي ملګري پښه په کوم شي کې بنده شوه او په ژوره ویاله کې ولوېد، ډېره هڅه یې وکړه، چې ځان راوباسي، خو ونهٔ توانېد، په بیړه یې بل ملګری ور ښکته شو، لاس یې ورکړ او هغه یې له اوبو څخه راووېست.
کله چې هغه له اوبو څخه را وخوت او لږ سا یې ونیوه، دمه یې جوړه شوه، نو د سړک تر څنګ لویې تیږې ته ورغی، له خپل پنډوکي څخه یې څټک را واخېست او په ژور ډول یې د تیږې پر مخ ولیکل:
( نن خپل یوۂ ډېر نږدې دوست او ملګري له مرګه وژغورلم)
بل ملګري یې چې دا کړنې ولیدې حیران پاتې شو، ورغی تر مټ یې را ونیو او ورڅخه یې وپوښتل:
مخکې مې چې په څپېړه ووهلې، هغه خاطره او یادښت دې د ځمکې پر سر ولیکهٔ او اوس مې چې مرسته در سره وکړه او له اوبو څخه مې را وایستې، دا دې په لویه تیږه او ژوره توګه ولیکه؟
ملګري یې مخ ور واړاوه او ورته ویې ویل:
کله چې له موږ سره کوم څوک بدي وکړي او زړۂ مو وځوري، نو دا یادښت او خاطره باید د رېګ پر مخ ولیکو؛ ترڅو د بښنې باد هغه ور سره یوسي او کله چې یو څوک له موږ سره نېکي وکړي او زموږ زړۂ تر لاسه کړي، نو دا یادښت او خاطره باید په حکاکي ډول د تیږې پر مخ داسې ولیکو، چې د هېڅ باد او طوفان زور ورباندې ونهٔ رسي، چې ور سره یو یې سي او له یاده مو ووځي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.