افغان ولس ته د محمد اشرف غنی د لوی اختر پیغام

416
بسم الله الرحمان الرحیم
د لوی اختر په راتګ خپل ملت او اسلامي اُمت ته صمیمانه مبارکي وړاندې کوم.
فرارسیدن عید سعید قربان به مردم کشور و مسلمانان جهان مبارک باد.
قربان هاییت بیرمنگیز مبارک.
وطنوالو،
د ستر ابراهیمي او اسلامي سنت بیا تازه کېدل چې همدا یې مبارکې شپې ورځې دي، موږ ته په خپلو ملي قربانیو د بیا فکر کولو یو فرصت برابروي. نژدې نیمه پېړۍ وشوه چې موږ د عمومي منفعت په نامه د فردي قربانیو سخت امتحان تېروو. سره له دې چې له دې امتحانه د ملت په توګه بریالي وځو، عمومي منفعت ته نه رسېږو او نتیجه یې ناکامي راوځي. همدغو مسلسلو سیاسي ناکامیو، زموږ هېواد له ترقۍ راګرځولی دی.
د اوږدو لسیزو دا ملي ماته چې زموږ د ټولنې او هېواد روحي او جسمي روغتیا یې زیانمنه کړې، تل په خشونت کې منعکسه شوې ده. سره له دې چې د وروستیو شلو کلو د خشونت اصلي عاملینو یعنې طالبانو، د واک په نیولو یو څه کراري راوسته، خو خشونت یې ونه دراوه. دوی د دایمي او عادلانه سولې پرځای چې موږ غوښته، د منفي امنیت لاره غوره کړه او دا، لاسته راوړنه نه ده؛ دا جبري امنیت دی چې نتیجه نه ورکوي، ځکه افغانان وایي «په زور کلي نه کېږي»!
منفي امنیت نه یوازې هوسایي را نه وسته بلکې طالبان یې، هم له افغانانو او هم نړۍ سره په تقابل کې ودرول چې فقط یوه خبره کوي: «نه یې منم!» دا یو بې ګټې دریځ دی، ځکه اصلي زیان یې وطن ته رسېږي چې فرصتونه بایلي. طالبانو یو ځل بیا د هدف او وسیلې تر منځ توپیر ونه شو کړای: واک یې قبضه کړ، خو مشروعیت ته ونه رسېدل او رسېدلی هم نه شول. له بلې خوا، دا هم ښکاره ده چې ملي ثبات له طالبانو پرته راتللی نه شي. د سولې او ثبات دایمي کېدل اوس په دې اړه لري چې له طالب سره د تېرو شلو کلو چلند صادقانه وڅېړل شي، په خطاګانو اعتراف وشي او له دې لارې، خشونت او غچ اخیستنې ته بهانې له منځه ولاړې شي. ددغې غچ اخیستنې اصلي بیه زموږ خویندې او وروڼه، زموږ ولسونه او نسلونه ورکوي. اوس باید هدف دا وي چې د بې اعتمادۍ فضا پورته او له دې لارې، نه یوازې اوسنيو، بلکې خپلو راتلونکو نسلونو ته سوله، مثبت امنیت او ملي وحدت تضمین کړو.
هموطنان،
خون و خشونت دومدار، روان جمعی ما را پیهم صدمه زده و شاید دیگر زمان آن فرا رسیده باشد که همه با هم، استفاده از آن به عنوان وسیله حصول به اهداف سیاسی را رد کنیم. استفاده معقول از فرصت موجود میتواند داستان نیم قرنه خون و آتش در کشور را به تاریخ تحویل دهد، مشروط بر اینکه بعنوان حربه ای برای حصول اهداف گروهی توسط طالبان مورد استفاده قرار نه گیرد. اکثریت آنها نیز شاید اکنون درک کرده باشند که گذار به یک امنیت پایدار، خواست ملی است و اگر با وجود واقعیت های عینی کنونی تحقق یافته نه تواند، مسوولیت عواقب آن بر دوش رهبران این گروه خواهد بود. اما برای رسیدن به این هدف، طالبان باید نخست با خود، در گام دوم با دین مقدس ما – اسلام که مخالف خشونت است، و بعد با ملت افغان صلح کنند.
له اسلام سره د طالبانو سوله به د دین په پلمه د وطن، افغانانو او نړۍ په ارتباط د هغوی تنګ نظري له منځه یوسي او سترګې به یې هغو لارښوونو ته پرانستل شي چې پاک خدای (ج) خپل منلي رسول (ص) ته په قرآن شریف کې اورولې دي. د دوی اعمال او سیاستونه له ډېرو قرآني احکامو سره په ټکر کې راځي. د مثال په ډول، د الغاشیه سورت په ۲۱ آیت کې صریح الهي حکم دی چې تفسیر یې داسې راځي: «په یاد ولره چې ته نورو ته د یادونې او نصحیت له پاره استول شوی یې، نه ددې له پاره چې پر هغوی مسلط شې یا قضاوت وکړې. مجازات او مکافات هر چاته، په آخرت کې د الله (ج) له خوا ورکول کېږي». خو طالبانو د مکافاتو او مجازاتو الهي حق ځان ته اخیستی، لکه هماغسې چې یې د خلکو دونیایی حقوق د اسلام په نامه له هغوی ضبط کړي دي.
