د واګنر د سرتیرو پاڅون؛ په مسکو کې د ترهګرۍ ضد اقدامات

411
4 ساعتونه مخکې

د واګنر ډلې چې د روسیې پوځ یې په اوکراین کې د خپلو ځواکونو په بمبارولو تورن کړی، له اوکراین څخه د روسیې خاورې ته د خپلو ملیشو د راتګ اعلان کړی دی. په مسکو کې د «ترهګرۍ ضد» تدابیر نیول سوي.

 په مسکو کې د «ترهګرۍ ضد» تدابیر نیول سوي او د روستوف ښاریانو څخه غوښتل سوي چې خپل کورونه پریږدي.

د روسیې د پوځ او د واګنر ډلې د اجیرانو تر منځ د ترینګلتیا له زیاتیدو وروسته، د دې ډلې مشر یوګیني پریګوژین له اوکراین څخه د روسیې سویل روستوف ښار ته د خپلو ځواکونو د رسیدو اعلان وکړ.

د دغه ښار په پوځي مرکز کې د واګنر د ځواکونو د شتون انځورونه په ټولنیزو شبکو کې خپاره سوي او دغه ډله وايي چې د لمر په لوېدو سره یې په دغه ښار کې سیمې ونیولې.

د مسکو ښاروال په دغه ښار کې د «ترهګرۍ ضد» تدابیرو د نیولو اعلان کړی دی. د روسي رسنیو د راپور له مخې په روستوف ښار کې د بهرني برید په وړاندې د دفاع لپاره د چمتووالي په موخه امنیتي خبرداری ورکړل سوی دی.

ځايي چارواکو د روستوف له اوسېدونکو غوښتي چې له خپلو کورونو نه ووځي.د روسیې خبري ویبپاڼو داسې انځورونه خپاره کړي چې د ملي ګارد ټانکونه په روستوف کې د جنوبي پوځي ولسوالۍ د قوماندې ودانۍ په نښه کوي. یوه ویډیو هم آنلاین خپره سوې چې ښیې په مسکو کې د کرملین ماڼۍ ته تلونکي سړکونه تړل سوي دي.

د واګنر خصوصي شرکت چې ملیشې یې د اوکراین په محاذونو کې د روسیې تر څنګ جنګیږي، د روسیې پوځ په اوکراین کې د دې ډلې د غړو پر مرکزونو د بمباریو تور لګولی دی. د دې ډلې قوماندان یوګیني پریګوژین وايي، په دې برید کې د دوی ګڼ شمېر ځواکونه وژل سوي دي.

د واګنر خصوصي شرکت قوماندان یوګیني پریګوژین
د واګنر خصوصي شرکت قوماندان یوګیني پریګوژینانځور: AP/picture alliance

د روسیې د دفاع وزارت ویلي چې دا خبر ریښتیا نه دی او دا تورونه «بې اساسه» دي. د روسیې د ترهګرۍ ضد کمیټې هم د واګنر ادعا «بې اساسه» وبلله او د هغه په ​​​​وړاندې یې د «وسله وال بغاوت» د غوښتنې له امله د «جنایي قضیې» د درجولو اعلان وکړ.

د روسيې په دولتي رسنيو کې د خپاره سوي خبر له مخې، د جون د ٢٤مې نېټې له سهار راهيسې د مسکو په بېلابېلو مرکزي سيمو کې درنې پوځي لارۍ او زغره وال ګاډي ځای پر ځای سوي دي.

د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف ویلي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په دې اړه لاس په کار سوی دی.

د واګنر ډله چې په خپلو لیکو کې له بندیانو څخه کار اخلي او په تیرو میاشتو کې یې د اوکراین د باخموت ښار په نیولو کې مهم رول لوبولی، له څه مودې راهیسې د روسیې د دفاع وزارت پر مشرتابه نیوکې کوي.

روسیه | په روستوف آن ډان کې د واګنر اجیر عسکر
روسیه | په روستوف آن ډان کې د واګنر اجیر عسکرانځور: Erik Romanenko/TASS/dpa/picture alliance

د دغې ډلې مشر د روسیې د دفاع وزیر او د پوځ لوی درستیز په اوکرایین کې د دغه هیواد د جنګی اهدافو په نه ترلاسه کولو تورن کړل.

د وروستي خبر له مخې، هغه دوی «غداران» وبلل چې روسیې ته یې «توهین» وکړ او ژمنه یې وکړه چې د دغو دوو کسانو مسئله به «حل» کړي.

دویچه ویله

**************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.