منگي مې دوه دي

احسان الله درمل

385

منگي مې دوه دي… د ښځې د ژوند کيسه د تاريخ په وينو ليکل شوی باب دی، چې د حساس زړۀ خاوندان به يې د اوښکو په عینکو کې لولي.

په ختيځ کې له مړۀ مېړه سره د جبري وفا په نوم سوځول شوې؛ تر اسلام وړاندې عربانو ژوندۍ ښخه کړې او د اروپا په تيارو پېړيو کې له شيطان سره د تار لرلو په تور ډلې ډلې وژل شوې ده. له ښځو سره تبعيض دیني نه دی، بلکې ريښه يې جهل او نرواکۍ ته رسي.

د شلمې پېړۍ د دوهمې لسيزې تر پايه په ډېری اروپايي هيوادونو کې ښځې د رايې ورکولو حق نه درلود؛ سياست يې نه شو کولای او د زده کړو او کار حقوق يې تروړل شوي ول. په همدې ناوړه شرایطو کې ښځې د مبارزې ډگر ته راکوزې شوې او په څو لسيزو کې يې خپل ټول تروړل شوي حقوق بېرته وگټل. اوس له ښځو سره تبعيض د تاريخ په هدېره کې ښخ دی.

د رايې حق لري؛ سياست کوي؛ زده کړې کوي؛ د ملگري د انتخاب حق لري او په ټولو ډگرونو کې له نر سره اوږه په اوږه روانه ده. تاریخ راته وايي چې د ښځې څنډې ته کېدل دیني نه، بلکې اقتصادي او ټولنيز دلايل لري. د ښکار په زمانه کې ښځه په ټولنه کې فعال رکن و خو د زراعتي انقلاب څپو څنډې ته څپوهله. دليل دا دی چې تر زراعتي انقلاب وروسته ښځه په کور کې د خوړو په تيارولو او د کور په سمبالولو بوخته شوه. له بلې خوا زراعتي انقلاب د شخصي ملکيت ربړه راپورته کړه او د دې ملکيت د ساتلو لپاره وارث ته اړتيا وه‌.

اوس نو ښځې هم بايد کور سمبال کړی وای او هم یې د مېړه د ملکيت لپاره نارينه وارث زېږولی وای. ځکه نو ښځې په نرۍ ملا دوه داسې درانه منگي واخيستل، چې د ملا خرپا يې په ټپو، ساندو، کيسو او اصيلو فولکلوريکو اثارو کې اورو.

څرنگه چې د وارث د ډي اين ای رېښه پلار ته رسي او د وارث کېدو په صورت کې يې بايد په ارثيت کې شک و شبهه نه وي، نو د ښځې د عفت مسله مطرح شوه او د هغې پر وجود د نارينه څار لا پسې زيات شو. اوس نو ښځه د دې پر ځای چې په ملکيت کې شريکه شي يا د ملکيت خاونده شي، خپله په ملکيت بدله شوه. د يوه شخصي ملکيت لرونکي سړي ملکيت چې بايد وارث هم تولید کړي.

دغه دود چې په پېړيو پېړيو دوام وکړ، آن پخپله ښځو ته دا ور تلقین شوه چې ښځه يا د کور ده یا د گور. البته په ځينې ټولنو کې چې ښځو د نارينه و لخوا دې جوړو شويو غړونديو او زندانونو ته غاړه کېنښوده، نو وار په وار يې له خپل وجوده راچاپېره شوي ديوالونه ونړول؛ د کور سمبالوونکې نه، د کور مالکه شوه؛ ملکيت نه، بلکې د ملکيت خاونده شوه او يوازې د کور او گور نه، بلکې د ژوند د هر ډگر فعاله لوبغاړې شوه. په کومو ټولنو کې چې ښځې د ازادۍ لپاره مبارزه کړې او د فعاليت فرصت يې موندلی، ثابته کړې يې ده، چې تر نرانو کمې نه دي.

سمه ده چې په مستبدو رژیمونو او حاکميتونو کې مبارزه په ماته بېړۍ کې د وينو له توپاني دريابه پورې وتل دي خو د راتلونکيو نسلونو لپاره يوه ازاده انساني ټولنه جوړول او غلامي د تاريخ په هدېره کې ښخول بې مبارزې نه کېږي.

د دې مبارزې لومړی گام له سترگو او ذهنه د هغو پردو اړول دي، چې تر زراعتي انقلاب وروسته ټولنيزو شرايطو د نرواکيو ټولنو د ښځو او سړيو پر سترگو او ذهنونو غوړولې دي او اوس يې موږ سپېڅلې گڼو.

نور نو: دا چمن بلبلو ستاسو په والله که د بل چا شي خو يو څو سرونه مات کړئ د زندان په دروازه کې گران

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.