خویندو او وروڼو،
موږ غوښتل افغانستان د آسیا په متحرک زړه تبدیل کړو، پر نورو د تکیې پرځای، هغوی په ځان تکیه کړو، خو له بده مرغه د سمسورتیا دغه کاروان په نیمه لار کې ودرول شو. تاسې اوس حق لرئ له طالبانو وپوښتئ چې دوی څه غواړي او څنګه یې غواړي عملي کړي. کوم حالت ته چې دوی افغانستان ورساوه، آیا فکر کوئ دغه زړه به متحرک او ژوندی پاتې شي؟ همدا اوس هېوادونه هغه نړیوال بحران ته په تابیا بوخت دي چې پر جهان خپور دی او تر ډېرو کلونو به پاتې وي. آیا طالبان ددغه بحران په ژورتیا پوهېږي؟ آیا له هغه سره د مخامخېدو بشري، مالي او تخنیکي امکانات یې سنجولي دي؟ ځواب منفي دی، ځکه دوی د دین په نامه له ملت او دین سره په شخړه دي. د افغانستان طبیعي ثروت یې د عاجلې ګټې له پاره لیلام کړی او له دې امله یې ځان له تاریخي مسوولیت سره مخامخ کړی دی. نه طالبان دا مشروعیت او حق لري چې د افغانستان کانونه په پټو معاملو چاته ورکړي او نه بهرني هېوادونه او شرکتونه دا حق لري چې د مشروعیت په خلا کې د هېواد زېرمې تالا کړي. زموږ جغرافیه، زموږ فضا، زموږ اوبه، زموږ چاپېریال او نور، زموږ د کانونو غوندې ډېر ارزښتناک دي او هره ذره یې دقیق پام او ساتنه غواړي.
هموطنان،
در اینجا میخواهم از افغانان متواری در کشور های دیگر به خاطر خدمات صادقانه شان به مردم اظهار سپاس کنم که با زحمات خود عزت و آبروی افغانها را تامین کردند. اکنون هم با وجود دوری فزیکی، آنها هر لحظه در کنار وطن و مردم خود قرار دارند و دردی را که مردم در داخل متحمل می شوند، اینها در غربت به دوش می کشند. تجربه جهانی دیاسپورا همواره شاخص های مثبت و منفی داشته که افغانها نیز از آن مستثنی بوده نمی توانند. در حالیکه آشنایی با جهان باعث رشد فکری و مسلکی شده است، خلای ایجاد شده، زمینه دامن زدن به نفاق ملی توسط بعضی ها را نیز مساعد ساخته است. اما افغانهای مقیم خارج نه باید حق نمایندگی خود را به یک حلقه کوچک نفاق افگن بسپارد. شما باید وسیلهٔ یک اندیشه سازنده شوید تا ازین حالت بیرون بیایید. خوشبختانه فرصت ها و چاره های زیادی برایتان میسر است که از آن به نفع جامعه خود در خارج و داخل استفاده نمایید. یکی از این راه ها، دیجیتل سازی و کار روی ایجاد یک افغانستان دیگر در فضای مجازی است که محور تجمع هموطنان ما در خارج شود.
زندگی در غربت، هیچګاه برای هیچ کسی یک انتخاب طبیعی نه بوده است و به همین دلیل است که به قول مولانای بزرګ، «باز جویند روزگار وصل خویش». عودت منسجم و با عزت مهاجرین افغان از ایران و پاکستان در چهارچوب یک صلح پایدار، در صدر برنامه های کاری ما قرار داشت. اکنون تنها ثبات سیاسی، صلح پایدار و امنیت دوامدار امکان برگشت پنج ملیون مهاجر افغان، از جمله سیل مهاجرین ماه های پسین را فراهم کرده می تواند.
خویندو او وروڼو،
اوس ددې وخت رارسېدلی چې هېواد کې د لوبې اصول مشخص شي او هغه دا چې باید نتیجې ته ورسېږو چې څه غواړو. د نظام شکل او اساسي قانون باندې باید نتیجې ته ورسېږو؛ حدود د بحث باید واضح شي، خو فیصله باید ولس وکړي. همدا مشروعیت ته د رسېدو لاره ده. ولس له جنګسالارانو نه هم د پوښتنې حق لري چې ولې یې طلایي فرصتونه ضایع او خپل جېبونه او بانکونه ډک کړل. دلته زه له دې فرصت نه په استفادې غواړم په ډاګه ووایم چې تر هغو په ما پورې اړه لري، د افغانستان په سیاسي ډګر کې له جنګسالارانو سره یو ګام پورته کولو ته هم چمتو نه یم. خو د هغوی د سیاسي سرنوشت او هېواد کې د اوسېدو د حق په ارتباط فیصله د ولس لاس کې ده. په دې برخه کې یوه پاک احتساب ته اړتیا ده چې د سو‌ٔ استفادې عمق روښانه او بیا د هغې له مخې پرېکړه وشي.
د طالبانو سیاسي ناتوانۍ او د ډېرو سیاستوالو مفکوروي افلاس روښانه کړه چې د مسالې حل د دوی تر وس پورته دی. موږ باید اوس ټوله هڅه ددې له پاره وکړو چې مشروع نظام زر جوړ او قانونیت تامین شي چې له موږ سره د ولس پاتې امانت ور وسپارل شي. دغه هدف ته د رسېدو له پاره یوې دریمې لارې ته اړتیا ده او زه، بې له دې چې د وطن له خیر پرته ځان ته څه وغواړم، چمتو یم په خپلو نظریاتو د دغې لار نقشې په جوړولو او بریالي کولو کې مرسته وکړم.
ژوندی دې وي افغانستان
زنده باد افغانستان
یشه سین افغانستان
https://www.facebook.com/watch/live?ref=watch_permalink&v=2821334704668918

**************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.