د پي ټي ایم هالنډ له لورې د پښتون ژغورنې غورځنګ د ټولو غړو د سملاسې خلاصون په موخه لاریون ترسره شو

395
د پي ټي ایم هالنډ له لورې د پښتون ژغورنې غورځنګ د ټولو غړو د سملاسې خلاصون په موخه لاریون ترسره شو!
په دغه لاریون کې د هالنډ له بیلابیلو ښارونو څخه په سلګونو د لر او بر وطن افغانانو ګډون کړي وو چې موخه یې د میرانشاه د ناست پرلت ملاتړ ترڅنګ ددغه غورځنګ د ټولو روا غوښتنو د ژر تر ژره حل غوښتنه وکړه.
د پښتون ژغورنې غورځنګ د هالنډ څانګې مشرې اغلې سایره  نورزۍ د لاریون پر مهال وویل چې څه موده وړاندې په محکومه پښتونخوا کې د پنجابي پوځیانو لخوا د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي عید الرحمن وزیر، جلال وزیر، زکیم وزیر، صابر بلال ،اعجاز خوشحال، عالمزیب مسید نیول شوي دي.
د نوموړی په وینا په افغانستان کې هم د واکمنو طالبانو لخوا د پي ټي ایم د غړو او ملاتړو هر یو ‏‎مطيع الله ویسا، ‏‎نورايل کليوال،‏‎عنایت خان، ‏‎زبيح عیار او یو شمیر نور نیول شوي دي . د نورزۍ په وینا چې په همدې موخه د شمالي وزیرستان په میرانشاه ښار کې پرلت وهل شوې دي.
د پې ټې ایم هالڼد مشره سایره نورزۍ وایې د پي ټي ايم  مشر منظور احمد  پشتين په لارښوونه د علي وزير او ددغه غورځنګ د نورو غړو د نیولو په غبرګون کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د لر او بر وطن په ګډون په ټوله نړۍ کې د پراخو لاریونونو لړۍ پیل شوېده ترڅو د غورځنګ غوښتنې ومني.
د پې ټي ایم هالنډ مشرې اغلې سایرې نورزۍ وویل په میرانشا کې د ناست پرلت ټولې غوښتنې قانونې دي او باید ژر تر ژره ومنل شي نوموړې وویل موږ د یاد پرلت څخه په کلکه ملاتړ کوو او د پاکستانې ریاست او بشرحقونو له ټولو مسولو ادارو غوښتنه کوو چې ژر ترژر د پښتون ژغورنې غورځنګ ټول غړي آزاد کړي
نوموړې همدارنګه د پاکستان په حکومت غږ وکړ چې په پآکستان کې دې د افغان مهاجرو د غیري قانوني نیولو او زورولو لړۍ هم پای ته ورسوئ ددې په وینا که دا لړۍ  ونه درول شي نو دوي به خپلو لاریونو ته دوام ورکړي.
همدارنګه د پې ټي ایم بلجیم مشر ملک بازي، په پښتونخوا کې د بشرې حقونو فعال او د پې ټي ایم هالنډ مخکښ غړي زرغلي خان اپریدی، نظیف الله نهضت، د پې ټې ایم د مرکزې کمیټې غړي رحمن لله مومند او نورو خبرې وکړي. ویناوالو د خپلو خبرو په ترڅ کې د پاکستانې چارواکو وغوښتل چې نور د بې ګنا پښتنو له وژلو زورولو او نیولو څخه لاس واخلئ.
 د ښځو د حقونو د فعالې او د پې ټې ایم هالنډ غړي غرڅنۍ وطنیار د پرېکړه لیک د لوستلو پرمهال وویل که په لر او بر وطن کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د فعالانو نیولو لړۍ د واکمنو لخوا ونه درول شي نو دوي به خپلو لاریونونو ته دوام ورکړي او دغه لړۍ د ملګرو ملتونو تر نړیوالو ستیجونو ته ورسوي.

**************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.