کاشکې

فتانه ژوند

184

ما به هم خپل ځان خپله یو ځای ته رسولی وو!
کاشکې خو مې ژوند د لاس او پښو اختیار راکړی وای

ولي به د تورو تورو شپو له شا نه پټه وم
کاشکې خو یې ماته هم ورځ چانس یو وار راکړی وای

ولي به زه دومره د خپل ځان په شتون خفه ومه
(کاشکې خو یې ماته هم لږ  ډاډ مې پلار راکړی وای)

یا دغه وطن یا دغه کلی ټول یاغي نه وای!
یا راته ځایګی په دې کوڅو کې ښار راکړی وای

ما به مې هم غاړې ته امیل ترې نه جوړ کړی وو
کاشکې خو یو څه   قدر بې قدره یار راکړی وای

زه به د پردو په ښار کې ولي  سوالګره وم!
کاشکې خو د سوال په ځای کوم چا روزګار راکړی وای

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.