لوی اختر او په افغانستان کې د کانګو ناروغۍ ګواښ

561
20 ساعتونه مخکې

کانګو یوه وژونکې ناروغي ده چې د څارویو له لارې انسانانو ته انتقالیږي او په لوی اختر کې یې د خپرېدو وېره ډېره وي. د طالبانو چارواکي وايي چې له وړاندې یې اقدامات کړی دی. دغه ناروغي څه علایم لري او څه ډول خپریږي؟

د روغتیا د برخې کارپوهان وايي چې په کانګو ناروغۍ د اخته کس پر بدن د وینو تڼاکې راخېژي او تبه هم ورسره لري. دا ناروغي عموماً له حېواناتو انسانانو او بیا پرې له اخته کسانو نورو ته لېږدول کيږي او په دې ډول یوه ساري ناروغي ګڼل کیږي.

ډاکټران وايي، په دې ناروغۍ د اخته کېدو د مخنیوي له پاره باید د څارویو سره د مخ کېدو پر وخت دستکشې، ماسک، موزې او سپینه چپنه واغوستل شي او د امکان تر حده پورې له څارویو سره تماس محدود کړل شي. سږکال یې وار له مخه د افغانستان په ځینو سیمو کې د کانګو ویروس د خپرېدو په اړه رپوټونه ورکړل شوي او ویل کېږي، چې په دغه ناروغۍ اخته یو شمیر کسان یې وژلي.

کانګو په پسونو، غواګانو، وزو او نورو حیواناتو کې د خفیفې تبې په شکل موجوده وي چې انسانانو ته د مستقیم تماس له لارې له سرایت وروسته په بارز شکل اعراض او اعلایم ورکوي.
کانګو په پسونو، غواګانو، وزو او نورو حیواناتو کې د خفیفې تبې په شکل موجوده وي چې انسانانو ته د مستقیم تماس له لارې له سرایت وروسته په بارز شکل اعراض او اعلایم ورکوي.انځور: Getty Images/AFP/S. Marai

په افغانستان کې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، کانګو داسې یوه ناروغۍ ده چې انسان ته د څاريو د کنې يا وریزي د چیچلو، له وینې او د مړو څارویو سره د تماس له امله رامنځته کیږي. تبه، د بدن درد، خوابدي، اسهال، داخلي او بهرنۍ خونریزي، د غاړې او د سترګو درد او رڼا ته حساسیت د کانګو ناروغۍ اصلي نښې دي. د طالبانو د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي چې تر اوسه یې د کانګو ناروغۍ له ۱۰۰ ډیرې مثبتې پیښې ثبت کړي.

کانګو څه ډول انتقالیږي؟

کانګو په پسونو، غواګانو، وزو او نورو حیواناتو کې د خفیفې تبې په شکل موجوده وي چې انسانانو ته د مستقیم تماس له لارې له سرایت وروسته په بارز شکل اعراض او اعلایم ورکوي. په عمومي ډول د کانګو د ویروسي ناروغۍ خفیفه تبه اعراض او اعلایم له ۳ یا ۳ ورځو نیولې تر ۱۲ او یا ان تر ۱۳ ورځو پورې دوام کوي.

روغتیا پالان وايي چې لومړنۍ علامې یې سخته تبه، سردردي او د ملا شخوالی دی. پرمخ تللي حالت کې یې بیا تر پوټکي لاندې شنه ټکي، خوا ګرځېدل یا استفراق او بالاخره له خولې او پزې د وینې بهیدل شامل دي. په دغې ناروغۍ د اخته کسانو درملنې احتمال په لومړیو دریو – څلورو اونیو کې شته او که دې موده کې یې درملنه و نه شي، کېدای شي، ژوند له لاسه ورکړي.

روغتیا پالان وايي، هغه ناروغان چې دغسې علایم ولري، باید ژر تر ژره روغتونونو ته ورشي چې ”ناروغي یې تشخیص او درملنه یې پیل شي.”

دوی زیاتوي چې د کانګو په نامه ویروسي ناروغۍ د خپرېدا د مخنیوي له پاره باید د لوی اختر په درشل کې د پوهاوي ځانګړی کمپاین وشي تر څو خلک یې په ګواښ خبرشي او ځان ترې وساتي.

ډاکټران وايي، کانګو یو خطرناک ویروس دی چې په څارویو کې پايي. دا د هغو خځندو له لارې انسانانو ته لېږدي چې د څارویو له بدنه وینه زبيښي او یا له ویروسه د اغېزمن څاروي د غوښې ځپلو پر مهال د بدن پرې کېدو له کبله انساني بدن ته ننوځي.

د روغتیا د برخې کارپوهان وايي چې په کانګو ناروغۍ د اخته کس پر بدن د وینو تڼاکې راخېژي او تبه هم ورسره لري. دا ناروغي عموماً له حېواناتو انسانانو او بیا پرې له اخته کسانو نورو ته لېږدول کيږي او په دې ډول یوه ساري ناروغي ګڼل کیږي.
د روغتیا د برخې کارپوهان وايي چې په کانګو ناروغۍ د اخته کس پر بدن د وینو تڼاکې راخېژي او تبه هم ورسره لري. دا ناروغي عموماً له حېواناتو انسانانو او بیا پرې له اخته کسانو نورو ته لېږدول کيږي او په دې ډول یوه ساري ناروغي ګڼل کیږي.انځور: Getty Images/AFP/S. Marai

د کانګو په ویروسي ناروغۍ اکثراً قصابان، ډاکتران، روغتیایي کارمندان، څارونکي او د ناروغانو د کورنیو د غړو د اخته کیدو چانس زیات وي. په کابل کې د انتاني ناروغیو روغتون د کانګو په ګډون د ساري ناروغیو یوازنی مرکز دی، چې هره ورځ ګڼ شمېر ناروغان ورځي.

د کابل د انتاني روغتون چارواکي وايي چې په کانګو ناروغۍ اخته کسان تر ډیره قصابان، بزګران او اشپزان دي. څرنګه چې د کانګو د اخته کیدو یو احتمال حیواني کنه يا وریز، د وینې یا د څارویو د مړو سره اړیکه ده، قصابان د ناروغۍ په لومړۍ کټګورۍ کې دي.

د دغه روغتون مسئول ډاکټر فریدالله عمري دویچه ویله ته وویل چې یواځې د روان کال په لومړیو دریو میاشتو کې په دې روغتون کې ۷ مړینې ثبت شوي او دا شمېره لا هم مخ پر زیاتېدو ده. د نوموړي په خبره که په افغانستان کې د کانګو د ناروغانو شمېر د زیاتېدو د مخنیوي له پاره ځانګړي تدابیر ونه نیول شي، دا شمېره به له لوی اختر وروسته چې له یوې میاشتې کمه موده ورته پاتې ده، لا ډېر شي.

د کانګو ناروغي چې د لومړي ځل له پاره په ۱۹۹۴م کال کې د اوکراین د کریمیا په ښار کې ثبت شوه، د ویني بهيدونکې ناروغۍ په نوم ونومول شوه او بیا په ۱۹۶۹م کال کې معلومه شوه چې د دې ناروغۍ نښې په ۱۹۵۶م کال کې د کانګو په جمهوریت کې هم ثبت شوې وې.

دویچه ویله

**************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.