خوښي

عصمت صالح

288

لمدې جامې یې دوه ځلې ونيښسېزلې، پر سپینو څنګلو یې د صابون کپ روان و، په دروازه کې ولاړې کوچنۍ نجلۍ ته یې ورغبرګه کړه:
ــــ ته درځه، زه لږ وروسته در روانېږم…
د تېرې شپې تېزې ږلۍ د ونو شنې پاڼې پرې کړې وې، له پولې اېخوا نوي راټوکېدلي غنم په یوه خوا کاږه وو. سړي د رشقې لور پر پنډه چوخ کړ، دروازې ته له رسېدو مخکې یې د خرې پړی کش کړ:
ــــ وووش، وووش ودرېږه، تا د څښتن په سر یې بوزم، د شیطان ماله!!!
نجلۍ د جامو وروستۍ جوړه پر تناب وغوړوله. دروازې ته یې وکتل، ورمنډه یې کړه، دواړې پلې یې خلاصې کړې:
ــــ پلاره ستړی مشې، کچې ډېر یې ستړی کړې!؟
سړي د خرې کوناټي ته لغته سیخه کړه. خرې ټوپ کړل، د رشقې پنډه په دروازه کې پرېوته.
نجلۍ د پلار پر ګونځي تندي سترګې خښې کړې، په خندا یې زیاته کړه:
ـــــ پلاره ولې ورته غوسه یې!؟
سړي د نجلۍ پر غاړه کې پراته ټیکري ته وکتل، د څه ویل پر ځای وړاندې تېر شو، د انګړ پر زینو کې ځوړند سر کېناست.
نجلۍ د رشقې پر لویه پنډه ورټیټه شوه، زور یې وکړ، پنډه یې انګړ ته راوڅښوله. ملا یې سیخه کړه، لوېدلی ټکری یې پر سر کړ، د انګړ پر زینو کې د پلار ترڅنګ د کلا خاورین دېوال ته پر ډډه شوه، ښی لاس یې د پلار پر ولي کېښود، پر کیڼو ګوتو یې له ټکري راوتلي تور ځېلدونکي وېښتان تر غوږ واړول:
ـــــ پلاره! خیر دی، څه خبره ده؟ څه شوي ما ته ولې نه وایې؟
سړي سر پورته کړ، پر تناو یې خپلې سپینې جامې تر نظر تېر کړې، ژوره ساه یې وکښه:
ـــــ لورې، ملک پیر ګل ټلفون راوکړ، ویل یې تر سه‌شنبې مې پیسې غواړم، که دې را نه کړې، له کوره دې وباسم او یا به دې لور راکوې!
نجلۍ شا ته شوه، د سر شاتنۍ برخه یې پر دېوال ولګېده، وسوونګېده…
سړي د نجلۍ پر سر لاس کېښود، سینې ته یې چوخته کړه، د ښي لاس چاودې ګوتې یې پر سترګو تېرې کړې، په غرېو یې وویل:
ـــــ لورې ته مه خپه کېږه، ما د ملک خبره نه ده منلې. زه به هېڅکله ستاسو د مور وصیت‌ پر ځمکه ونه غورځوم. پاڅه، څو چې دې کوچنۍ خور له مکتبه راځي، د کور ټول سامان راټول کړه چې سبا دوشنبه ښار ته ځو، هلته به ته او کوچنۍ خور دې مکتب ته ځئ، زه به پر سړک سبزي خرڅوم. اوس خوشحاله شوې!!
نجلۍ د پلار ګډې وډې ږیرې ته وکتل، موسکه شوه، د سپین مخ تش/ ژور ځایونه یې د خوښۍ له اوښکو ډک وو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.